د کابل او اسلام اباد تر منځ شخړه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ونډه

    • Author, مامون درانی، علي‌حسیني، ضیا شهریار
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا مهم او لوی لامل د پاکستاني طالبانو تحریک پټنځایونه او په پاکستان کې دننه يې ډېرېدونکي خونړي بريدونه ګڼل کېږي.

ظاهرا دا ستونزه تر دې بریده ورسېده، چې پاکستان یې اړ کړ د لومړي ځل لپاره د افغانستان پر پلازمېنې کابل هوایي برید وکړي‌.

پاکستاني چارواکې وايي، دوی په کابل کې د طالبانو له حکومته غواړي د " وسله‌والو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو مخه ونیسي، چې د افغانستان په خاوره کې تاوتریخجن بریدونه طرحه کوي او له پولې له تېرېدو وروسته یې په پاکستان کې پر اهدافو عملي کوي."

خو کابل کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي؛ "هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر وړاندې فعالیت وکړي."

دوی وايي، "اسلام‌اباد هڅه کوي د کورنیو امنیتي ستونزو د مهار په برخه کې خپلي ناکامۍ" پر کابل ور واچوي.

د طالبانو حکومت همدارنګه پاکستان تورنوي چې د داعش د خراسان څانګې ملاتړ کوي او "د نړیوال ملاتړ تر لاسه کولو لپاره" له دې ډلې د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له نظره، د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې د دوی د شتون پایله نه ده، بلکې دا د پاکستان یوه کورنۍ موضوع ده.

بلخوا، اسلام‌ اباد ادعا کوي چې نړیوالو بنسټونو ته یې شواهد وړاندې کړي چې پربنسټ یې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ روزنیز مرکزونه او پټنځایونه د افغانستان ځینو ولایتونو لکه کونړ، ننګرهار او پکتیکا کې فعال دي او د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونونو د طرحه کولو لپاره کاروي.

کابل وايي، د شمالي وزیرستان یو شمېر هغه کډوالې کورنۍ یې د افغانستان له سرحدي سیمو نورو برخو ته لېږدولي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړې شوي وې.

کابل همداراز وايي، لږترلږه دوه ځله یې د پاکستاني طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړتوب هڅې کړې دي.

خو د خبرو اترو له ناکامۍ او په پاکستان کې د بریدونو له زیاتوالي سره، د کابل او اسلام اباد ترمنځ باور له منځه ولاړ.

څارونکې په دې باور دي ، چې د طالبانو حکومت د 'پاڼ او پړانګ' ترمنځ بند پاتې دی؛ له یوې خوا اسلام اباد ترې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د عملي ګامونو د اخیستلو غوښتنه کوي او له بلې خوا د دواړو ډلو ترمنځ ایډیولوژیکې او تاریخي اړیکې چې پرې‌ کول یې د طالبانو د حکومت لپاره اسانه نه دي.

کله چې پاکستان د اکټوبر په ۹مه "د کابل هوايي حریم نقض" او پکتیکا کې یې هوايي برید ترسره کړ، د ټولنېزو رسنیو کاروونکو ادعا وکړه، چې موخه یې د " پاکستاني‌ طالبانو د تحریک" د مشر نور ولي مسید له منځه وړل و؛ خو د پاکستان حکومت په رسمي توګه نه ده تائید کړې، چې ددې برید موخه د نور ولي مسید په نښه کول و.

له دغو ادعاوو وروسته ټي‌ټي‌پي لومړی د ښاغلي‌ مسید یو غږ او وروسته یې یو ویډیو خپره کړه، چې هغه پکې وايي ژوندی او په پاکستان کې دی.

نور ولي مسید هغه رهبر چې پاکستاني طالبان یې د "افغان طالبانو بڼې" ته نږدې کړل

د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو اوږدو کې د پاکستاني طالبانو درې مشران؛ بیت‌الله مسید، حکیم‌الله مسید ( پاکستان خاوره) او ملا فضل‌الله ( افغانستان خاوره) د امریکا هوايي بریدونو کې ووژل شول چې بیا یې نور ولي مسید مشر وټاکل شو.

