نړیوال جام کې له هند سره د پاکستان نه لوبېدو پرېکړې ته د کرېکټ نړیوالې شورا غبرګون: 'دا به اوږدمهاله اغېزې ولري'

د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې د پاکستان له لوري له هند سره د لوبې نه کولو د پرېکړې په اړه، د کرېکټ نړيوالې شورا (اسی سی سی) د دوه اړخيزې حل لارې د موندلو غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې دا پرېکړه کېدی شي په پاکستان کې پر کرېکټ اوږدمهاله اغېز ولري.

د کرېکټ نړيوالې شورا په يوه بيان کې ویلي چې د پاکستان کرېکټ بورډ رسمي دریځ ته په تمه دي خو د جزوي ګډون پرېکړه د نړيوالو سپورټي سياليو له بنسټيز اصل سره سمون نه لري، "له ټولو هغو لوبډلو چې په نړيوالو ټورنمېنټنو کې ګډون کوي، تمه کېږي چې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په مساوي ډول سيالۍ وکړي".

په بیان کې ویل شوي چې د کرېکټ نړيوالې شورا د ټورنمنټونو بنسټ د لوبې پر رښتینولۍ، سیالۍ، تسلسل او انصاف ولاړ دی، او جزوي ګډون د سیالۍ روحیه زیانمنوي.

د کرېکټ نړيوالې شورا په بیان کې زیاته کړې، "که څه هم موږ د ملي پالیسۍ په چارو کې د حکومتونو رول ته درناوی لرو، خو دا پرېکړه د نړیوال ورزش یا د نړۍ د مینه والو، چې پکې د پاکستان میلیونه مینه وال هم شامل دي، په ګټه نه ده".

د بیان له مخې، "د کرېکټ نړیواله شورا هیله لري چې پاکستان کرېکټ بورډ به دا په پام کې ونیسي چې د دې پرېکړې اوږدمهاله پایلې به په پاکستان کې پر کرېکټ څه ډول اغېز ولري. د دې پرېکړې اغېزې به د کرېکټ پر نړیوال چاپېریال هم پرېوځي، چې پاکستان یې برخه دی او ګټه هم ترې اخلي."

په بیان کې ویل شوي، "د کرېکټ نړيواله شورا هیله لري چې پاکستان کرېکټ بورډ به داسې یوې پرېکړې ته ورسېږي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي او د ټولو اړخونو ګټې خوندي کړي."

پاکستان وايي نړيوال جام کې ګډون کوي خو له هند سره نه لوبېږي؛ اغېز به یې څه وي؟

د پاکستان حکومت خپلې لوبډلې ته اجازه ورکړې چې په راتلونکي شل اوریز نړيوال جام کې برخه واخلي خو وايي د هند پر وړاندې سيالۍ کې به ګډون نه کوي.

د يکشنبې په ورځ (۱ فبروري) د پاکستان حکومت وويل، "د کرېکټ لوبډلې ته یې د ای سي سي شل اوريز نړیوال جام کې د ګډون اجازه ورکړې خو پاکستانۍ لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د هند پر وړاندې لوبه نه کوي".

د پاکستان حکومت بيان په داسې مهال کې راغلی چې له څو ورځو راهيسې داسې خبرونه ورکول کېدل چې د هند پر وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې د لوبېدو پر اجازې خبرې اترې روانې دي.

تېره اوونۍ د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) مشر محسن نقوي د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سره له ليدو وروسته ویلي وو، "لومړي وزير د تولو غوراويو په نظر کې نيولو سره د مسئلې د حل کولو لارښوونه کړې ده".

د يادونې وړ ده چې د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) وروسته له هغه بنګله دېش له نړيوال جام بهر کړ چې دغه هېواد په هند کې له لوبو کولو انکار وکړ.

د پي سي بي مشر محسن نقوي دا پرېکړه "ناانصافي" او د بنګله دېش پر وړاندې دوه ګونی چلند بللی و.

نوموړي ويلي وو، "پر بنګله دېش هم بايد هماغه اصول عملي شي کوم چې پر نورو پلي کېږي. که یو هېواد د امنيتي دلايلو له کبله په بل هېواد کې له لوبې انکار کوي، بنګله دېش ته هم باید دا حق ورکړل شي".

"د بنګله دېش پارولو کې د پاکستان لوی رول دی"

وړاندې هند تور پورې کړی و چې پاکستان بنګله دېش هڅولی چې په هند کې په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون ونکړي.

