تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, مجاهد: پاکستان پوځ په کابل، کندهار او پکتیا کې بمبارۍ کړې

د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي. د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو ویلي، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو پر پوځي تاسساتو روان دي او د فبرورۍ د ۲۲مې د هغو هوايي ګوزارونو غچ دی چې ننګرهار کې یې یو شمیر ولسي افغانان ووژل.

لنډیز

  • په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستان په کابل پکتيا او کندهار کې څو ځايونه بمبار کړي
  • پاکستان وايي پر افغانستان ځوابي بريدونو کې یې لسګونه طالب سرتېري وژلي دي
  • د طالبانو حکومت وايي پر پاکستاني پوستو بریدونو کې ۵۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي
  • د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي.
  • د پاکستان حکومت وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت بریدونو ته "اغېزمن ځواب" ورکړی دی
  • د طالبانو حکومت ویاد ذبيح الله مجاهد وايي، د پاکستان د وروستيو هوايي بريدونو په ځواب کې یې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بریدونه کړي
  • دواړه غاړې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي خو تراوسه د مرګژوبلې کره شمېر نه دی معلوم

ژوندی پوښښ

  1. د پاکستان د دفاع وزير: صبر ختم شو اوس به ښکاره جګړه وي

    د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په خطاب کې ویلي چې "زموږ صبر پایته رسېدلی" او اوس به "ښکاره جګړه" وي.

    نوموړي پر ​​ټولنیزه رسنۍ اېکس یوه پوسټ کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې په "افغانستان کې یې له ټولې نړۍ ترهګر راټول کړي" او زياته کړې یې ده چې د کابل واکمنو "ترهګري صادروي".

    خواجه اصف تور ولګاوه چې افغان طالبانو "خپل خلک له اساسي بشري حقونو محروم کړي دي او هغه حقونه یې هم ترې اخیستي چې اسلام ښځو ته ورکړي دي."

  2. وروستی, مجاهد: پاکستان پر افغان پلازمېنه او لویو ښارونو هوايي بریدونه کړي

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي" د پاکستان بزدله پوځ په کابل، کندهار او پکتیا کې ځینې ځایونه بمبار کړي، خو الحمدلله چاته په کې د سر زیان ندی اوښتی."

    وړاندې له کابله د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي وو.

  3. وروستی, زرداري وايي د طالبانو له حکومت سره ډېپلوماټکې لارو مثبته پایله نه ده لرلې

    د پاکستان ولسمشر اصف زرداري د افغان طالبانو د حکومت پر ضد د سختې ژبې په کارولو سره ویلي، چې هېواد یې د ډیپلوماټیکو لارو او د دوستو هېوادونو په مرسته د دغې "مجرمې ډلې" د "سمې لارې" ته د راوستلو جدي هڅه کړې، خو کومه مثبته پایله یې نه ده لرلې.

    د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر اصف زرداري تور پورې کړی چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د افغان طالبانو حکومت د منع شوې ډلې "تحریک طالبان پاکستان" له لارې د پاکستان پر ضد "په ترهګریزو فعالیتونو بوخت دی."

    د پاکستان ولسمشر خبرداری ورکړی، که چېرې د وینې تویدنې دا لړۍ دوام ومومي، نو هېڅ داسې مسوول عناصر به نه وي چې د دوی د هېواد له لاسرسي بهر پاتې شي.

  4. وروستی, په کابل کې د "درنو چاودنو" غږونه اورېدل شوي

    له هغه څو ساعته وروسته، چې طالبانو حکومت وویل، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې یې د پاکستاني پوځ پر څوکیو بریدونه کړي، د ایسوشیټیډ پرېس خبري اژانس خبریالان او افغان پلازمېنې کابل اوسېدونکي وايي، درنو چاودنو ښار لړزولی دی.

    د اې ایف پي رپوټ کې ویل شوي، د شپې نژدې یوه بجه له چاودنو وروسته د جنګي الوتکو غږونه هم اورېدل شوي دي.

    د کابل یوه اوسېدونکي له قوله ویل شوي، چې د اتو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي. یوه ځايي اوسېدونکي د نوم نه یادولو په شرط اې ایف پي ته ویلي: "لومړنۍ دوې چاودنې له موږ لېرې وې، خو وروستۍ هغه موږ ته دومره نژدې وه، چې کور یې ولړزاوه او له هرې چاودنې وروسته د جنګي الوتکو غږونه هم اورېدل کېدل."

    په رپوټ کې زیاته شوې، له چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم د شپې تر نژدې دوې نیمو بجو پورې اورېدل کېدل.

