تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بياېلاې) مشر بشير زيب څوک دی؟
- Author, ساره عتیق
- دنده, بيبيسي اردو، اسلام اباد
د بلوچستان مرکز کوټې په ګډون پر ګڼو ښارونو د (بياېلاې) یا "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" له لوري تر تازه بریدونو مخکې دې ډلې یوه ویډيو هم خپره کړې وه.
په ویډيو کې په یوه نامعلوم ځای کې پر درېیو موټرسایکلونو شپږ کسان سپاره ښکاري چې وسلې ورسره دي. د نورو مخونه پټ دي خو یوازې د یوه کس مخ څرګند دی.
بياېلاې ادعا کړې چې دا د دې ډلې مشر بشیر زیب و او دا ادعا هم شوې چې بشیر زیب په خپله هم په دغو تازه بریدونو کې برخه اخیستې وه.
بياېلاې دا نه ده روښانه کړې چې دا ويډيو په کوم ځای کې ثبت شوې خو د بلوچستان اعلی وزیر مير سرفراز بوګټي دعوه کړې چې دا ويډيو په افغانستان کې ثبت شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه د دغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې په ځلونو په افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د شتون ادعا رد کړې ده.
د یادولو ده چې تېره شنبه د منع شوې ډلې بياېلاې وسلهوالو د کوټې، مستونګ، قلات، نوشکي، خاران، دالبندين، تربت، تمپ، ګوادر او پسني په ګډون په يو شمېر نورو سيمو کې بېلابېل هدفونه په نښه کړل.
د بلوچستان د اعلی وزیر په وینا، په دغو بريدونو کې ټولټال ۳۱ ولسي وګړي او ۱۷ امنيتي سرتېري ووژل شول او د ۱۴۵ بريدګرو د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.
له لسو کلونو ډېره موده کېږي چې بياېلاې په بلوچستان کې فعاله ده. خو په وروستيو کلونو کې د دې وسلهوالې ډلې او تر چتر لاندې یې د بلې څانګې (مجید بریګېډ لوا) بریدونه هم د پراخوالي او هم د شدت له پلوه زیات شوي دي.
بياېلاې یا "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" باندې پاکستان او امریکا دواړو بندیزونه لګولي دي.
د یادولو ده چې د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ له بريد راهیسې د دې ډلې له لوري د شوو ګڼو بریدونو په تړاو بشیر زېب د پاکستان حکومت ته یو مطلوب کس دی.
پر بشير زیب د څو بریدونو د طراح تور پورې دی چې په هغو کې په ۲۰۲۰ کې د کراچۍ پر 'سټاک اېکسچېنج' برید، د کراچۍ پوهنتون کې پر چینايي استادانو د یوې ښځينه ځانمرګې برید او همداراز د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې د چینايي انجینیرانو پر موټر برید شامل دی.
د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې د چينايي انجنيرانو پر ګاډي د بريد په قضيه کې محکمې هغه "فرار" اعلان کړی دی.
خو يو وخت داسې هم و چې بشير زيب د کوټې پر واټونو د محصلانو په سیاسي فعالیتونو کې ډېر فعال و. موږ د ده په اړه له خبريالانو او پخوانيو او اوسنیو امنيتي چارواکو سره خبرې کړې دي. د دې ترڅنګ مو د بشیر زیب له خپلو لیکنو او هغه مهال د باېساو یا (بلوچ سټوډنس اورګنایزېشن-ازاد) په نوم د بلوڅ محصلانو ادارې د مشر په توګه د ده له کړو مرکو هم معلومات اخیستي دي چې وګورو، بشير زیب په اصل کې څوک دی او څنګه د بياېلاې غړی شو.
بشير زيب څوک دی؟
د خبريال کيا بلوڅ په وينا، بشير زيب د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ د احمدوال سيمې په یوې متوسطې کورنۍ کې زېږېدلی دی او له محمد حسني قبیلې سره تړاو لري.