د نور ولي مسید او افغانستان کیسه له درېیو لسیزو پخوا پیل شوې ده.

د هغه په خبره، د ۱۹۹۰ لسیزې وروستیو کې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، د افغانستان شمال کې د طالبانو د مخالفې ډلې "شمال ټلوالې" پر وړاندې جنګېدلی دی.

دی زیاتوي، څه موده وروسته خپل هېواد ته ستون شو او څو کاله وروسته یې له پاکستاني طالبانو سره د اسلام‌اباد پر وړاندې بله جګړه کې ونډه واخیسته.

د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر نور ولي مسید او له هغه وړاندې درېیو نورو مشرانو د پاکستان د حکومت پر وړاندې د دغه غورځنګ جګړه "دفاعي جهاد" باله.

ځکه نوموړي په خپل کتاب "د مسيد انقلاب، سوېلي وزيرستان؛ د انګريز له سلطې تر امريکايي ښکېلاکه پورې" کې لیکلي:

"قبایلو [په وزیرستان کې] د القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو د ساتنې هڅه کوله، خو د امریکا په غوښتنه د پاکستان پوځ له ۲۰۰۱ کال وروسته پر قبایلي سیمو عملیات پیل کړل چې دا د قبایلي دودیزې میلمه‌پالنې له اصل سره په ټکر کې وو او له همدې ځایه جګړه پیل شوه."

خو د پاکستان پر حکومتونو هم دا تور لګېده چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال یې افغان طالبانو ته پناځایونه او ملاتړ برابر کړی و.

نور ولي‌ مسید وایې، د هغه د پخواني‌ مشر بیت‌الله مسید له نظره؛ "پاکستان د امریکا تر مشرۍ لاندې د ټلوالې برخه بلل کېده" چې د دوي‌ پر "مېلمنو" یې پوځي عملیات کول.

نور ولي مسید د خپلې جګړې بنسټ په پاکستان کې د "اسلامي شریعت" پلي کېدل او په هغه هېواد کې د لوېدیځ د نفوذ د پراخوالي مخنیوی یادوي، چې دا هڅې یې د پاکستاني طالبانو د تحریک له رسمي تاسیس مخکې هم وې.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ د "فاټا"، چې د پاکستان یوه نیمه خپلواکه قبایلي سیمه وه، د ځانګړې حیثیت د بېرته راګرځولو په هڅه کې دی.

په سوېډن کې د وسله والو ډلو څېړونکی "عبدالسيد" وایي، د پاکستاني‌ اوافغان طالبانو ترمنځ اړیکې د ۲۰۰۷ کال په ډیسمبر کې یعنې د پاکستاني طالبانو د تحریک تر رسمي جوړېدو وړاندې پیل شوې دي.

د دغه غورځنګ لومړنۍ ډله له هغو پاکستاني جنګیالیو جوړه شوې وه، چې د ۱۹۹۰مي لسیزې په جګړو کې د افغان طالبانو ترڅنګ جنګېدلي وو.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو او له افغانستانه د هغوی تر شا تګ وروسته، همدې پاکستاني جنګیالیو یو شمېر افغان طالبانو ته په قبایلي سیمو کې پناه ورکړه.

افغان طالبانو له همدې پناه‌ځایونو څخه د امریکايي ځواکونو او د "ترهګرۍ ضد جګړې" ټلوالې پر وړاندې افغانستان کې خپله جګړه‌ پیل کړه.

نور ولي مسید په خپل کتاب کې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې او مشهورې سیاستوالې "بې‌نظیر بوټو" د وژنې مسوولیت منلی او دا هم منې چې د پاکستان د پوځ عملیات د دوی فعالیتونه ډېر محدود او هغوی یې د افغانستان تر پولو وشړل.

