تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي د اروپايي هېوادونو سفیران یې احضار کړي دي
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، تېره ورځ او نن د اروپايي ټولنې د هغو ټولو هېوادونو استازي دغه وزارت ته احضار شوي، چې په تهران کې سفارتونه لري.
اسماعیل بقايي ویلي، دا ګام اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو سازمانونو نوملړ ته د سپاه پاسداران ځواکونو د ورځایولو له کبله پورته شوی دی.
هغه وویل چې "موږ د اقداماتو یوه ټولګه ارزوو، ځینې غوراوي تیار شوي او پرېکړې لپاره تصمیمنیوکو ادارو ته لېږل شوي دي."
ښاغلي بقايي زیاته کړه: "فکر کوو چې په راتلونکو ورځو کې به د دغه غیرقانوني او ناموجه ګام پر وړاندې د ایران د متقابلو اقداماتو په اړه پرېکړه وشي."
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند تور پورې کړ چې ګوندې اروپايي هېوادونه دا وړ اقدامات د امریکا او اسرائیلو د خوشالولو لپاره کوي.
ښاغلي بقايي له متحدو ایالتونو سره د روانو خبرو اترو په اړه وویل: "په دې پړاو کې، مختلف ټکي تبادله شوي او موږ د هرې دیپلوماتیکې پروسې د جزئیاتو د بیاکتنې او پریکړې کولو په حال کې یو، چې هیله لرو په راتلونکو ورځو کې به پایلې ته ورسېږي."
هغه ویلي، "موږ اړتیا نه لرو چې د ډیپلوماسۍ په تړاو خپل جديت او ښه نیت ثابت کړو، دا مو ثابته کړې ده. مقابل لوري په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې او تېروتنې کړې دي."
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ روانه اوونۍ اعلان وکړ چې په سیمه کې د متحدو ایالتونو د پوځي ځواکونو له پیاوړي کېدو وروسته، ایران په "جدي مذاکراتو" بوخت دی.
هغه هیله وښوده چې خبرې اترې به یوې "د منلو وړ" پایلې ته ورسېږي.
وروسته د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني هم تایید کړه چې د مذاکراتي اډانې کار د پرمختګ په حال کې دی.
اروپايي ټولنې د تېرې اوونۍ وروستیو کې اعلان وکړ چې د ایران سپاه پاسداران یې د ترهګرو ډلو نوملړ کې شامل کړي دي.
د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، چې دا ګام یې د ایران د رژیم لخوا د وروستیو دولت ضد احتجاجونو د ځپنې له کبله پورته کړی دی.
د بشري حقونو ډلې د ایران امنیتي ځواکونو لخوا چې سپاه پاسداران هم په کې دي، د ډسمبر او جنورۍ میاشتو د څو اوونیو احتجاجونو پر مهال د زرګونو لاریون کوونکي د وژل کېدو اټکل کوي.
دا پرېکړه سپاه پاسداران ځواک، چې په ایران کې یو ستر پوځي، سیاسي او اقتصادي ځواک دی، د القاعدې او داعش په څېر جهادي ډلو سره یوه کتار کې دروي.
د دې ټولنې جګپوړې دیپلوماتې کایا کالاس په دې هکله ویلي وو د لاریونوالو دغه ''ځپنه بې ځوابه نه شي پاتې کېدای."
هغې زیاته کړې وه: ''هر هغه رژیم چې خپل زرګونه خلک وژني، د زوال پر لور روان دی."
سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ایران کې د ۱۹۷۹م کال له انقلاب لږ وروسته د دې لپاره جوړ شو چې حاکم نظام وساتي. اټکل کېږي چې دغه ځواک شاوخوا ۱۹۰ زره فعال غړي لري.