    له دې څو ساعته مخکې د طالبانو ځواکونو د روانې اونۍ پیل کې د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګون کې د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د پاکستان پر څوکیو بریدونه پیل کړل.

  5. وروستی, په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي اته سرتېري یې وژل شوي او د دوی له خوا جګړه درول شوې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وایي، د پوځي موخو له ترلاسه کولو وروسته د دوی له لوري د "شپې پر دوولس بجو د اسلامي امارت د لوی درسيتز په امر" جګړه درول شوې ده.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وایي، په بریدونو کې یې ۵۵ پاکستاني پوځيان وژلي او د دوی لوري ته اته طالب ځواکونه وژل شوي دي.

    پاکستان بيا ادعا کوي په ځوابي بریدونو کې یې ۷۲ د طالبانو حکومت ځواکونه وژلي دي.

  6. د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ۵۵ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو ادعا کوي؛ پاکستان بيا وایي ۷۲ طالب ځواکونه یې وژلي دي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي د افغانستان د "حریم نقض او د ملکي وګړو د وژلو" په ځواب کې یې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بریدونو کې ۵۵ تنه پوځيان وژلي دي.

    یاد وزارت پر اېکس پاڼه خپره کړې خبرپانه کې ويلي، ځايي وخت د ماښام اته بجې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پکتيکا، پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو ته څېرمه پورې غاړې د پاکستان پوستې په نښه شوې دي.

    په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د سپکو او درنو وسلو د نيولو تر څنګ د عملياتو پر مهال یې ۱۹ پوستې او څو پاکستاني عسکر ژوندي هم نيولي دي.

    خبرپاڼه زياتوي چې د پوځي موخو له ترلاسه کولو وروسته "د شپې پر دوولس بجو د اسلامي امارت د لوی درستیز په امر" جګړه ودرېده.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، د دوی لوري ته اته تنه وژل شوي دي.

    وړاندې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف ویاند مشرف زيدي ويلي وو چې په ځوابي بریدونو کې یې د طالبانو حکومت ۷۲ سرتېري وژلي او ۱۲۰ نور يې ټپيان کړي دي.

    د مرګژوبلې کره شمېر نه دی معلوم بي بي سي په خپلواکه توګه د دواړو لوريو له خوا د ادعاو پخلی نشي کولی.

  7. وروستی, د پاکستان د لومړي وزير ویاند وايي د طالبانو حکومت ځواکونو ته په ځوابي بریدونو کې سخت زیان اوښتی

    د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف د بهرنیو رسنیو ویاند مشرف زیدي وايي، د طالبانو حکومت سره د کرښې په اوږدو کې د نښتو پر مهال هېڅ پاکستانۍ پوسته نه ده زیانمنه شوې او نه هم کومه پوسته نیول شوې ده.

    نوموړي پر ​​اېکس یوه بیان کې ادعا کړې چې پاکستان د کرښې په اوږدو کې د 'تېري" په ځواب کې افغان طالبانو ته "درانه زیانونه" اړولي دي.

    وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې وه چې د عملياتو پر مهال یې څو پاکستانۍ پوستې نيولې او ویجاړې کړې دي او د دې ترڅنګ یې د لسګونو پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره هم کړې وه.

    مشرف زيدي دا ادعاوې رد کړې او ويلي یې دي، تراوسه کوم پاکستانی پوځ نه دی نيول شوی.

  8. وروستی, په کومو سيمو کې نښتې شوې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په اووه ولایتونو کې عمليات روان دي.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا، دا عمليات د ۲۰۳ منصوري او ۲۰۱ خالد بن وليد د قول اردوګانو له لوري له پکتيا، پکتيکا، خوست، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو شوي دي.

    وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه بيان کې ویلي وو چې، په چترال، خيبر، مومندو، کورمه او باجوړ کې یې د طالبانو حکومت بریدونو ته سخت ځواب ورکړی دی.

    په دغو نښتو کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دي دواړه لوري يوه بل د درنې مرګژوبلې ادعاوې کوي.

    د وروستيو راپورونو له مخې لا اوس هم د ډيورنډ کرښې په بېلابېلو سيمو کې نښتې روانې دي.

  9. وروستی, د طالبانو حکومت وايي د پاکستان له لوري په تورخم کې د راستنو شویو کډوالو پر پنډغالي توغندی لګېدلی

    په افغانستان ځايي رسنۍ او د طالبانو حکومت سيمه ییز چارواکي وایي، د پاکستاني پوځ يوه توغندی تورخم ته څېرمه له پاکستانه د راستنو شويو افغان کډوالو پر یوه پنډغالي لګېدلی چې په ترڅ کې د یوې مېرمنې په ګدون اووه تنه ټپيان شوي دي.

