ایلان مسک غواړي د مريخ پر ځای په سپوږمۍ کې ښار جوړ کړي، خو دا به څه ډول ښار وي؟

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په سپوږمۍ کې "په خپله پراخېدونکی ښار"، چې کېدای شي په لسو کلونو کې جوړ شي، هغه پلان دی چې اېلان مسک یې په وروستیو کې پر اېکس اعلان وکړ.

د خواله رسنیو اېکس، د موټرو تولیدونکي کمپنۍ ټېسلا او د سپېس‌اېکس مشر ایلان مسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس هم بلل کېږي، پر اېکس په یوه وروستي پوسټ کې، چې تر ۴۰ میلیونه ډېر ځله لیدل شوی، لیکلي چې سپېس‌اېکس خپل تمرکز بدل کړی، ځکه په مريخ کې د ښار جوړولو پر ځای غواړي په سپوږمۍ کې ښار جوړ کړي.

خو مسک ولې خپل نظر بدل کړ؟ او موږ د دغه سپوږمیز په اړه څومره پوهېږو؟

سپوږمۍ که مريخ؟

تر اوسه لا د دغه ښار لپاره بشپړه رسمي پلان او نقشې نشته، دا یوازې هغه لید یا وړاندوینه ده چې مسک یې پر خپلې ټولنیزي رسنۍ ایکس یادونه کړې ده.

ښاغلي مسک وویل، موخه یې دا ده چې پر سپوږمۍ یو دايمي انسان مېشت ځای جوړ شي، چې وروـ ورو به په خپله د سپوږمۍ له طبیعي موادو په ګټې اخیستنې سره پراخ شي او دا کار به د سپوږمۍ پر لور د لا ډېرو الوتنو له امله شونی شي.

مسک په خپل پوسټ کې لیکلي، دا پلان "په لسو کلونو کې عملي کېدای شي" خو په مريخ کې به یې عملي کول "له شلو کلونو ډېر وخت" ونیسي.

هغه زیاته کړه:

"د سپېس‌اېکس ماموریت هماغه پخوانی دی: شعور او ژوند لکه څنګه چې یې موږ پېژنو، هماغسې به یې ستورو ته واستوو."

نوموړي وړاندې زیاته کړه، مريخ ته سفر یوازې هغه وخت ممکن دی چې "سیارې هر ۲۶ میاشتې کې سره سمون وخوري" یانې هر سفر شاوخوا شپږ میاشتې وخت نیسي. خو د هغه په وینا "سپوږمۍ ته په هرو لسو ورځو کې الوتنه کېدای شي" چې دا یوازې دوې ورځې وخت نیسي.

هغه وویل: "دا هر څه په دې مانا دي، چې موږ کولای شو په مریخ کې د ښار پر ځای په سپوږمۍ کې ښار ډېر ژر بشپړ کړو."

که څه هم مسک ټینګار کوي، چې سپېس‌اېکس لا هم په مريخ کې د ښار جوړولو پر پلان باور لري او ښايي دا کار "له پنځو تر اوو کلونو" پیل کړي، خو په وینا یې: "د تمدن د راتلونکي خوندي کول تر ټولو مهم دی او سپوږمۍ ته رسېدل اسانه او چټک دي."

ډاکتر سونګ وو لیم، چې په انګلنډ کې د سري پوهنتون کې د فضايي غوښتنلیکونو، اکتشاف او وسایلو لوړ پوړی استاد دی، وايي:

"اصلي مفکوره دا ده چې د سپوږمۍ له خاورو د اکسیجن، اوبو او د ودانېزو موادو تولید وشي او هغه صنعتي طریقې وکارول شي، چې موږ یې په ځمکه کې کاروو. په نظریه کې دا کار کېدای شي، خو عملي کول یې لا هم واقعي نه ښکاري."

ښاغلي لېم زیاتوي اصلي ستونزه دا ده، چې دا سیستمونه باید د سپوږمۍ په سخت چاپېریال کې کار وکړي، لکه د ډېرې لوړې او ټیټې تودوخې، نرمه دوړې، کمې جاذبې او د برېښنا محدودې سرچېنې پرمهال. نو دا هر څه باید لومړی په سپوږمۍ کې په ښه ډول وازمویل شي.

ډاکتر لېم وايي، دولتي فضايي ادارې عموماً په احتیاط سره کار کوي، ځکه بودیجه یې عامه ده او له اوږدو سیاسي بهیرونو تېرېږي، خو سپېس‌اېکس "بیا دا مجبوریتونه نه‌لري."

که د سپېس‌اېکس نوی راکټي سیستم سم کار وکړي، نو وسایل به یې کم‌لګښت ولري او څو ځل به سپوږمۍ ته د لېږلو وړتیا هم ولري، چې دا به پرمختګ چټک کړي.

