د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ اورپکو ډېرېدونکي بريدونه څه ښيي؟

    • Author, داود اعظمي
    • دنده, بي بي سي، لندن

د بلوڅ اورپکو له خوا د پاکستان د بلوچستان په تر لسو ډېرو ښارونو کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۳۱مې نېټې هممهاله او همغږي بريدونه په دغه ايالت کې د روانې اورپکۍ يو لوی بدلون او یو نوی پړاو په ګوته کوي.

بلوڅ اورپکو د مرکزي ښار کوټې په ګډون د بلوچستان ايالت د بلوڅ مېشتو سيمو زياتره ښارونو )لکه ګوادر، مستونګ، نوشکي، خاران، تربت او نورو( کې په يوه ورځ بريدونو کولو سره غوښتل وښيي چې د پاکستان د حکومت پر ضد د دوی وسله واله مبارزه بدلېږي او پراخېږي.

د دې بريدونو تر ټولو مهم اړخ دا و چې د پخوانيو مرحله وارو او ترتيب وارو بريدونو پر ځای، په يوه وخت کې ګڼ ښارونه په نښه کړل شول او اورپکو پرله پسې څو ساعته په دې ښارونو کې خپل زور او حضور وښودی.

دوی بېلې حکومتي ودانۍ، دفترونه، امنيتي پوستې او بانکونه په نښه کړل او لويي لاري او سړکونه یې وتړل.

دا نه يوازې د اورپکو د بهترې همغږۍ، ځايي اکمالاتي ملاتړ، او د خپلو پوځي او استخباراتي وړتياوو د لوړېدو څرګندونه وه، بلکې حکومتي ادارې ته د ټکان ورکولو او فلجولو هڅه هم وه.

اورپکو پر يوه وخت پر ډېرو ځايونو بریدونو سره دا هم غوښتل چې حکومت وارخطا کړي، امکانات او توجو یې تقسيم کړي او د غبرګون اغېزمنتيا یې تر پوښتنې لاندې راولي.

که څه هم د پاکستان حکومت د ورځې په پای کې اعلان وکړ چې د اورپکو بریدونه یې ناکام کړل او په لسګونو وسله واله یې ووژل، خو دا اورپکي د وژلو او ورانولو لپاره راوتلي وو او هغه کارونه یې وکړل.

دا په تېرو څو کلونو کې بلوچستان کې يوه تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې سلګونو اورپکو او ملاتړو یې مخامخ یا بالواسطه لاس درلودی.

د اورپکو هدف دا هم و چې خپله وړتيا او زړورتيا ثابته کړي، او حکومت کمزوری او د امنيت او ولس په ساتلو کې ناتوانه وښيي.

په چريکي يا ګوريلايي جنګ کې همدا يوه ډېره مهمه تګلاره وي چې وسله وال مخالفين یې د ولس د باور او ډاډ د خپلولو، او د حکومت د بې اعتباره کولو لپاره خپلوي.

د بلوڅ اورپکو بدلېدونکي فعاليتونه

په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان له جوړېدو راهيسې دا د بلوڅ بېلتون پالو د وسله والې مبارزې پنځم پړاو دی چې په ۲۰۰۴ کې پيل شوی او تراوسه روان دی.

که څه هم د پاکستان حکومت، د بلوڅانو د وسله والې مبارزې په مخکينيو څلورو پړاونو کې برلاسی راووتی خو د اوسني پړاو نوښتونه او ځانګړتياوې ډېرې دي.

په دې پړاو کې اورپکو د وخت په تېرېدو سره نوي ټاکټيکونه خپل کړي او د جنګيالیو او ملاتړو د ګومارلو ساحه یې پراخه کړې ده.

د اوسنيو بريدونو يو تر ټولو مهم اړخ په بریدونو او عملياتو کې د ښځينه جنګياليو ښکاره ونډه ده.

