چارواکي: بلوچستان کې په دوو بریدونو کې د امنیتي کسانو په ګډون نهه تنه وژل شوي

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

پاکستاني چارواکي وايي چې د بلوچستان په دوو ولسوالیو کې دوه جلا بریدونه شوي چې لږترلږه نهه تنه پکې وژل شوي دي. پرون هم له بلوچستانه د دوو بریدونو خبر ورکړل شوی و.

د بي‌بي‌سي اردو د خبر له مخې، په وژل شوو کې درې امنیتي کسان او شپږ عام خلک دي. په دغو بریدونو کې څلور تنه ژوبل شوي هم دي.

د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ دا بریدونه غندلي او اعلی وزیر یې میر سرفراز بوګټي ویلي چې عاملانو ته به یې د "خپلو اعمالو سزا ورکړل شي."

لومړی برید

ځايي چارواکي وايي چې لومړی برید ډيورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښار ته نږدې شوی او د پاکستان امنیتي کسان پکې په نښه شوي دي.

بي‌بي‌سي اردو ته د کوټې یوه لوړپوړي چارواکي د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د امنیتي کسانو یو موټر پر 'روغاني سړک" تېرېده چې نامعلومو وسله‌والو پرې برید وکړ.

د دغه چارواکي په وینا، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او یو ژوبل دی چې اوس ځايي روغتون ته وړل شوي دي.

ده ویلي چې د پېښې تر شا انګېزه تر اوسه معلومه نه ده او په اړه یې پلټنې روانې دي.

د دغه برید مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی خو په تېر کې د دا ډول بریدونو مسؤلیت ځينو هغو وسله‌والو ډلو منلی چې پاکستان کې منع او پرې بندیزونه لګېدلي دي.

دویم برید

د شپږو کسانو د وژلو پېښه د بلوچستان د 'کیچ' ولسوالۍ په 'بلیده' سیمه کې شوې.

بي‌بي‌سي اردو د تربت سیمې د پولیسو د یوه چارواکي ظهیر احمد له قوله ویلي چې په دغه برید کې نامعلومو وسله‌والو یو کور په نښه کړی دی.

د مکران سیمې یوه بل لوړپوړي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط ورته ویلي چې په دې پېښه کې وسله‌والو د عبدالحمید په نوم د یو سړي کور په درنو وسلو سره په نښه کړی او وروسته یې ډزې هم کړې دي.

دغه چارواکي ویلي‌ چې په برید کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

پر خواله‌رسنیو د دغه برید اړوند ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي چې ځينې مړي او د کور څو برخې پکې سوځېدلي ښکاري او د یوه مړي ترڅنګ سوې وسله هم پرته ده. خو بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دا ویډيوګانې نه شي تاییدولی.

که څه هم چارواکو د پېښې د پلټنې خبره کړې خو د لومړنیو شواهدو پرمټ یې دا یوه "هدفي وژنه" بللې ده. نور جزیات یې نه دي ورکړي چې دا سړی څوک و او څه فکر کوي چې په څه دلیل په نښه شوی دی.

د کیچ سیمه د ایران پولې په ۶۰ کیلومترۍ کې پرته ده او له اوږدې مودې راهیسې پکې د بلوڅ بېلتون‌پالو ډلو وسله‌وال فعال دي.

خو د دغه برید مسؤلیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

د بلوچستان ولسي جرګه یا اسمبلۍ کې پر دواړو پېښو خواشيني څرګنده شوه او وغندل شوې.

د یادولو ده چې پرون سې‌شنبه (کب ۵/فبروري ۲۴) هم له بلوچستانه د دوو پېښو خبرونه ورکړل شول چې په یوه کې د دوو افغان ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي او درې نور ژوبل وو.

بله پېښه د ایران پولې ته څېرمه د همدغه پنجګور په چیدګي سیمه کې شوې وه چې د یوه ځايي چارواکي په وینا، شپږ تنه پکې ووژل شول.

دغه چارواکي وژل شوي کسان حاجي‌ داود خان او د هغه ملګري یاد کړي وو او ویلي وو چې نامعلومو وسله‌والو کمین ورته نیولی و او ټول یې وژلي دي. د هغه په خبره، دوی د پنجګور د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي او د پاکستان حکومت له ملاتړو بلل کېده چې وسله‌والو یې دوه موټر وسوځول او هغوی یې ووژل.