تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نشنل جیوګرافیک د هغه مشهور انځور کیسه د شربت ګلې له خولې: 'کاش دا عکس هېڅکله نه وای اخیستل شوی'
- Author, نجیبه لېمه
- دنده, د زړه خواله خپرونه
څلور نيمې لسيزې وړاندې، د يوې افغانې نجلۍ له شنو سترګو سره انځور د نړيوال انځوريز ژورنالېزم د تاريخ له تر ټولو پېژندل شوو عکسونو څخه وګرځېد؛ هغه انځور چې د نشنل جيوګرافیک مجلې پر پوښ خپور شو او د ميليونونو خلکو لپاره د افغانانو د جګړې او بېکورۍ نښه وګرځېده.
خو هغه نجلۍ چې په دغه چوکاټ کې ولاړه وه، وايي دا انځور د نېکمرغۍ پيل نه و، بلکې د داسې لارې پيل و چې هېڅکله يې خپله نه وه غوره کړې.
شربت ګله چې د ژوند په اوږدو کې د دويم ځل لپاره مهاجره شوې، بيبيسي ته د زړه خواله په پروګرام کې وویل، غواړي د خپل ژوند کيسه د يو کتاب په بڼه خپره کړي. دلته مې د هغې له خبرو څخه يوه لنډه ټولګه راټوله کړې ده.
"د کمرې له نامه مې کرکه راځي"
کله چې لومړی ځل ورسره وغږېدم، ځوابونه يې يوازې په "هو" او "نه" کې راټول وو. غوښتل مې نيم ساعته مرکه وکړم، خو په سخته تر ۱۷ دقيقو ورسېدو. ترې مې وغوښتل چې نور وضاحت ورکړي.
شربت ګله، چې سترګې يې اندېښمنې او له اضطرابه ډکې وې، وويل:
"د کمرې له نامه مې کرکه راځي. ان د کمپيوټر کمرې ته هم کتلای نه شم."
څو ورځې وروسته مې بيا ورته زنګ وواهه. دا ځل د کورنۍ د غړو په مرسته مو خبرې له سره پيل کړې. ارامه وه. ويې ويل:
"نجیبه جانې خورې، زه تا پېژنم. تا به په راډيو کې ماشومانو ته کيسې ويلې."
مننه مې ترې وکړه. هغه کيسې چې پنځه ويشت کاله وړاندې مې په راډيو کې ويلې، د مهاجرت په خيمه کې يې اورېدلې وې. احساس مې وکړ چې دا ځل لږه ارامه شوې ده.
ماشومتوب، جګړه او د مور مړينه
ترې مې د ماشومتوب د کور په اړه وپوښتل. شربت ګلې وويل چې د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. د کور ډېر څه نه ور په يادېدل، خو مور يې ښه په ياد وه، هغه مور چې ناروغه وه.
ويې ويل:
"مور مې دردونه لرل. څو ډاکتران مو راوستل. يوه وويل چې مور مې اپنډېس لري. خو هغه وخت سخته جګړه روانه وه؛ زموږ پر سر الوتکې وې او پر ځمکه ټانکونه. روغتون ته د مور رسول امکان نه درلود. مور مې ډېر درد وکښلو او چيغې يې وهلې. سهار ته مړه وه."
له افغانستانه تېښته؛ 'زما د پښو ټول نوکان په بوټانو کې پراته وو'
ترې مې د هغې ورځې پوښتنه وکړه چې له افغانستانه مهاجر شول. هغه ورځ يې ښه په ياد وه. ويې ويل پلار يې پرېکړه وکړه چې په هره ممکنه لاره کورنۍ له افغانستانه وباسي. ژمی سخت و. له کوره ووتل او د سپين غر له غرونو تېر شول.
کله چې به هوايي بريدونه پيل شول، په غارونو کې به پټ شول او چې به ارامي راغله، بيا به يې مزل پيل کړ.
ويې ويل:
"پنځه شپې او ورځې مو پیاده مزل وکړ. کله چې لوړګې ته ورسېدو او بوټان مې وایستل، ومیلیدل چې زما د پښو ټول نوکان په بوټانو کې پراته وو."
شربت ګل چې مور يې له لاسه ورکړې وه، هماغه مهال يې پلار هم وفات شو او له ورور او خويندو سره يو ځای د ناصرباغ په کمپ کې مېشته شوه.
په ناصرباغ کمپ کې ژوند:
ترې مې وپوښتل، په کمپ کې ژوند څنګه و؟ ويې ويل:
"هغه شپې چې باد او باران به و، موږ به خوب نه درلود. له ورور او خويندو سره به مو تر سهاره د خيمې څنډې نيولې وې."
مرستې ډېرې کمې وې؛ يوازې د ژوندي پاتې کېدو تر بريده. خو بيا هم په کمپ کې يو مکتب و او شربت ګلې درې کاله زدهکړې وکړې. هيله يې لرله چې ښوونکې يا ډاکتره شي؛ خو دا هيلې ډېر ژر نيمګړې پاتې شوې.