که څه هم له ۲۰۲۲م کال راهيسې څو بلوڅو ښځو هم په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه کړي، خو د رپورټونو له مخې د دې وار په لومړي ځل ښځینه اورپکو هم له نارینه و سره یو ځای وسله په لاس په جنګي عملياتو کې مخاخ ونډه درلوده. دا نه يوازې د اورپکو ډېرېدنکې وړتياوې ښيي بلکې په ټولنه کې د هغو د تبليغاتو د اغېزمنيتا او ايډيالوژۍ یا نظریې خورېدنه هم په ګوته کوي.

د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ (BLA) په نامه ډلې ويلي چې دا بريدونو دوی کړي او دې عملياتو ته یې د "هېروف دوه" نوم ورکړی دی. "هېروف" د بلوڅي ژبې يوه ادبي اصطلاح ده چې د "تور توپان" معنا لري. دا د دوی تر "هېروف يو" عملياتو، چې په ۲۰۲۴ کال په اګست کې یې کړي وو، ډېر کاري او پېچلي وو.

بله ځانګړتيا یې داده چې بلوڅ اورپکي تر دې وړاندې تر ډېره په کليوالو سيمو کې فعال وو او غلچکي بریدونه به یې کول.

خو د دوی اوسنيو بريدونو وښوده چې له غرونو څخه ښارونو ته د دې جنګ د غځولو هڅې روانې دي.

دې بریدونو دا هم وښوده چې بېله دې چې حکومتي استخبارات خبر شي، له ډېره وخته کار پرې روان و او ډېر چمتووالی ورته نيول شوی و. او دا خم چې اورپکو دومره ځايي او له ولسي ملاتړ درلودی چې دوی وساتي او حکومت ته خبر ور نه کړي.

د پاکستان د حکومت دريځ او سيمه ييزه بې باوري

د پاکستان بېل ملکي او پوځي چارواکي په پرلپسې ډول د بلوڅ اورپکو د ځپلو او د هغو د ختمولو وعدې او ادعاوې کوي.

تر اوسنيو بريدونو وروسته د بلوچستان ايالت اعلی وزير ، سرفراز بګټي، وويل چې حکومت بشپړ حاکميت او کنټرول لري او په تېر يوه کال کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا تر اووه سوه ډېر بلوڅ اورپکې وژل شوي دي.

تردې مخکې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منير، د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې په کوټه کې د یوې وينا پر مهال په ډاډ سره وويل، چې "موږ به دغه ترهګر ډېر ژر وځپو" او خبرداری یې ورکړ چې "دا پنځلس سوه ترهګر" زموږ څخه بلوچستان نشي اخيستلی.

پر همدې مهال، د پاکستان حکومت د بلوڅانو وسله واله مبارزه "فتنه الهندونستان" بولي او وايي چې دا اورپکي د پاکستان پر ضد د هندوستان جوړه کړې يوه توطيه او فتنه ده.

د پاکستان چارواکي د دې ترڅنګ تور لګوي چې بلوڅ اورپکي د افغانستان خاوره کاروي، مشران یې هلته مېشت دي، او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه تنظیموي.

خو هندوستان او افغانستان دواړه دا تورونه ردوي او ټينګار کوي چې خپله دوی د پاکستان مېشتو اورپکو له خوا په نښه کېږي.

له بلې خوا بلوڅ اورپکې ډلې هم ټينګار کوي چې دا جنګ د دوی خپل دی او په خپلو امکاناتو مبارزه کوي.

ددې بریدونو په ورځ، د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ (BLA) نومې ډلې مشر، بشير زيب بلوڅ، په خپره شوې ويډيو کې ښيي چې دی او ملګري يې په بلوچستان کې دي. دا ددې د ثابتولو یوه هڅه ده چې دوی په بلوچستان کې دي او له هغه ځايه فعاليت کوي.

په سيمه کې د اورپکۍ ستونزه له څو لسیزو راهيسې روانه ده او په بېلو بڼو راڅرګندېږي.

اوس بيا داسې ښکاري چې ناامني يو سيمه ييز شکل اخلي او مخنيوی او هواری یې په سيمه ييزه همکارۍ کې نغښتی دی.

خو په سيمه کې د همکارۍ پر ځای د بېلو هېوادونو تر منځ بې باوري او شکونه ډېرېږي، او دا هغه څه دي چې د اورپکو ډلو په ګټه تمامېږي.