د سخت‌دریځه اسلامي ډلو په اړه خپلواک څېړونکی عبدالسید وايي:

"د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته مسید هڅه وکړه، دا تحریک په یو متمرکز سازمان بدل کړي چې د افغانستان د طالبانو په بڼه فعالیت وکړي‌.

د همدې هڅو پایله کې، د ۲۰۲۰ کال له اګسټ راهیسې نږدې ۸۰ کوچنۍ او لویې ډلې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره یوځای شوې دي.

خو د افغانستان په جګړه کې د افغان طالبانو د انحصار برعکس، د پاکستاني طالبانو تحریک د حکومت ضد وسله‌والو ډلو بشپړ واک نه لري او د مسید له هڅو سربېره لا هم څو مهمې ډلې په خپلواک ډول فعالیت کوي او خپل موازي جوړښتونه یې ساتلي دي‌.

پر دې سربېره، د پاکستاني طالبانو تحریک دننه کې هم د مرکزي مشرتابه او د پخوانۍ بانفوذې ډلې "جماعت‌الاحرار" ترمنځ شخړې شته."

کله چې پاکستاني طالبان د افغانستان په جبهو کې جنګېدل

نور ولي مسید په خپل کتاب کې لیکلي، هغه وخت چې (لا د پاکستاني طالبانو تحریک نه و جوړ شوی) بیت‌الله مسید، د افغان طالبانو د قوماندانانو "ملا دادالله" او "اختر محمد عثماني" د غوښتنو پر بنسټ د "فداییانو" (ځانمرګو بریدکوونکو) د جلبولو هڅې پیل کړې وې.

د نوموړي په وینا، هغه وخت کې د مسید قبیلې ډېری ځوانان په خپله خوښه چمتو شول او په ۲۰۰۵ کال کې په کندهار کې د "مشک علم" او "حافظ‌ الله" په نومونو لومړني دوه ځانمرګي بریدګر د همدې قبیلې غړي وو.

رویټرز خبري اژانس هغه مهال (۲۰۰۵ کال) د ملا داد الله په حواله راپور ورکړی و، چې د طالبانو ډلې د امریکایې ځواکونو پر وړاندي‌ "له دوه سوه څخه زیات رضاکار ځانمرګي بریدګر" عملیاتو ته چمتو کړي دي.

بي بي سي نه شي کولی په خپلواکه توګه هغه روایتونه تایید کړي، چې د پاکستاني طالبانو مشر په خپل کتاب کې د ټي‌ټي‌پي او د افغانستان د طالبانو د پخوانیو اړیکو په اړه یاد کړي دي.

نور ولي مسید په خپل کتاب کې لیکلي: " زما د معلوماتو پر بنسټ، له ۷۰۰ تر ۸۰۰ مجاهدینو په ځانمرګو بریدونو او یا هم د افغانستان د جګړې په لومړیو کرښو کې خپل ځانونه قرباني‌ کړي دي."

ګډ مذهب او ایډیالوژي ، جهادي مخینه، ګډه ژبه، جغرافیه او فرهنګ د دې دوو ډلو د یوځای کېدو د وصل ټکي‌ بلل کیږي.

د شنونکو په باور، په قبایلي سیمو کې ځینو افغان طالبانو ته د پناه ورکولو او د هغوی له مشر «امیرالمؤمنین» سره د بیعت له امله، افغان طالبان ځان د پاکستاني طالبانو پوروړي بولي.

د ۲۰۰۷ کال د اګست په ۳۰مه، سویلي وزیرستان کې له سلو زیات د پاکستان امنیتي ځواکونو د بیت الله مسید د وسله‌والو له خوا ونیول شول،

سره له دې چې جګړه هغه وخت کې تر ډېره د پاکستاني لوریو ترمنځ وه، خو د یرغمل نیونې دا پېښه د هغو افغان طالبانو په ګته تمامه شوه چې د پاکستان په زندانونو کې وو.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د اوسني‌ وزیر سراج‌الدین حقاني تره خلیل‌الرحمن حقاني ۲۰۲۴ کال کې له شمشاد تلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي‌ وو چې "څلورکاله" د پاکستان په زندان کې و.

