افغانستان کې له ۴۵ سلنې ډېر روږدي چرس څکوي

د نشه‌يي‌ توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو اداره (یو‌اېن‌او‌ډي‌سي) وايي، چې افغانستان کې یې د طبي‌ درملو د ناوړه کارېدا قضیې کتلي‌ او دا چې د دودیزو نشه‌يي توکو پر ځای اوس تر ډېره د مصنوعي نشه‌يي‌ ‌توکو کارېدل د اندېښنې وړ اوښتون دی.‌

دې ادارې په خپل نوي کلني‌ راپور کې دا هم ویلي،‌ چې د نشه‌يي توکو کارول په پراخه کچه له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره تړاو لري.

د نشه‌يي توکو او جرمنو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې، دا راپور د افغانستان ۲۴ ولایتونو کې څه باندې ۱۰ زره کسانو سره د خبرو پر بنسټ چمتو کړی،‌ چې نهه زره یې نارینه او پاتې ښځې دي.‌

د دغو کسانو له ډلې‌ ۴۶ سلنې د چرسو،‌ ۱۹ سلنې د تاریاکو، ۱۱ سلنې د ټابلېټ‌کا او ۷ سلنې د شیشې یا میتامفیتامین د کارونې ورته ویلي دي.‌

د افغانستان، مرکزي اسیا، ایران او پاکستان لپاره د UNODC سیمه‌ییز استازي اولیور سټولپ وویل: "زموږ موندنې ښیي چې د مخدره توکو کارول د [خلکو] له بې وزلۍ، بې کارۍ او نه ترسره کېدونکو روغتیایی اړتیاوو سره نږدې تړاو لري."

په افغانستان کې د نشه‌يي توکو دوامداره کارونې ته له مالي ستونزو سره تړاو ورکړ شوی او همدا راز روغتیايي ستونزې او دردونه، رواني فشار او کورنۍ ننګونې د روږدي کېدو نور لاملونه بلل شوي دي.

دا سروې چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) لخوا تمویل شوې وايي، په افغانستان کې که څه هم تر اوسه دودیز نشه‌يي‌ توکي ډېر کارېږي، خو د کیمیاوي نشه‌توکو اغېز او کارېدل مخ په زیاتېدو دي.

د مخدره توکو او جرمنو پرضد د ملګرو ملتونو په وروستي پوټ ‌کې راغلي، چې ټوله نړۍ کې نږدې ۳۶۰ میلیونه کسانو نشه‌يي توکي کارولي دي.

دا په دې مانا ده چې د نړۍ شپږ سلنه کسانو چې عمرونه یې د ۱۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ دي، په کال کې یو ځل نشه‌يي توکي کارولي دي.

اولیور سټولپ وايي، چې‌ دا د تېرې یوې لسیزې پرتله ټوله نړۍ کې د مخدره توکو د کارونې ۲۸ سلنه لوړوالی ښيي‌.

نوموړی زیاتوي، له هغې وروسته چې د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده په ۲۰۲۲ کال د نشه‌يي توکو پر کرکیله بندیز ولګاوه،‌‌ په افغانستان کې د مخدره توکو کښت تر ۹۵ سلنې کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي چې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې‌ وویل، په تېرو لسو کلونو کې په نړیواله کچه هم د چرسو کارونه له درېیو یوه برخه ډېره شوې ده.

پر کورنیو مالي فشار او د درملنې خدمتونو کې جنسیتي‌ توپیر

د دغه سازمان په وینا، د مصنوعي نشه‌يي توکو کارول پر کورنیو له مالي‌ اړخه ډېر فشار راوړي.

داسې چې د "شیشې" لګښت د یوه ورځې مز یا ورځني کاریګر تر عاید ۳۸ سلنه لوړه او د یوه مسلکي‌ کارګر د ورځني‌ عاید تر ۶۷ سلنې اټکل شوی دی.

په سروې کې ویل شوي چې په هرو سلو کې ۸ روږدي د نشه‌يي توکو ستن وهي او دا چې د دوی له ډلې ۷۵ سلنه بیا په ګډه ستنې یا سرنجونه کاروي.‌

د یادونې ده چې په ګډه د یوې ستنې کارېدل،‌ د احتمالي ساري ناروغیو د خپریدو خطر خورا زیاتوي.

د یو‌این‌او‌ډي‌سي په راپور کې نارینه او ښځینه روږدو له اړخه د درملنې خدماتو ته لاسرسي کې د جدي نابرابرۍ یادونه شوې.

ویل شوي چې یوازې ۲۹ سلنه ښځینه روږدو د درملنې خدماتو ته لاسرسی موندلی، په داسې حال کې چې د نارینه روږدو ۵۳ سلنه له دغو خدماتو برخمن شوي‌ دي.

له ۳۲ ارزول شویو ولایتونو یوازې په شاوخوا لسو (دوه پر درېیمه برخه) کې روږدو ښځو لپاره د درملنې ځانګړي مرکزونه شته او نورو کې یوازې نارینه‌و ته ځانګړي دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ایډیوېن سنېزه سلواډور چې په کابل کې د همدغه رپوټ په اړه جوړې شوې ناستې ته غږېده وویل، دا موندنې به له دوی "سره مرسته وکړي چې په روغتیايي برخه کې ننګونې په نښه کړي."

نوموړی وايي په تېر یوه کال کې یې له افغانستان سره د نشه‌يي توکو برخه کې نږدې ۶۰ میلیون ډالره مرسته کړې خو اړتیا د ده په وینا تر دې څو برابره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ادارې په رپوټ کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې ځینې لارې چارې هم وړاندیز شوې.

دې لړ کې پر زدکړو او د روږدېدا پر مخنیوي پانګونه، د نشه‌يي توکو د تقاضا کمولو لپاره تر ټولو ارزانه لار بلل شوې ده.

همدا راز د درملنې د خدماتو د پراخېدو، له لومړنۍ روغتیا پاملرنې سره د درملنې یو ځای کولو، د روږدو کسانو د ټولنیز- رواني ملاتړ، د کاري بوختیاوو پروګرامونو، او د معیشت له اړخه د هغو کسانو د کورنیو د ملاتړ وړاندیز شوی، چې تر درملنې لاندې وي.