طالبان شهباز شریف ته: افغانستان چاته ګواښ نه دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو وار بیا د پاکستان د لومړي وزیر هغه خبرې رد کړې چې ګنې د "اسلامي دولت" نومې داعش، القاعده او پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي په ګډون ډلې له هغه ځایه د ګاونډیو هېوادونو خلاف فعالیت کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې ویلي وو چې د القاعدې، داعش او پاکستاني طالبانو غورځنګ په څېر ډلې د افغانستان په خاوره کې لیدل کېږي:

"موقت حکومت باید د افغانستان په خاوره کې د ټولو ترهګرو ډلو د شنډولو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړي، په تېره بیا د هغو خلاف چې په ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو مسؤول دي چې داعش خراسان، القاعده، ټي‌ټي‌پي، مجید برېګېډ او بلوڅ آزادي غوښتونکی غورځنګ او نورې ډلې چې د افغانستان په خاوره کې لیدل کېږي."

شهباز شریف په خپله وینا کې دا هم وویل چې د طالبانو حکومت "باید د ښځو او نجونو په ګډون د بشر حقونو او په واک کې د نورو سیاسي ډلو ورګډولو ته درناوی وکړي."

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د هغه دا خبرې رد کړې او ویلي يې دي چې "بهرنیو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه څوک پرېږدي چې د افغانستان له خاورې نورو ته تهدید پېښ کړي."

شهباز شریف ویلي وو چې پاکستاني طالبان چې په دې وروستیو کې يې هغه هېواد کې بریدونه ډېر کړي له بهره ملاتړ کېدونکي وبلل او ویې ویل چې په عزم استحکام عملیاتو به یې له نړیوال ملاتړ سره وځپي.

هغه زیاته کړه چې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي چې په سیمه کې هر ډول ترهګري وځپي.

پاکستان وخت ناوخت تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف يو ځل بيا تور لګولی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان دننه بريدونه ترسره کېږي. هغه د پاکستان له يوه شخصي تلوېزیون سره په خبرو کې دا تور هم ولګاوه چې پاکستان کې د بريدونو ترسره کوونکو ځالې په افغانستان کې دي.

خواجه اصف دا ادعا هم کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خپلې خاورې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د ایستلو لپاره له پاکستانه د مالي مرستې غوښتنه کړې.‌

دی زیاتوي چې د طالبانو حکومت پاکستان ته د وسله والو د ایستلو په لړ کې هېڅ ضمانت نه دی ورکړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر دې تورونو او ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو لږ وړاندې د طالبانو یوه مرستیال ویاند د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ورته خبرې رد کړې دي.

خواجه اصف: پاکستان کې برید‌کوونکي افغانستان کې د طالبانو د حکومت 'مېلمانه' دي

خواجه اصف دا ادعا هم کړې هغه وسله وال چې پاکستان کې بریدونه کوي، افغانستان کې د طالبانو د حکومت "مېلمانه" دي او هلته خوندي ځایونه لري.

تېره اونۍ د افغانستان لپاره د پاکستان مخکینی ځانګړی استازی اصف دراني بي‌بي‌سي ته ادعا کړې وه چې د دې ډلې کسان افغانستان کې دننه د ده په خبره د طالبانو حکومت په وزارتونو کې ښکاره ګرځي.

ده د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د ترهګرۍ لومړی خطر بللی و.

نژدې درې میاشتې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اوږدو کې به د نویو پوځي عملیاتو یوې برخې په توګه پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه بریدونو ته دوام ورکړي.

له هغې وړاندې يې منلې وه چې ځواکونو يې په افغانستان کې دننه هوايي برید کړی.