    په تورخم کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مسول قريشي بدلون وايي، د نښتو له کبله په سیمه کې د عمري په نامه له پنډغالي څخه د کډوالو ايستل پیل شوي دي.

    د طالبانو حکومت په وینا د ډيورنډ کرښې اوږدو کې یې پر پاکستاني پوستو د هغوی د وروستیو بمباريو په ځواب کې بریدونه پيل کړي دي.

    د تازه نښتو له کبله د مرګژوبلې شمېر معلوم نه دی معلوم خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان دواړه يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  10. وروستی, ذبيح الله مجاهد د لسګونو پاکستاني پوځيانو د مرګژوبلې او په بېلابېلو برخو کې د يو شمېر پوستو د نيول کېدو ادعا کړې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې لسګونه پاکستاني پوځيان وژلي او ګڼ شمېر پوستې یې په بېلابېلو سيمو کې ترې نيولې دی.

    نوموړي پر اېکس پاڼه څو پوسټونو کې ويلي، په ننګرها، کونړ او خوست ولایتونو کې یې پاکستاني پوځ ته درنه مرګژوبله اړولې او يو څو پاکستاني پوځيان یې ژوندي نيولي دي.

    تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو چې د طالبانو حکومت بریدونو ته یې "سملاسي او اغېزناک" ځواب ورکړی او د دوی ګڼ شمېر ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

    بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو بریدونو پخلی نشي کولی.

  11. وروستی, پاکستان وايي، د طالبانو حکومت برید ته یې "سملاسي او اغېزناک ځواب" ورکړی

    د پاکستان حکومت ادعا کړې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ کرښې ته څېرمه د طالبانو حکومت له خوا له "کوم دليل پرته" د پيل شوې نښتې "اغېزمن ځواب" یې ورکړی دی.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه بيان کې ویلي، د پاکستان امنيتي ځواکونو په چترال، خيبر، مومندو، کورمه او باجوړ کې د طالبانو حکومت بریدونو ته سخت ځواب ورکړی دی.

    وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې وه چې د پاکستان ګڼ شمېر پوستې یې په نښه کړې او پاکستاني پوځيانو ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم ادعا کوي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې افغان طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي او ډېرې پوستې یې ویجاړې کړې دي.

    بي بي سي په خپلواکه توګه د دواړو لوريو د ادعاو پخلی نشي کولی.

  12. په باړه او تيرا کې عيني شاهدان څه وايي

    د خيبرپښتونخوا په باړه او تیراه سیمو کې ځايي اوسېدونکو بي بي سي اردو ته ويلي چې د ډزو اوازونه تر لرې اورېدل کېدل.

    ډېورنډ کرښې ته څېرمه د کورمې د صدې سيمې يوه اوسېدونکي بي بي سي ته ويلي، له يو نيم تر دوو ساعتونو پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل. دی وایي تراوسه په ملکي سيمه کې کومه ګولۍ نه ده لګېدلې او چا ته زيان نه دی رسېدلی.

    د یادولو وړ ده چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۱ د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. دوی ادعا کړې وه چې په دې بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو سره تړلې کسان په نښه کړي دي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

  13. بي بي سي ته داسې انځورونه هم رسېدلي چې ښيي یو شمېر کسان د ډوډۍ پر غاړه ټپي حالت کې پراته دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، په تورخم کې پوځي حالت اعلان شوی او له ولسي خلکو غوښتل شوي چې له کرښې لرې لاړ شي. په خپلواکه توګه بي بي سي د دغو ویډيوګانو پخلی نشي کولی.

  14. د طالبانو حکومت د ویاند ذبيح الله مجاهد غبرګون

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلی د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.

  15. د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې عیني شاهدانو ویلي، له چترال سره په کرښه د طالبانو حکومت ځواکونه د دوکلام سیمه کې پاکستاني امنیتي پوستو ته ورغلي او له شاوخوا سیمو د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

  16. وروستی, د طالبانو حکومت ځواکونو پر پاکستاني څوکیو د "غچ " بریدونه پیل کړي

    د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي.

    د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو ویلي، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو پر پوځي تاسساتو روان دي او د فبرورۍ د ۲۲مې د هغو هوايي ګوزارونو غچ دی چې ننګرهار کې یې یو شمیر ولسي افغانان ووژل.