په همدې مرکه کې نوموړی وایي، د پاکستان د امنیتي ځواکونو د خوشې کولو لپاره، چې د پاکستاني‌ طالبانو د تحریک پخواني مشر بیت‌الله مسید یې شمېر له ۳۰۰ کسانو ډېر بللی و، شرط دا و چې د پاکستان له زندانونو څخه دې ۳۳ تنه خوشي شي.

د دغو کسانو په منځ کې د خلیل‌الرحمن حقاني، د سراج‌الدین حقاني ورور نصیرالدین حقاني، د هغه ماما مالي‌ خان او همدارنګه د افغان طالبانو د یو مخکښ قوماندان اختر محمد عثماني دوه ورونه شامل وو.

د پاکستان حکومت اړ شو، چې د خپلو پوځیانو د خوشې کېدو په بدل کې د "بیت‌الله مسید" غوښتنې ته غاړه کښېږدې او کسان یې خوشي کړل.

خو په تطرو نږدې دوو لسیزو کې د دواړو خواوو اړیکې پر یوه حال نه وې.

د وسله‌والو ډلو څېړونکی عبدالسعيد‌ وایې، له ۲۰۱۴ کال وروسته د دواړو ډلو ترمنځ د همکارۍ او ګډو فعالیتونو کچه ورو ورو راکمه شوه او په ځینو مواردو کې په بشپړه توګه ودرېده؛ ځکه د پاکستاني طالبانو څو ډلې له قبایلي سیمو د افغانستان دننه سرحدي سیمو ته ننوتې:

"هغه مهال داسي راپورونه وو، چې د دې ډلو یو شمېر د افغانستان د وخت له حکومت سره پټې هوکړي کړې وې چې پر بنسټ یې دوی اجازه درلوده د افغانستان په خاوره کې مېشت شي. خو دې ډلو نور نه شو کولی په ښکاره ډول د افغان طالبانو تر څنګ په عملیاتو کې برخه واخلي. خو د دواړو غورځنګونو ترمنځ عمومي اړیکې لا هم پاتې وې او کوم ایډیالوژیک یا تشکیلاتي پرېکون پکې نه و راغلی."

د پاکستاني طالبانو تحریک د ځواکونو کره شمېر معلوم نه دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ورکړل شویو راپورونو کې هم بېلابېلې شمېرې یادې شوي دي. د ځینو راپورونو له مخې، د دې ډلې د جنګیالیو شمېر د ۲۰۱۰مو کلونو لسیزه کې له ۳۰ تر ۳۵ زرو پورې اټکل شوی، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا " د بندیزونو څارونکې کمېټې" د ۲۰۲۵ کال د جولای په راپور کې ویل شوي چې: "د پاکستاني طالبانو تحریک نږدې شپږ زره جنګیالي لري."

"پاکستان غواړي د طالبانو حکومت د اسلام‌اباد په نیابت له ټي‌ټي‌پي سره وجنګېږي"

په اسلام کې مېشت د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز د شمېرو پر بنسټ، له کله چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، د پاکستاني ‌طالبانو د تحریک بریدونه په پاکستان کې څو برابره زیات شوي دي.

د دې ادارې شمېرې ښيي چې په دې موده کې دغې ډلې ۷۳۷ بریدونه کړي، چې ۶۲۵ یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او پاتې نور یې د قومي‌ مشرانو په ګډون پر یو شمېر بنسټیزو تأسیساتو او نورو هدفونو وو ‌.

