که امریکا پر ایران برید وکړي‌ نو د تهران غبرګون به ورته څه وي؟

    • Author, امیر عظیمي
    • دنده, بي بي سي فارسي

د امریکايي سمندري ځواکونو یو اېس اېس ابراهم لنکن الوتکې ‌لېږدونکې بېړۍ د امریکا د مرکزي قومندانۍ د مسوولیت سیمې ته، چې د ایران له اوبو سره نږدې ده، رسېدل دا احساس لا پیاوړی کړی چې ښايي یوه پراخه مخامختیا د رامنځته کېدو په حال کې وي.

دا هر څه په داسې وخت کې کېږي، چې په ایران کې د وروستیو کلونو تر ټولو پراخو او تاوتریخجنو احتجاجونو ځپل روان دي، او دا ښيي چې واشنګټن او تهران مستقیم ټکر ته ښايي تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي وي.

ایراني مشران ځانونه د دوو سختو فشارونو ترمنځ ویني: له یوې خوا د احتجاجونو هغه غورځنګ چې په زیاتېدونکي ډول د ټول نظام د لېرې کېدو غوښتنه کوي، او له بلې خوا د امریکا ولسمشر چې خپل نیتونه یې په قصدي ډول مبهم ساتلي، چې دا نه یوازې په تهران کې بلکې په یوه له مخکې بې ‌ثباته سیمه کې هم اندېښنه زیاتوي.

د امریکا د احتمالي پوځي برید پر وړاندې د ایران غبرګون ښايي د هغو پخوانیو مخامختیاوو په څېر نه وي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستي ګواښونه، چې د ایران له لوري د کورنیو احتجاجونو د تاوتریخجن ځپلو په تړاو شوي، داسې مهال راځي چې اسلامي جمهوریت له بې ‌ساري داخلي فشار سره مخ دی.

له همدې امله، هر ډول امریکایی برید اوس د چټکې پراختیا ډېر لوړ خطر لري، هم په د ایران دننه کې دننه او هم په سیمه کې.

په وروستیو کلونو کې، تهران دا غوره بللې چې ځنډېدلی او محدود غچ واخلي.

د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۲۱–۲۲ نېټو د امریکا له لوري پر ایراني اتومي تاسیساتو له بریدونو وروسته، ایران بله ورځ په قطر کې د امریکا تر کنټرول لاندې پر العدید هوايي اډې د توغندیو برید وکړ.

د ولسمشر ټرمپ په وینا، ایران له برید مخکې خبرداری ورکړی و، چې له امله یې د هوايي دفاع سیستمونه وتوانېدل د ډېری توغندیو مخه ونیسي. د مرګژوبلې راپور ور نه کړل شو.

دا تبادله په پراخه کچه داسې تعبیر شوه چې ایران غوښتل خپل دریځ وښيي، خو له پراخې جګړې ډډه وکړي.

په ورته توګه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په میاشت کې د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال هم ولیدل شول، د جنورۍ پر ۳مه نېټه د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني د امریکا له خوا ووژل شو او ایران پنځه ورځې وروسته په عراق کې د امریکا پر عین ‌الاسد هوايي اډه توغندي وتوغول.

په هغه برید کې هم له مخکې خبرداری ورکړل شوی و. که څه هم کوم امریکایی سرتېری و نه وژل شو، خو وروسته لسګونو کسانو د مغزي ټپونو راپور ورکړ.

دې پېښې دا انګېرنه لا پیاوړې کړه چې تهران هڅه کوله د تاوتریخوالي کچه کنټرول کړي، نه دا چې جګړه نوره هم پراخه کړي.

خو اوسنی حالت په څرګنده توګه له پخوا سره توپیر لري.

ایران له ۱۹۷۹ کال راهیسې، چې اسلامي جمهوریت پکې رامنځته شوی، د کورنیو نا ارامیو له تر ټولو جدي څپو نه له یوې څخه راوتلی دی.

هغه احتجاجونه چې د دسمبر په وروستیو او د جنورۍ په لومړیو کې پیل شول، له سختې او تاوتریخجنې ځپنې سره مخامخ شول.

د بشري حقونو بنسټونه او د هېواد دننه روغتیايي کارکوونکي راپور ورکوي چې زرګونه کسان وژل شوي او ډېر نور ټپیان یا نیول شوي دي.

د کره شمېرو تایید شونی نه دی، ځکه لاسرسی محدود دی او د انټرنېټ بندیز له دوو اوونیو ډېر وخت راهیسې دوام لري.

ایراني چارواکو د دې مړینو مسوولیت نه دی منلی، بلکې پړه یې پر هغه څه اچوي چې دوی یې "ترهګرې ډلې" بولي او اسرائیل تورنوي چې دغه نا ارامۍ یې پارولې دي.

دا دریځ د دولت په تر ټولو لوړو کچو کې هم تکرار شوی دی. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرتر په دا وروستیو کې ویلي چې احتجاجونه باید په تېر اوړي کې له اسرائیل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې دوام وګڼل شي.

دا ډول تعبیر د چارواکو د امنیت ‌محوره غبرګون ښه انځور وړاندې کوي او ښايي د ځپلو د کچې او شدت د توجیه لپاره د پلمې په توګه کارول شوی وي.

که څه هم د لارو، کوڅو د احتجاجونو کچه تر یوه بریده کمه شوې، خو پای ته نه دي رسېدلي.

شکایتونه لا هم نه دي حل شوي او د ټولنې د لویو برخو او واکمن نظام ترمنځ واټن ډېر لږ دومره ژور ښکاره شوی دی.