ښاغلی بلوڅ وايي چې د بشير زیب پلار په روغتیايي برخه کې کار کاوه او بشير په خپله لومړنۍ زدکړې په نوشکي کې، منځنۍ او لوړې زدکړې یې د کوټې د سریاب روډ په (ډګري کالج) کې کړې دي.
کیا بلوڅ زیاتوي چې بشير زيب د کوټې له پوليتخنیک پوهنتونه د میخانیکي انجینیرۍ په برخه کې ډېپلوم ترلاسه کړی او وروسته یې د بلوچستان پوهنتون کې د بلوڅي ادبياتو ماسټري پيل کړه خو د زدکړو پر مهال پرې پوهنتون ته پر تګ بندیز ولګول شو.
د دغه بندیز لاملونه د زدکړیالانو د بېلابېلو تنظیمونو، په ځانګړي ډول د باېساو یا (بلوچ سټوډنس اورګنایزېشن-ازاد) او د پښتنو د ځینو ملتپالو تنظیمونو ترمنځ نښتې بلل کېږي.
د بشير زیب سیاسي فعاليتونه د کوټې له پوليتخنیک پوهنتونه پيل شول. دی هلته له ۲۰۰۶ کاله تر ۲۰۱۲ پورې د باېساو-ازاد په نوم د بلوڅ محصلانو ادارې مشر و.
که څه هم د بياېساو ګڼې څانګې شته خو د بياېساو-ازاد څانګې بنسټ په ۲۰۰۲ کال کې ډاکټر الله نذر بلوڅ ايښی چې اوسمهال د بلوڅ بېلتونپالو د یوې بلې ډلې بياېلاېف یا (بلوڅ لېبرېشن فرنټ) مشر دی. دی هم د پاکستان حکومت له لوري پر امنيتي ځواکونو د بريدونو او د "رياستضد کړنو" په تور تر څار لاندې دی.
د پاکستان حکومت تور پورې کوي چې ګواکې بياېساو-ازاد د بلوڅ وسلهوالو ډلو لکه بياېلاېاو بياېلاېف لپاره د ځوانانو د جلبولو وسيله ده او هغوی تاوتريخوالي ته هڅوي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې پر بياېساو-ازاد بنديز ولګاوه.
که څه هم د بشير زيب د مشرۍ پر مهال پر بياېساو-ازاد بنديز نه و خو د خبريال کيا بلوڅ په وينا، په هغه وخت کې به بشير زيب په کوټه کې د ځوانانو ترمنځ د پاکستان ضد ليکنې وېشلې او ډېر کله به يې په احتجاجي لاريونونو او غونډو کې د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت پر تګلارو سختې نیوکې کولې.
د بشير زيب د ليکنو له جاجاخیستنې داسې برېښي چې هغه یوازې د پاکستان پر ریاست نه بلک پر بلوڅ ملتپالو ګوندونو هم سختې نیوکې کولې.
په يوه ليکنه کې یې کښلي چې د بياېساو-ازاد د غړي په توګه يې پوره هڅه کړې وه چې پر دغه تنظيم د بياېنپي مېنګل په څېر د ګوندونو اغېز باید و نه اوسي.
د خبريال کيا بلوڅ په وينا، امنيتي ادارو څو ځله د بشير زيب د نيولو لپاره پر پوهنتون چاپې ووهلې خو ناکامې شوې او دی ترې بچ شو.
بشير زيب کله د وسلې لار خپله کړه؟
حمل حيدر بلوڅ د بشير زيب د محصلۍ د دورې د سیاسي فعالیتونو پرمهال ملګری و.
دی وايي چې بشير زيب هېڅکله هم د ده په مخکې د وسلې اخيستو او د پاکستان رياست پر ضد د جګړې خبره نه ده کړې.
خو په ۲۰۱۴ کې بشیر زیب په خپله یوه لیکنه کې د دې اپوټه څه ویلي. هغه په دغه کال یوه لیکنه خپره کړې چې عنوان یې دی، "د ازادۍ پر لویه لاره لنډ سفر: زما په مخکې ځينې تضادونه."
