تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ وايي، پوتین به د یخنۍ موسم کې یوه اونۍ د اوکرایین پر ښارونو بریدونه نه کوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منلې چې د ''سختې سړې هوا'' له امله به د یوې اوونۍ لپاره د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او نورو ښارونو او ښارګوټو بریدونه نه کوي.
روسیې تر اوسه د داسې کومې هوکړې پخلی نه دی کړی، خو د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د ټرمپ د دې اعلان هرکلی کړی او وايي، تمه لري روسیه به پر خپله ژمنه ولاړه پاتې شي.
ټرمپ نه دي ویلي، چې دا وقفه به څه مهال پیل شي، خو ویل کېږي، چې د پنجشنبې له شپې وروسته به د اوکرایین پلازمېنه کې د تودوخې درجه ډېره راښکته شي او په راتلونکو ورځو کې به تر منفي ۲۴ سانتي ګرادو پورې ورسېږي.
روسیې د سخت ژمي پر مهال د اوکرایین د برېښنا او انرژۍ پر مرکزونو بریدونه زیات کړي دي، هغسې چې یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د یرغل له پیل وروسته مخکې هم د ژمي په موسم کې کړي دي.
ټرمپ په واشنګټن ډي سي کې د کابینې د یوې تلویزیوني غونډې پر مهال وویل:
''ما په شخصي ډول له ولسمشر پوتین وغوښتل چې د یوې اوونۍ لپاره پر کیېف او بېلابېلو ښارونو ګوزارونه و نه کړي او هغه موافقه وکړه.''
هغه زیاته کړه:
''دا ډېر ښه کار و. ډېرو خلکو ویل، 'دا ټیلیفون مه ضایع کوه، دا کار به و نه شي.' خو هغه (پوتین) دا کار وکړ.''
هغه وايي، اوکراینیانو ''نږدې په دې خبره باور نه شو کولای، خو ډېر خوشحاله شول، ځکه هغوی له سختو ستونزو سره مخامخ دي''.
وروسته د پنجشنبې پر ورځ ولسمشر زېلينسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل چې ټرمپ د ''یوې مهمې وینا'' له لارې د ''دې امکان'' یادونه کړې چې د سخت ژمي په دې پړاو کې به د کیېف او د اوکرایین د نورو ښارونو د امنیت لپاره ګامونه پورته شي.
هغه زیاته کړه: ''زموږ ټیمونو دا موضوع په متحده عربي اماراتو کې وڅېړله. موږ تمه لرو چې دا هوکړې به عملي شي.''
بي بي سي ته معلومه شوې، چې اوکرایین منلې ده چې د مسکو له اقدام سره سم به خپل بریدونه هم ودروي او د غبرګون په توګه به د روسيې د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه وځنډوي.
تېره اوونۍ د روسیې، اوکرایین او امریکا استازو په متحده عربي اماراتو کې سره ولیدل او دا د جګړې له پیل راهیسې لومړنۍ درې اړخیزې خبرې وې.
ټولو اړخونو دا خبرې رغنده وبللې، خو داسې څه نه دي ویل شوي، چې روسیې په سیمه کې د اوسنۍ سختې یخنۍ په ترڅ کې د خپلو بریدونو درولو موافقه کړې.
برعکس، بریدونه لا هم روان دي او د اوکرایین د لویو ښارونو برېښنا یې سخته زیانمنه کړې ده، چې له امله یې میلیونونه خلک له تودوخې او برېښنا بې برخې شوي دي.
د برېښنا شرکتونه شپه او ورځ د ترمیم کارونه کوي، خو دا هڅې ډېر ژر د روسیې د هوايي بریدونو له امله له منځه ځي.
ان که برېښنا بېرته هم فعاله شي، نو یوازې د څو ساعتونو لپاره دوام کوي، هغومره چې وسایل چارج شي، خو د کورونو د پاموړ ګرمولو لپاره بسنه نه کوي.