ویل کېږي چې د جنورۍ پر ۸ او ۹مه، امنیتي ځواکونو د څو ښارونو او د سترو ښارونو د ځینو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ، خو وروسته یې د سخت ځواک په کارولو بېرته ولکه ټینګه کړه.

داسې ښکاري چې د کنټرول دې لنډمهاله له لاسه ورکولو چارواکي سخت وارخطا کړي دي. هغه ارامي چې وروسته رامنځته شوه، د خبرو له لارې نه، بلکې د زور له لارې تحمیل شوې ده، چې حالت یې ډېر چاودېدونکی پرېښی دی.

بې جوړجاړي دریځ

له همدې شالید سره د امریکا د هر ډول برید بڼه خورا مهمه کېږي.

یو محدود برید ښايي واشنګټن ته دا زمینه برابره کړي چې پوځي بریا اعلان کړي او له سملاسي سیمه ‌ییزې جګړې ډډه وکړي، خو په عین حال کې دا د ایراني چارواکو لپاره په کور دننه د ځپنو د بل پړاو پلمه هم کېدای شي.

دا ډول سناریو د نویو سختو اقداماتو، پراخو نیونو، او د سختو سزاوو د نوې څپې خطر لري، چې پکې د هغو احتجاج کوونکو پر وړاندې چې لا له مخکې په بند کې دي، د اعدام امرونه هم شامل دي.

بل لور که امریکا یو پراخ پوځي کمپاین پیل کړي چې د ایران دولت په جدي ډول کمزوری یا فلج کړي، نو دا به هېواد د ګډوډۍ تر څنډو ورسوي.

په داسې یوه هېواد کې چې له ۹۰ میلیونو ډېر نفوس لري، د مرکزي واک ناڅاپي ړنګېدل به خورا لږ امکان ولري چې یو منظم او چټک بدلون رامنځته کړي. برعکس، دا به ښايي اوږد مهاله بې ‌ثباتي، د ډلو ترمنځ تاوتریخوالی او د سیمې نورو هېوادونو ته د ناامنیو خپرېدل راوپاروي، داسې پایلې چې کنټرول یې کېدای شي کلونه وخت ونیسي.

همدا خطرونه د تهران له لوري د لا سختې او بې ‌انعطافه ژبې د زیاتېدو لامل ګرځېدلي دي.

د اسلامي انقلابي سپاه پاسداران ځواک او د منظم پوځ لوړ پوړو قومندانانو، او دغه راز لوړپوړو سیاسي چارواکو خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول برید، که هر څومره محدود هم وي، د جګړې د عمل په توګه به وګڼل شي.

دا ډول څرګندونو د ایران ګاونډیان، په ځانګړي ډول د خلیج هغه هېوادونه چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي، اندېښمن کړي دي. د ایران چټک غبرګون به دغه هېوادونه او اسرائیل له سملاسي خطر سره مخامخ کړي، ان که هغوی په مستقیم ډول ښکېل هم نه وي، او دا احتمال زیاتوي چې شخړه به تر ایران او امریکا ډېره پراخه شي.

واشننګټن هم له محدودیتونو سره مخامخ دی. ټرمپ په بیا بیا ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د احتجاج کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار وانخلي، او د نا ارامیو په اوج کې یې ایرانیانو ته وویل چې "مرسته پر لار ده". دا څرګندونې د ایران دننه په پراخه کچه خپرې شوې او د احتجاج کوونکو تمې یې لوړې کړې.

دواړه لوري له پراخ ستراتېژیک انځوره خبر دي.

ټرمپ پوهېږي چې ایران د تېر اوړي له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته له پوځي پلوه تر پخوا کمزوری شوی او تهران هم خبر دی چې هغه د یوې بشپړې، اوږدمهاله او پرانیستې جګړې لپاره چندان لېوالتیا نه لري.

دا دوه اړخیز پوهاوی ښايي تر یوه بریده ډاډ رامنځته کړي، خو په ورته مهال کولای شي خطرناک ناسم پوهاوی هم وزېږوي، داسې چې هر لوری خپل نفوذ له حده زیات اټکل کړي یا د مقابل لوري نیتونه ناسم تعبیر کړي.

د ټرمپ لپاره، د توازن موندل، هر چېرته چې هغه توازن وي، ډېر مهم ارزښت لري. هغه داسې پایلې ته اړتیا لري چې وکولای شي پرته له دې چې ایران یو ځل بیا د سختو ځپنو نوې کړۍ ته وغورځوي یا یې د ګډوډۍ پر لور ټېلوهي، د بریا په توګه یې وړاندې کړي.

د ایراني مشرانو لپاره، خطر د وخت او برداشت په مسئله کې نغښتی دی. د ایران پخوانی ماډل، یعنې ځنډېدلی او سمبولیک غچ، ښايي نور بسنه و نه کړي که مشران دا احساس وکړي چې د بهرني مخنیوي ټینګار د بېرته ټینګولو او د هغه هېواد د دننه کنټرول لپاره، چې د وروستیو نا ارامیو له کچې سخت لړزول شوی، چټک اقدام اړین دی.

خو یو عاجل غبرګون به د ناسمې محاسبې خطر په شدیده توګه لوړ کړي او سیمه‌ ییز لوبغاړي به داسې شخړې ته راکاږي، چې لږ کسان یې د زغملو توان لري.

په داسې حال کې چې دواړه لوري تر سخت فشار لاندې دي او د تمرین لپاره لږ ځای لري، د څنډې پر سر دا اوږدمهاله لوبه ښايي خپل تر ټولو خطرناک پړاو ته نږدې شوې وي، داسې شېبه چې د توازن د ناسم ټاکلو بیه به یوازې حکومتونه نه، بلکې میلیونونه عادي ایرانیان او ټوله پراخه سیمه پرې کړي.