د افریقا هغه دښته چې بریتانیا ته ترې سابه وړل کېږي

    • Author, ډان سالادينو
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

که تاسو په ژمي کې بریتانیا کې جواری، شنه لوبیا یا شنه پیاز خوړلي وي، نو ډېره شونتیا یې دا ده چې دا به د شمالي سینیګال د لوی دښتې په څنډه کې له یوه پټي یا فارمه وړل شوي وي. د لوېدیځې افریقا دا هېواد اوس د بریتانیا د خوړو په رسولو کې یو مهم لوبغاړی ګرځېدلی.

د شنو پاڼو او ډډونو تر شا، د "دیارا" غږ اورېدل کېږي چې پر کار بوخته ده. هغه جوار چې دیارا رېبلي دي، دومره ډېر او بوټي یې دومره لوړ دي چې هغه د جوارو د ټانټو په ټوپونو کې بیخي ورکه ښکاري. دلته کار خورا سخت دی. د سینیګال په دې شمالي سیمه کې چې دښتې ته نږدې ده، د کال په دې وخت کې تودوخه له ۳۵ درجو اوړي او باران ډېر کم یا بیخي نه وي.

دیارا او د هغې ډله په خورا چټکۍ سره جوار ټولوي. په یوه ساعت کې به دا جوار د یخولو مرکز ته ولېږدول شي چې د سانتي ګراډ صفر درجې ته یخ کړل شي. له هغې لږ وروسته، دا په لاریو کې د پلازمېنې ډاکار بندر ته لېږدول کېږي او په کښتیو کې بارېږي. شپږ ورځې وروسته، دا محصولات د بریتانیا په یو سوپر مارکېټ کې د پلور لپاره رسېږي.

دیارا له هغو ۹ زرو کارکوونکو ده، چې ډېر یې ښځې دي او د سینیګال په "سانټ لويس" سیمه کې په هغو دوو فارمونو کې کار کوي چې د بریتانوي شرکتونو لخوا اداره کېږي. د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ، که تاسو د بریتانیا په لویو پلورنځیو لکه ټیسکو، سینسبري، ازډا، الډي او لیډل کې وګرځئ، نو شنه پیاز، مولۍ، شنه لوبیا، سره مرچ، کدو او جوار به وګورئ چې د "سنګال تولید" نښه پرې لګېدلې وي.

ښايي تاسو فکر وکړئ چې تود اقلیم او وچه شګلنه ځمکه د مېوو او سبو لپاره مناسب ځای نه دی، خو د دښتې په یوه څنډه کې د بریتانیا دوه لوی شرکتونو جي فریش (G's Fresh) او بارفوټس (Barfoots) په زیاته کچه خواړه کري.

دا فارمونه د ۲۰۰۰ کال لومړیو کې جوړ شو. هغه وخت یو فرانسوي انجنیر او سوداګر، مایکل لوران، د "ګوګل ارټ" له لارې د خوړو د تولید لپاره د نویو ځایونو لټون پیل کړ. هغه دا معلومه کړه چې سانټ لويس د لمر رڼا، ځمکه او کارګران په کافي اندازه لري. که څه هم باران کم دی، خو د سینیګال سیند ۱۶۰۰ کیلومتره پر اوږدوالی د موریتانیا سره په شمالي پوله کې بهېږي. د دې سیند اوبه د کانالونو، پمپونو او نلونو د یوه پیچلي بهیر له لارې وچو ځمکو ته رسول کېږي چې دغه سپېره دښته زرغونه کړي.

لوران وايي: "کله چې موږ پیل وکړ، دلته هیڅ نه وو، یوازې وچه او شاړه ځمکه وه." خو اوس دا فارمونه ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه پوښي، چې د فوټبال له ۳۰۰۰ لوبغالو سره برابره ده. د "جي فریش" شرکت چې مرکز یې د بریتانیا په کمبریج شایر سیمه کې دی، په ۵۰۰ هکټاره ځمکه د خپلې سینیګالي څانګې "د لوېدیځې افریقا فارمونو" له لارې په اونۍ کې ۲ میلیونه بنډله شنه پیاز، ۱۰۰ ټنه شنه لوبیا او ۸۰ ټنه مولۍ بریتانیا ته صادروي. ۷۰ سلنه تولید بریتانیا او پاتې نور جرمني او هالنډ ته ځي.

تر ټولو لوی فارم یې د "بارفوټس" او د مایکل لوران لخوا د جوړ شوي شرکت "SCL" ګډه پروژه ده. دا فارم هر کال بریتانیا ته ۵۵ میلیونه د جوارو وږي، سره مرچ او کدو ورلېږي. دا محصولات په لاریو کې ډاکار بندر ته او له هغه ځایه په کښتیو کې په ۳۰۰۰ میله اوږده لار بریتانیا ته رسېږي.

بریتانیا د خپل اړتیا وړ خوړو ۴۰ سلنه له بهره راوړي، خو په ژمي کې د تازه سبو د وارداتو کچه ۹۰ سلنې ته رسېږي. پخوا به دا محصولات له جنوبي اروپا یا د پیرو په څېر هېوادونو راتلل، خو اوس د اقلیمي بدلونونو، په اسپانیا کې د وچکالۍ او د الوتکو له لارې د لېږد د لګښت د زیاتوالي له امله، لوېدیځه افریقا په بازار کې د یوه نوي لوبغاړي په توګه راڅرګنده شوې ده.

د شنونکو په وینا، له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل (برېکزیټ) هم سینیګال ته د بریتانیا پام ډېر کړی دی. سینیګال یو باثباته هېواد دی او سره له دې چې بهرني شرکتونه ځمکه نشي اخیستی، خو د اوږدې مودې لپاره یې په اجاره نیولی شي. د "بارفوټ" مدیر، جولیان مارکس وايي: "موږ دومره ډاډه وو چې په خپلو عملیاتو کې مو ۷۰ میلیونه پونډه پانګونه وکړه."

خو دا هر څه سینیګال ته څه ګټه لري؟ د ۹ زره دندو رامنځته کول یوه لویه لاسته راوړنه ده، ځکه په سینیګال کې د بېکارۍ کچه ۱۹ سلنې ته رسېږي. که څه هم په پیل کې ځینو فعالانو دا د "نوي استعمار" یو ډول باله، خو اوس ډېر خلک ترې خوښ دي. په دغو فارمونو کې د یوې ورځې لږ تر لږه معاش شاوخوا ۴.۵ ډالره (۳ پونډه) دی.

د "جي فریش" مدیر ډېریک ویلکنسن وايي: "کله چې موږ په بریتانیا کې شنه پیاز کرو، ۶۰ سلنه لګښت د کارګرانو وي، خو په سینیګال کې دا لګښت تر دریمې برخې هم کم دی." ان د ټرانسپورټ لګښت ته په کتو، هغه باور لري چې په نږدې راتلونکي کې به له سینیګاله واردات د بریتانیا له خپل تولیده ارزانه پرېوځي.

خو له دومره لیرې واټنه د سبو راوړل د چاپیریال لپاره ښه دي؟ د خوړو د چارو کارپوه "ټیم لانګ" وايي: "نه". که څه هم د کښتۍ له لارې لېږدول د الوتکې په پرتله لږ زیان لري، خو بیا هم دا لېږد رالېږد د نړۍ د تودوخې په زیاتوالي کې ونډه لري. هغه باور لري چې بریتانیا باید هڅه وکړي په خپله خاوره کې د داسې فصلونو کښت ډېر کړي چې له اقلیم او فصلونو سره برابر وي، د دې پر ځای چې له افریقا محصولات وارد کړي.