هغه ورځ چې "دا عکس" واخيستل شو
شربت ګله مې هغې ورځې ته بوتله چې «دا عکس» واخيستل شو؛ هغه عکس چې د هغې برخليک يې بدل کړ.
راته یې وویل، په ۱۹۸۴ کال کې، يوه ورځ له مکتبه وروسته، د مکتب يوه کارکوونکي د هغې نوم واخيست. شربت ګلې مخ ور واړاوه او هماغه شېبه عکاس سټيو مککري هغه انځور واخيست؛ هغه انځور چې يو کال وروسته د ۱۹۸۵ د جون په ګڼه کې د نشنل جيوګرافیک پر پوښ خپور شو.
شربت ګله وايي، هغې نه پوهېده چې له هغې داسې يو عکس اخيستل شوی دی.
هغې وويل چې په ۱۲ کلنۍ کې واده شوه او مکتب يې پرېښود. ژوند يې له ډېرو ستونزو ډک و؛ د مېړه د ناروغۍ يادونه يې وکړه چې په هېپاټايت اخته شوی و.
په ارام غږ يې وويل چې مېړه يې وفات شو.
بيا يې د خپلې ځوانې لور د مړينې کيسه وکړه؛ هغه لور چې هغې هم په همدې ناروغۍ اخته وه او درې کلن ماشوم يې تر شا پرېښود. ترې مې وپوښتل، ستا لپاره به ډېر سخته ورځ وه چې لور دې مړه شوه؟ په ارامۍ يې وويل:
"دا د خدای امتحان وو."
خپله شربت ګله هم پر همدې ناروغۍ اخته شوې وه، خو وايي اوس ويروس له منځه تللی او هر شپږ مياشتې معاينه کوي.
دويم عکس او د کورنۍ غبرګون
سټيو مککري ۱۷ کاله وروسته يو ځل بيا د شربت ګلې عکس واخيست.
هغې وويل، د دويم عکس اخيستل ورته درنې پايلې لرلې. د خپلې کورنۍ او د مېړه د کورنۍ اړيکې ورسره پرې شوې.
ويې ويل مېړه يې ملاتړ کاوه، خو نورو نه بښله.
په پاکستان کې بندي کېدل
ترې مې په پاکستان کې د بندي کېدو په اړه وپوښتل.
په څېره يې خپګان ښکاره شو. ويې ويل:
"په پاکستان کې دومره ډېرمهاجر شته، ولې يې زه میډیا ته را و ایستلم؟ ځکه چې ویې ویل هغه عکس والا ښځه ده."
هغې وويل، د شپې ناوخته پاکستاني پوليس راغلل او له کوره يې زندان ته يوړه. د افغانستان د سفارت له مداخلې وروسته، روغتون ته ولېږدول شوه او بيا له کورنۍ سره يو ځای بېرته افغانستان ته ولېږل شوه.
بېرته ستنېدل او بيا له وطنه وتل
ترې مې د بېرته ستنېدو د لومړۍ شېبې پوښتنه وکړه. ويې ويل:
"لومړی څه مې چې وليدل، د افغانستان بيرغ و."
هغې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې او د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د کور د کيلۍ اخيستو يادونه وکړه.
خو دا ارامي اوږده نه وه او شربت ګلې د دويم ځل لپاره هم وطن پرېښود. ويې ويل:
"لومړی ځل ماشومه وم، نه پوهېدم چې مهاجرت څه ته وايي. دا ځل مې ټوله لاره ژړل."
لومړی ايټاليا ته ولاړه او بيا جرمني ته ورسېده.
نن شربت ګله له خپلو اولادونو او لمسيانو سره په اروپا کې ژوند کوي.
د مرکې پر مهال يې د لومړي ځل لپاره موسکا وکړه او ويې ويل چې له کورنۍ سره ارام ژوند لري. د هغې کشره لور هيله لري چې ډاکتره شي. د خپل کتاب په اړه يې وويل:
"غواړم خپله کيسه وليکم. دا يوازې زما د ژوند کيسه نه ده، دا د افغانستان د ښځو او ماشومانو د درد کيسه ده."
"که پوهېدلې وای، هېڅکله به مې اجازه نه ورکوله"
په پای کې مې ترې وپوښتل، که بېرته د عکس هغې ورځې ته ولاړه شي، ايا بيا به دا عکس واخلي؟
بېله ځنډه يې وويل: "هېڅکله نه."
د عکاس لپاره يې پيغام دا و:
"که د چا عکس اخلې، لومړی د هغه د کورنۍ او مشرانو اجازه واخله."
تر مرکې وروسته، د توازن او د ځواب د حق د رعايت لپاره مې له عکاس سټيو مککري سره اړيکه ونيوله او د شربت ګلې خبرې مې ورولېږلې، څو پر يادو شوو ټکو ځواب ووايي؛ خو د دې راپور تر خپرېدو پورې مو کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.