په دې لیکنه کې بشير زیب د ډاکټر الله نذر له نظریې اغېزمن برېښي او غوښتل یې چې وسلهوالې مبارزې ته مخه کړي.
د دې لیکنې له مخې، کله چې ده ته د ډاکټر الله نذر په بياېلاېف ډله کې د غړیتوب په اړه له تمې سره سم ځواب ور نه کړل شو نو بشیر زیب د بياېلاې یا "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" ډلې غړی شو.
له همدې ليکنې دا هم څرګندېږي چې بشير زيب د بياېساو-ازاد د مشرۍ پرمهال هم د بياېلاې په تنظيمي چارو کې لاس درلود.
د يادونې ده چې د بياېساو-ازاد د منشور له مخې، "که څه هم تنظيم د بلوچستان د ازادۍ او وسلهوالې مبارزې ملاتړ کوي خو کوم کسان چې وسله اخلي نو هغوی به د بياېساو-ازاد له غړیتوبه تېريږي او نور به د دغه تنظیم غړي نه وي."
په بياېلاې کې د بشير زيب ګډون او ډلبندي
بشير زيب په ۲۰۱۸ کال کې د محصلۍ سیاست سره بیخي خدای پاماني وکړه او په رسمي ډول د بياېلاې غړی شو.
باید یاده شي چې "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" یا (بلوڅ لېبرېشن ارمي) لومړی ځل د ۱۹۷۰ لسيزې په پيل کې رامنځته شوه.
په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان حکومت بياېلاې منع شوې ډله وګرځوله او چارواکو د نواب خير بخش مري زوی نوابزاده بالاچ مری د دې ډلې مشر و باله.
د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې د بالاچ مري د وژل کېدو خبر ورکړل شو او بياېلاې ادعا وکړه چې هغه افغانستان ته نږدې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د بالاچ مري تر وژل کېدو وروسته پاکستانيو چارواکو د هغه ورور نوابزاده حېربیار مری چې په بریتانيا کې مېشت و، د بياېلاې مشر باله خو حېربيار مري په پرلهپسې ډول د هر ډول وسلهوالې ډلې د مشرۍ ادعا رد کړې ده.
وروسته د اسلم بلوڅ نوم د بياېلاې په مشرتابه کې راڅرګند شو او هغه د تنظيم له مرکزي قومندانانو وشمېرل شو.
د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سيټيډي) يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، بيبيسي ته وويل چې بشير زيب د بياېلاې د قومندان او د مجيد بريګېډ لوا د بنسټګر اسلم بلوڅ نږدې ملګری و خو د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې دواړه له تنظيمي اصولو د سرغړونې له امله له بياېلاې وایستل شول.
د هغه مهال په بيان کې پر اسلم بلوڅ تور لګول شوی و چې ګواکې هغه د مشرتابه له اجازې پرته د درملنې لپاره هند ته تللی و او بشير زيب هم د تنظيم اصول مات کړي وو.
تر هغه وروسته اسلم بلوڅ او بشير زيب يوه نوې ډله جوړه کړه چې نوم يې هم بياېلاې شو او ډېری غړي يې د مخکېنۍ ډلې وو.
اسلم بلوڅ (اچو) د دې نوې ډلې قومندان وټاکل شو خو په ۲۰۱۸ کې په افغانستان کې په یوه ځانمرګي بريد کې تر وژل کېدو وروسته د دغه تنظيم مشري بشير زيب ته وسپارل شوه.
د بشير زيب په مشرۍ د بياېلاې په بريدونو کې زیاتوالی
چې کله بشیر زیب د بياېلاې مشر شو نو هم یې د پاکستان ریاست پر ضد فعالیتونو ډېر شول او هم یې د فعالیت په ډول کې هم ډېر څرګند بدلونونه راغلل.