په ټولیز ډول، په دغو بریدونو کې ۱۱۴۶ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت له رامنځته کېدو وړاندې د پاکستان او افغان طالبانو پر اړېکو سترګې نه شي پټېدلی، خو اوس اساسي پوښتنه دا ده، چې د پاکستاني‌ طالبانو له غورځنګ سره افغانستان کې د طالبانو د اوسني حکومت اړیکې څنګه دي؟

د طالبانو حکومت په پرله‌پسې توګه په افغانستان کې د پاکستاني‌ طالبانو د تحریک د مشرانو او پټنځایونو د شتون په اړه ادعاوې ردوي‌ او ټینګار کوي چې خپلو هوکړو ته ژمن او هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر وړاندې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د پاکستاني‌ طالبانو د تحریک د مشرانو د شتون په اړه د اسلام اباد د ادعا په ځواب کې ویلي‌: "لومړی موږ دا ادعا ردو چې د ټي‌ټي‌پي مشران په افغانستان کې وي. موږ هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي‌ او افغانستان نه غواړي په پاکستان کې جګړه وي."

له وروستیو نښتو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په دولت کې "یوه ځانګړې کړۍ" تورنه کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ اور ته لمن وهي او ویلي یې و، دوی د پاکستان له ولس او د دولت له ډېرې برخې سره ستونزه نه لري.

طالبانو همدارنګه څو ځله پاکستان تورن کړی چې له داعش ډلې سره مرسته کوي.

د طالبانو د لومړي حکومت پر مهال په اسلام‌اباد کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف وایې، پاکستان هڅه کوي د پاکستاني ‌طالبانو تحریک موضوع "لویه وښيي" او غواړي له خپلو کورنیو مسوولیتونو اوږه خالي کړي.

د ښاغلي ضعیف په وینا، اسلام‌اباد هڅه کوي ځان "د ترهګرۍ قرباني" وښيي، چې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له امریکا، د "ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې" په نوم پیسې او امکانات ترلاسه کړي. خو کله چې یې د پاکستاني‌ طالبانو تحریک مسله حل نه کړه، نو "د افغانستان حکومت" یې تورن کړ.

هغه وايي:

"پاکستان له امریکا څخه ډېرې پیسې ترلاسه کړې او دغه پیسې یې د چین له پولې نیولې د ایران تر پولې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر درې پوړیزه اغزن‌تار، امنیتي پوستو او سړکونو په جوړولو ولګولې.

د څارنې لپاره یې پر کرښه امنیتي کمرې هم نصب کړې دي. پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلی او نه شي کولی خپلې ستونزې اداره کړي، له همدې امله غواړي پړه پر نورو واچوي."

ښاغلی ضعیف د طالبانو د حکومت او د پاکستاني‌ طالبانو د تحریک د اوسنیو اړیکو په اړه وايي:

"پاکستاني‌ طالبانو پورې تړلي‌ ځینې کډوال چې وړاندې افغانستان ته راغلي وو او له مخکیني حکومته طالبانو ته په میراث پاتې دي، په ځانګړو پنډغالو کې ژوند کوي او د فعالیت یا وتلو اجازه نه لري.

هغوی د کډوالو په توګه ژوند کوي، لکه څنګه چې په نورو هېوادونو کې معمول ده. خو د پاکستاني طالبانو د تحریک په اړه باید ووایم چې "ټي‌ټي‌پي" د همدې سیمې خلک دي او تاسو ته معلومه ده چې د بلوچستان او پښتونستان سیمې له افغانستان سره ګډه پوله لري او د پولې په دواړو غاړو کې یو قوم مېشت دی. نو نه شو ویلای چې کله دوه پښتانه د کرښې له دواړو خواوو قومي او کورنۍ اړیکې وساتي دا دې د "ټي‌ټي‌پي" د ملاتړ او اړیکو په معنا وبلل شي.

د طالبانو حکومت له هېچا سره د بل چا پر وړاندې اړیکه نه لري او نه غواړي د بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. خو دا چې پاکستان غواړي طالبان د دوی لپاره د "ټي‌ټي‌پي" او بلوڅانو پر ضد جګړه وکړي‌، د طالبانو حکومت دا کار نه شي کولی."

