تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر افغانستان د امریکا د مرستو بندېدل او د افغان ښځو ډېرېدونکی کړاو
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر 'اوچا' وایي، افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري کړکېچونو سره مخ دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک، چې نژدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.
که څه هم دا شمېر د تېر کال پرتله شاوخوا څلور سلنه کم شوی، خو بیا هم په داسې حالاتو کې چې جګړه نه شته، اړتیاوې خورا لوړې پاتې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې، له ایران او پاکستانه له ۲.۶۱ میلیونو ډېر افغانان بېرته راستانه شوي، چې په کور د ننه د مېشتو وګړو پر معیشت او استوګنې اغېز کړی دی.
'هېڅوک مو پروا نه لري'
'ریفیوجي انټرنېشتل' په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې تېر کال د ډونلډ ټرمپ ادارې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (یواېساېایډي) له تړل کېدو سره په ڼاڅاپي ډول امریکا ډېری بهرني مرستندویه پروګرامونه ودرول، چې د افغانستان په څېر مرستو ته اړ هېوادونه یې هم اغېزمن کړل.
د دغې ادارې د رپوټ پربنسټ، پر افغانستان د امریکا د مرستو بندولو پرېکړې د طالبانو د جنسیتي تبعیض (جنډر اپارټایډ) سیستم لا پسې پراخه او ژور کړ او بالاخره له جګړې اغېزمن شوي او بېځایه شوي وګړي یې لا نور اغېزمن کړل، خو د رپوټ په وینا، تر ټولو ډېرې افغان ښځې او نجونې زیانمنې او اغېزمنې شوې.
په رپوټ کې راغلي، د مرستو درولو دې بهیر هغه مهمې چارې او فعالیتونه ګډوډ کړل چې د نړۍ په کچه یې د ښځو او نجونو د خوندیتوب او هوساینې ملاتړ کاوه.
له هغه وروسته چې مالي مرستې ودرول او یا ناڅاپي بندې شوې، ډېری مرستندویه بنسټونه منحل شول یا پټ فعالیت ته اړ شوي او یا یې خپل کارونه په بشپړ ډول درولي دي.
د یوه مرستندویه بنسټ یوه افغان مشره د نوم نه اخیستو په شرط ریفیوجي انټرنېشنل ته ویلي:
"موږ د خپل کار لپاره پیسو ته اړتیا لرو، خو دلته هېڅ پیسې نه موندل کېږي. ما د افغانستان د نورو ښځو د مرستې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی او بیا بیا به یې هم په خطر کې واچوم، خو که مالي ملاتړ نه وي، هېڅ نه شم کولای. اوس موږ نور په خبرونو کې نه یو، نو ځکه نور هېڅوک زموږ پروا نه کوي."
د ۲۰۲۵ له پیل راهیسې د مرستو له محدودېدو سره په افغانستان کې له ۴۲۰ ډېر روغتیايي مرکزونه وتړل شول یا یې چارې وځنډول شوې، چې په دې سره شاوخوا درې میلیونه خلک روغتیايي چوپړونو ته له خوندي لاسرسي بېبرخې شول.
رپوټ د پروګرامونو له تړل کېدو سره د میندو روغتیا، له هغوی سره د تاوتریخوالي د پېښو او د خوندیتابه خدمتونو پوښښ د منظمو معلوماتو راټولولو اسانتیاوې هم له منځه یووړې او راغونډول یې ستوزمن شول.
"د بشري مرستو له درېدو سره، ښځې او نجونې له زدکړې، کار او روغتیايي خدمتونو لا لرې شوې دي. همداشان، د طالبانو د تګ راتګ، کار او خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونو له امله له لا ډېرو خطرونو سره مخ شوې دي".
د رپوټ ځینې نورې موندنې
- د متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ کال مرستې په نړیواله کچه په نا متناسب ډول د ښځو او نجونو لپاره کمې شوې، چې د مور او ماشوم روغتیا تمویل ۸۸ سلنه، د جنسي او زیږون روغتیا تمویل ۹۴ سلنه او د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي او غبرګون تمویل نژدې ۸۰ سلنه لغوه کوي.
