په روژه کې د قهوې نه څښلو له امله له ذهني فشار سره مخ کېږئ؟

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

دا ګامونه به تاسو سره مرسته وکړي چې د سهارنۍ قهوې عادت مو کابو کړئ. د ډېرو هغو مسلمانانو لپاره چې روژه نیسي د سهار له اذان تر ماښامه پورې د یوې بشپړې میاشتې لپاره ، له خوړو او څښاکه ډه ډه کول یو ستونزمن کار دی. خو ولې د قهوې د عادت پرېښودل دومره ګران دي؟ ایا د قهوې مینه یو ډول روږدتیا ده چې د روژې په موده کې د فشار لامل کېږي؟

په دې راپور کې د کارپوهانو نظرونه ولولئ.

کیسه داسې ده چې په نهمه زېږدیزه پېړۍ کې یوه عرب شپون د خپلو پسونو عجیبه حرکتونه ولیدل چې د یوې ځانګړې ونې د مېوې له خوړلو وروسته یې کول. کله چې هغه پخپله دا مېوه وڅکله، نو د ډېرې انرژۍ احساس یې وکړ او دا همدا د قهوې بوټی و. د بریتانیکا انسایکلوپیډیا په وینا، د قهوې وحشي بوټي په ۱۵مه پېړۍ کې له ایتوپیا د عرب ټاپووزمې سوېل ته ولېږدول شول او د ۱۷مې پېړۍ تر پایه د نړۍ نږدې ټوله قهوه له یمن ترلاسه کېده.

ولې د قهوې پرېښودل ګران دي؟

نن سبا قهوه چې په شعري ژبه ورته "توره محبوبه" هم ویل کېږي، یو نړیوال څښاک دی چې په ګرم او یخ ډول وړاندې تیارېږي. په قهوه کې د کافین په نوم ماده شته چې د هغې ناڅاپي پرېښودل د بدن د غبرګون او ځینو نښو لامل کېږي.

د خوړو او تغذیې څېړونکې فاتن النشاش وايي چې په روژه کې د ځینو کسانو د ذهني فشار لامل د کافین د پرېښودو نښې دي. هغه زیاتوي چې کله بدن د کافین له یوې اندازې سره عادت وي او ناڅاپه یې په روژه کې پرېږدي، نو سردردي، ستړیا او بې حوصلګي رامنځته کېږي.

د داخله ناروغیو او زړه متخصص ډاکټر غسان قعوار وايي چې کافین یوه متناقضه ماده ده. ځینې خلک بې خوبه کوي خو ځینې نور بیا تر هغې چې قهوه ونه څښي ارام نه ترلاسه کوي. د عصبي جراحۍ ډاکټر باباک غرائى مقدم هم پر دې باور دی چې د قهوې پرېښودل د سګرټو پرېښودو ته ورته دي خو په لږه کچه. هغه زیاتوي چې قهوه بد څښاک نه دی ځکه تمرکز زیاتوي او د ځینو سردردیو په درملنه کې مرسته کوي، خو د انرژۍ لرونکو مشروباتو اغېزه بیا خورا بده ده او د زړه ضربان زیاتوي.

د مایو کلینیک په وینا د کافین ناڅاپي کمول د سردرد، ستړیا او د تمرکز د نشتوالي لامل کېږي، خو دا یوازې څو ورځې دوام کوي. د دې ستونزې د حل لپاره متخصصه النشاش وايي چې له اتلس کلنۍ پورته کسان باید په ورځ کې له ۴۰۰ ملي ګرامه زیات کافین ونه څښي. نوموړې وايي چې په روژه ماتي کې سم لاسي قهوه څښل ناسم کار دی او باید له روژه ماتي وروسته تر یو ساعت پورې صبر وشي چې د هاضمې سیسټم ګډوډ نشي. بل خوا ډاکټر قعوار وړاندیز کوي چې که په پشلمي یا چرګ بانګي کې قهوه وڅښل شي د ورځې په اوږدو کې بدن تر ډېره وخته ورته اړتیا احساس نه احساسوي.

د روژې لپاره د بدن چمتو کول باید دوه اونۍ وړاندې پیل شي. په دې ډول چې هره ورځ د قهوې څښلو وخت ۱۵ دقیقې وځنډول شي او اندازه یې هم کمه کړل شي. ان د عربي قهوې کوچنۍ پیاله هم ۱۵ ملي ګرامه کافین لري چې باید پام ورته وشي. د هغو کسانو لپاره چې د قهوې خوند خوښوي، بې کافینه قهوه یو ښه بدیل دی. ډاکټر مقدم په پای کې وايي چې د روژه لرونکو ایمان او اراده یو داسې ځواک دی چې پر عصبي سیسټم قوي اغېزه کوي او د دې بدلونونو سره د بدن توافق اسانوي.