"موږ د افغانستان د اسلامي امارت یوه څانګه یو"

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو څو میاشتې وروسته پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې د پاکستاني‌ طالبانو د تحریک مشر نور ولي مسیدو خپلو پلویانو ته په یوه جومات کې د وینا پر مهال وایې "پاکستاني طالبان د افغانستان د اسلامي امارت یوه څانګه ده؛ دواړه تر یو چتر لاندې دي."

په تېرو نږدې څلور کلونو کې لږ تر لږه د پاکستاني ‌طالبانو د تحریک دوه قوماندانان په افغانستان کې ترور شوي دي‌. عمر خالد خراسانی، چې د دې ډلې له بنسټ‌ اېښودونکو و (د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۸مه په پکتیا ولایت کې) او یاسر چې د "پیړکي" په نوم هم یادیږي‌ (د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۲۳مه په کندهار کې).

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۷۷۰ "ترهګر" وژلي چې په هغو کې ۵۸ تنه افغانان وو. دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې زیات شوی او د پاکستان پوځ ادعا کوي چې ۹۱۷ وسله وال جنګیالي یې وژلي چې ډله کې یې ۱۲۶ افغانان دي.

خپلواکو بنسټونو تر اوسه په دې اړه رسمي شمېرې نه دي وړاندې کړې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا " د بندیزونو څارونکې کمېټې" په ۳۵م راپور کې د یوه غړي هېواد (په ډېره شونتیا پاکستان) له قوله ویل شوي چې د پاکستاني ‌طالبانو تحریک په کونړ، ننګرهار، خوست او پکتیکا ولایتونو کې نوي تعلیمي او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ادعاوې هم ردې کړې دي او ویلي یې دي چې د طالبانو د مشر دریځ دا دی چې غړي یې باید د "جهاد" لپاره نورو هېوادونو ته لاړ نه شي او هلته جګړه ونه کړي.

د ۲۰۲۵ کال مې میاشت کې د طالبانو د حکومت یو لوړپوړي چارواکي سعیدالله سعید،، کابل کې د پولیسو فراغت غونډه کې وویل چې باید له هېواده بهر د "جهاد" لپاره لاړ نه شي، ځکه " امیر امر کړی، چې د دوي لپاره له هېواده بهر جهاد نه شته."

د پاکستاني ‌طالبانو تحریک، د افغان طالبانو حکومت او د پاکستان راتلونکی

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو وروسته، افغان طالبانو په کابل کې د پاکستاني‌ طالبانو د غورځنګ او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو د لږترلږه دوو پړاوونو کوربه‌توب وکړ. دا کوربه‌توب د دې نښه وه چې افغان طالبان هڅه کوي د پاکستاني طالبانو مسله د اسلام‌اباد له حکومت سره حل کړي، خو دا هڅې بې‌ پایلې پاتې شوې.

په اسلام اباد کې د افغانستان د پخواني‌ جمهوري حکومت سفیر محمد عمر داوودزی وايي، د طالبانو حکومت یو ځل بیا له هغه سترې تېروتنې سره مخامخ دی چې د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې کړې وه.

د ښاغلي داوودزي اشاره د القاعدې د مشر، اسامه بن لادن، کوربه‌توب ته ده ، چې د ده په ټکو پایله کې یې حکومت نسکور شو.

د هغه په وینا: "د همدې عمل له امله د طالبانو لومړی حکومت نسکور شو، اوس هم چې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د کوربه توب خبره ده، دا موضوع کولی شي تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي."

د ښاغلي داوودزي په وینا پاکستان نه شي کولی د طالبانو نظام نسکور کړي، خو جګړه خپلې ناغوښتې پایلې لري، چې د ده په ټکو د افغانستان په ګټه نه ده.

خو د ټي‌ټي‌پي له ستونزې څخه خلاصون بله لار دا ده ښودل کېږي چې اسلام اباد باید له پاکستاني‌ طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د حکومت له سر سختو نیوکګرو دی، وايي، اوس هغه وخت را رسېدلی چې اسلام اباد خپله ستراتيژي بدله او له ټي‌ټي‌پي سره د طالبانو د حکومت په مرسته خبرې وکړي.