- افغانستان له تر ټولو سختو اغېزو سره مخامخ شوی، ځکه د امریکا د مرستو بشپړ بندېدل د طالبانو له لوري له لګول شوي جنسیتي تبعیض سره یو ځای شوي، چې پایله یې د ګڼو کلینیکونو تړل، د ساتنې خدمتونو له منځه تګ او د ښځو په مشرۍ او د ښځو د ملاتړ بنسټونو بندېدل دي.
- په افغانستان کې د ښځو د روغتیا او خوندیتوب وضعیت په چټکۍ خراب شوی او د میندو او زیږون پرمهال روغتیا، د تاوتریخوالي د ملاتړ خدمتونو، د تغذیوي مرستو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ ته لاسرسی کم شوی دی.
- افغان کورنۍ په ډېرېدونکي ډول منفي لارې کاروي، لکه د کم عمره او جبري ودونو زیاتوالی او د ښځو او نجونو لپاره د خوړو کمېدل.
د طالبان حکومت: د سیګار تړل کېدل به پر افغانستان هېڅ اغېز ونه لري
د طالبان حکومت وایي، د افغانستان پر بیارغونه د څار امریکايي بنسټ 'سیګار' تړل کېدل به پر افغانستان هېڅ اغېز ونه لري.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان له یوه سیمهییز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي، که د دغې ادارې فعالیتونه درول کېږي، پر افغانستان یې اغېز نه شته.
"دا اداره نه د افغانستان لپاره وه او نه یې کومه ګټه رسولې ده. په وروستیو کلونو کې یې راپورونو کې مبالغه شوې وه او له سمې پلټنې پرته د لرې سرچینو پر خبرو ولاړ وو."
وړاندې، د جنورۍ پر ۲۸مه، سیګار چې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د بیا رغونې د څار ادارې په توګه جوړ شوی و، اعلان وکړ چې د جنورۍ پر ۳۱مه به خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره: د امریکا مرستو کمېدل افغانستان کې زموږ "پر کارونو پاموړ اغېز نه لري"
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ډېره مرسته پر امریکا ولاړه ده، د دغه سازمان د سرمنشي مرستیاله وايي، د امریکا د مرستو کمېدل په افغانستان کې د دوی پر کارونو د پام وړ اغېز نه لري.
رازماري ډیکالرو افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال کابل کې زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره ځانګړې مرکه کې ویلي "فکر نه کوم، دا به زموږ پر عملیاتو کوم د پام وړ اغېز ولري."
د اغلې ډیکارلو په خبره، د دوی ادارې پراخ ملاتړ لري او ملګري ملتونه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.
اغلې ډیکالرو زیاته کړه چې ښايي د ملګرو ملتونو ځینې فعالیتونه د شرایطو له مخې بدل شي، خو ماموریت یې هر کال ارزول کېږي:
"زموږ ماموریتونه ښايي د شرایطو له مخې یو څه بدل شي. زه نه شم ویلی چې دا به څرنګه وي خو زموږ ماموریت هر کال ارزول کېږي. موږ هڅه کوو چې زموږ ماموریت په سیمه کې له واقعي شرایطو سره سمون ولري. موږ په عمومي ډول د افغانستان د خلکو لپاره پراخ ملاتړ لرو."
امریکا رسمآ د روغتیا له نړیوال سازمان (ډبیلواېچاو) ووتل او په دې توګه د ملګرو ملتونو دغه اژانس خپل یو مهم مالي ملاتړی له لاسه ورکړ. د ملګرو ملتونو د روغتیایي سازمان شاوخوا پنځمه برخه بودیجه امریکا ورکوله.
امریکا د ملګرو ملتونو له څه باندې ۳۰ ادارو وتلې او مرستې یې پرې بندې کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې هم د نورې نړۍ په څېر د مړینو، ناروغۍ او معلولیت مخنیوي او کمولو او همدا راز د روغتیا خدمتونو د پیاوړتیا له لارې د خلکو د روغتیا او هوساینې ښه کېدو لپاره کار کوي.