د بلوچستان د پولیسو پخوانی مرستیال عبدالرزاق ادعا کوي چې د بېلابېلو بلوڅ تنظیمونو د یوځای کولو یا مدغمولو تر شا هم د بشیر زیب لاس و. د حمل حيدر په وينا، بشير زيب له پيله د وسلهوالو تنظيمونو د یووالي یا اتحاد پلوی و.
د هغه په مشرۍ کې د بياېلاې له خوا په شوو ځانمرګو بريدونو کې د لوستو نارينهوو او ښځو د ګډون ادعاوې کېږي.
عبدالرزاق وايي چې د بشير زيب په څېر د بياېلاې تر مشرۍ د يوه لوستي کس رسېدل ښايي دې ډلې ته د لوستو بلوڅ ځوانانو د ورجذبېدو یو لامل وي.
د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې بياېلاېف یا (بلوڅ لېبرېشن فرنټ)، بيارجي یا (بلوڅ رېپبلېکن ګارډز) او بياېلاې تنظیمونو اتحاد اعلان کړ چې نوم یې بياراېاېس یا (پلوڅ راجي اجویي سنګر) کېښودل شو. په دې کې اېساراې یا (سندو دېش رېولوشنري ارمي) ډله هم شامله ده.
بياېلاې ادعا کوي چې د دغه تنظیم بېلابېلې څانګې دي لکه د ځانمرګو بريدونو لپاره ځانګړې مجيد بريګېډ لوا، د هدفي وژنو او تښتونو ډله، استخباراتي څانګه او رسنيزه څانګه.
خو د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سيټيډي) یو چارواکی اعتزار احمد ګورایا وايي چې دا څانګې دومره سره منظمې نه دي او په وینا یې، دا د دې ډلې "تبلیغات" دي.
"بشير زيب بلوڅ تحريک پر ترهګرۍ واړاوه"
ځينې شنونکي پر دې باور دي چې ګواکې بشیر زیب بلوڅ تحریک ته "سخت زیان" رسولی دی.
دوی وايي چې د ځانمرګو بريدګرو په توګه د ښځو کارول او د سفارتونو او عامو وګړو په نښه کول هغه تګلارې دي چې بلوڅ تحريک يې "ترهګرۍ" ته اړولی دی.
څېړونکی او شنونکی ملک سراج اکبر وايي، "د بياېلاې مشرتابه یو اخلاقي حد ټاکلی شو چې [په خپله مبارزه کې] د ښځو له کارولو ډډه وکړي خو له دې سره سره چې د دې کار پر منفي پایلو پوهېږي، بیا هم یوازې د زیاتې رسنيزې پاملرنې لپاره یې د ښځينه ځانمرګو بريدګرو کارول روان ساتلي دي."
د سيټيډي چارواکی اعتزار احمد ګورایا وايي چې د بشير زيب د کورنۍ ځينو غړو دولتي دندې هم ترسره کړې دي خو د نورو لوستو ځوانانو ژوند "په ځانمرګو بريدونو کې ضايع کوي."
د ترهګرۍ ضد چارو کارپوه او د قائداعظم پوهنتون استاد ډاکټر خرم اقبال وايي، "څومره چې د بياېلاې بريدونه بوږنوونکي کېدل، هماغومره یې له بلوچستانه بهر ملاتړ کمېده او تر ټولو ډېر زيان يې بلوڅ تحريک ته ورساوه. ځکه چې په نړیواله کچه عام فکر د ځانمرګو بريدونو پلوی نه دی."
دی زياتوي چې که څه هم د بريدونو له امله د بياېلاې د فعالیتونو په اړه رسنيز پوښښ ډېر شوی دی خو له بلوچستانه بهر د دې ډلې د عامه ملاتړ کمېدل به بلاخره د دوی پر ضد د پوځي عملیاتو ملاتړ ته لار هواره کړي؛ هغه څه چې ګټه به یې د پاکستان امنیتي ادارو ته ورسېږي.