ولې سپوږمۍ له مريخه اسانه ده؟

ډاکتر اوګور ګووېن، چې په هند کې د فضايي څېړنو د مرکز مشر دی، وايي سپوږمۍ د لومړنیو انسان مېشت ځایونو لپاره د نورو فضايي ځایونو پرتله اسانه او ور ته رسېدل چټک دي.

ښاغلي ګووېن زیاتوي:

"که په سپوږمۍ کې کومه ستونزه رامنځته شي، نو ژر تر ژره بل ماموریت ور لېږل کېدای شي، ځکه هلته سفر یوازې دوې تر درې ورځې وخت نیسي."

خو ډاکتر لېم خبرداری ورکوي چې "په بشپړ ډول پر خپل مټ ودان کوونکی ښار" لا هم واقعي هدف نه ښکاري.

د هغه په وینا، په سپوږمۍ کې د خوړو تولید پرته له دې چې مواد یې له ځمکې راوړل شي امکان لري او بل داسې تړلی سیستم جوړول چې هر څه پکې بیا وکارول شي، ډېر پېچلي دی او ښايي لسیزې وخت ونیسي.

راتلونکی څه ښيي؟

یو شمېر کارپوهان باور لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې یو کوچنی سپوږمیکیز مرکز کېدای شي خپل اکسیجن تولید کړي او ښايي اوبه هم راوباسي، چې دا به لوی پرمختګ وي.

د ناسا پخوانی ستورمزلی جېفري هوفمن وايي، که سپېس‌اېکس او د جېف بېزوس شرکت بلو اورېجن (Blue Origin) سپوږمۍ ته د تلو وسایل جوړ کړي، نو موږ کولای شو هلته یوه اډه وساتو. خو د هغه په وینا، "په مریخ کې د انسان مېشتېدل لا هم لېري هدف ښکاري."

ډېر ی کارپوهان همغږي دي چې که پر سپوږمۍ دايمي مېشت‌ځای جوړ شي، نو مريخ ته رسېدل به اسانه شي ځکه سپوږمۍ د "پله" یا منځني پړاو حیثیت لري.

ډاکتر لېم وايي، د سپېس‌اېکس دا پلان "لوی او زړور" دی خو "ساینسي خیال نه دی."

زیاتېدونکې سیالي

د ایلان مسک دا څرګندونې په داسې وخت کې مخته راځي، چې چین له امریکا سره په دې برخه کې سیالي کوي او هڅه کوي په همدې لسیزه کې بېرته سپوږمۍ ته انسانان ولېږي.

کله چې په ۱۹۷۲م کال کې ناسا په سپوږمۍ کې د اپولو ۱۷ ماموریت ترسره کړه، د هغه وخت راهیسې بل هېڅ انسان پر سپوږمۍ قدم نه دی ایښي.

مسک په وروستیو کې اعلان وکړ چې سپېس‌اېکس د مصنوعي ځیرکتیا شرکت پلورلي چې دی به یې په خپله مشري کوي. په دې سودا کې د راکټ او سپوږمکۍ شرکت ارزښت شاوخوا یو (۱) ټریلیون ډالره او د مصنوعي ځیرکتیا شرکت ارزښت ۲۵۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

له نيويارکه د بي‌بي‌سي خبریاله مېشل فلوري وايي، دا اعلان ښايي د مسک له هغې موخې سره هم مرسته وکړي چې غواړي په فضا کې د مالوماتو (ډاټا) مرکزونه جوړ کړي، ځکه دا مرکزونه به د مصنوعي ځیرکتیا د ډېرو محاسبوي کارونو ترسره کولو لپاره وکارول شي.

مسک، چې په سپېس‌اېکس کې تر ټولو لوی سهم‌ لرونکی دی، خپلې سوداګرۍ منظموي، ځکه د راپورونو له مخې هغه د دې په اړه فکر کوي چې سپېس‌اېکس عامه بازار ته را وباسي.

زموږ خبریاله زیاتوي، دا کار ښايي تر۵۰ میلیارده ډالرو پورې پانګه را جذب کړي او کېدای شي د تاریخ تر ټولو لوی عامه وړاندیز وګرځي.

تېره میاشت مسک اعلان وکړ چې غواړي په فضا کې یو میلیون د مالوماتو مرکزونه ځای پر ځای کړي. هغه هیله لري دا به پر ځمکه د شته مرکزونو د زیاتېدونکي اړتیا په پوره کولو کې مرسته وکړي، ځکه د مصنوعي ځیرکتیا کارونه ورځ تر بلې ډېرېږي.