د هند کرېکټ بورډ مرستیال مشر راجیو شوکلا ویلي وو، په هند کې د ترسره کېدونکي شل اوريز نړيوال جام لپاره بنګله دېش ته د امنيت بشپړه ډاډګيرنه ورکړل شوې وه خو پاکستان په دې موضوع کې "بې ځایه مداخله" کړې ده.

راجيو شوکلا د هندي رسنۍ اې اېن ای سره په مرکه کې ویلي، "موږ غوښتل چې بنګله دېش ولوبېږي. موږ هغوی ته د امنيت ډاډ ورکړی و خو هغوی پرېکړه وکړه چې لوبډله نه لېږي او ویل یې زموږ حکومت وايي چې لوبډله نه شو لېږلی او موږ غواړو په کولمبو کې خپلې لوبې وکړو".

نوموړي زياته کړې، "په وروستۍ شېبه کې د ټول مهالوېش بدلول ډېر سخت کار وي، له همدې کبله ای سي سي اړ شو چې سکاټلنډ راوبولي. بنګله دېش باید فکر کړی وی او لوبېدلي وی. موږ غوښتل چې هغوی ولوبېږي".

ښاغلي شوکلا ادعا وکړه چې، "پاکستان په دې کې بېځايه ښکېل شوی دی. د بنګله دېش پارولو کې د پاکستان ډېر لوی رول دی".

نړيوال جام کې له نه لوبېدو پاکستان ته څه زيان رسېدی شي؟

هندۍ ورځپاڼې انډين اېکسبرېس د سرچينو په حواله راپور ورکړی و چې که پاکستان په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون ونکړي، د کرېکټ نړيواله شورا به یې ښايي پر وړاندې ګام پورته کړي.

د هند کرېکټ بورډ يوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، هندوستان ټايمز ته ويلي، "که پاکستان له لوبو انکار وکړي، د پي سي بي کلنۍ پيسې چې له کرېکټ نړيوالې شورا یې ترلاسه کوي بندېدلی شي".

د يادونې وړ ده چې په ۲۰۲۳ کال کې د عوايدو د وېش د پرېکړې پر مهال د کرېکټ نړيوالې شورا ټول عوايد ۶۰۰ میليونه ډالر وو.

په ډربن کې د ترسره شوې غونډې پر مهال پرېکړه شوې وه چې له ۲۰۲۴ کال تر ۲۰۲۷ پورې به د کرېکټ نړيوالې شورا له عايد ۳۸.۵ سلنه د هند کرېکټ بورډ ته ورکول کېږي.

د انګلنډ کرېکټ بورډ ته نژدې اووه سلنه او اسټراليا ته شپږ سلنه ځانګړې شوې. پاکستان ته ۵.۷ او افغانستان ته ۲.۸ سلنه ځانګړې شوې.

د لوبو وتلې شننونکې نيرو بهاټیه وايي، "که پاکستان ګډون ونکړي، د دې شونتيا شته چې په راتلونکو نړيوالو جامونو او ټېسټ چمپينشېپ کې هم له ګډونه محروم شي".

که پاکستان ګډون ونکړي، د کرېکټ نړيوالې شورا ته به یې زيان څومره وي؟

که پاکستان نړيوال جام کې ونه لوبېږي، د کرېکټ نړيوالې شورا پر عوايدو به مستقیم اغېز ولري.

د پاکستان پخواني کرېکټ لوبغاړی باسط علي پر خپل يوټيوب کانال ويلي، "که پاکستان نړيوال جام کې ګډون ونکړي، خپرونکي به له سختو ستونزو سره مخامخ شي، که پاکستان بهر شي، هند به له کومې لوبډلې سره لوبه کوي، ایا هغومره خلک به یې وګوري؟"

د هند د سوداګرۍ او صنايعو د خونو فدراسيون د معلوماتو له مخې په تېرو شلو کلونو کې د هند او پاکستان تر منځ له سياليو له يو میليارد امریکایي ډالرو زيات عواید ترلاسه شوي دي.

نيرو بهاټيه هم وايي، د پاکستان د نه لوبېدو له امله به د کرېکټ نړيوالې شورا ته دروند مالي زيان ورسېږي. د نوموړې په وینا، "د هند او پاکستان د لوبې ټکتونه سملاسي پلورل کېږي. پر ټلویزيون هم د ګرانبيه اعلانونو او سپانسرېشب له لارې ډېر عوايد ترلاسه کېږي".