تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشهور هندي سندرغاړي اریجیت سینګ ولې د سندرو ویل پرېښودل؟
مشهور هندی سندرغاړی اریجیت سینګ وايي، له دې وروسته به د پلې بېک (د فلم، ټلویزیون یا ویډیويي کلیپونو لپاره) د سندرغاړي په توګه سندرې نه وايي.
اریجیت سینګ په ځانګړې توګه د هندي فلمي موسیقۍ نړۍ کې خورا مشهور دی، خو کله چې هغه د سې شنبې په ماښام ناڅاپه د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان وکړ، چې له پلې بېک سندرو سره مخه ښه کوي، ډېر مینه وال یې حیران شول او دا خبر په ټولنیزو رسنیو کې د بحث په موضوع بدله شو.
اریجیت سینګ دا هم لیکلي چې له موسیقۍ سره به یې اړیکه دوام لري او د موسیقۍ کمپوز کولو چاره به روانه ساتي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې اریجیت سینګ، چې د پلې بېک سندرو له لارې یې نه یوازې په خپل هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې شهرت ترلاسه کړی و، یوازې د ۴۰ کلونو په عمر کې دا پرېکړه اعلان کړه؟
بی بي سي هڅه وکړه چې د اریجیت سینګ د دې پرېکړې تر شا لاملونه له هغو کسانو سره د خبرو له لارې معلوم کړي چې هغه ته نږدې دي.
اریجیت سینګ د انوراګ باسو د ګڼ شمېر فلمونو لپاره سندرې ویلې دي، چې د 'برفي'، 'جګا جاسوس'، 'لوډو' او 'میټرو این دینو' تر سرلیکونو لاندې فلمونه هم پکې شامل دي او ځینې سندرې یې خورا ډېرې مشهورې شوې دي.
انوراګ باسو بی بي سي هندي څانګې ته په دې هکله وویل:
"کېدای شي ځینې خلک دې پرېکړې حیران کړي وي، خو زه هېڅ حیران نه یم. زه له ډېرې مودې راهیسې پوهېږم چې اریجیت څومره وړتیاوې لري او دا چې هغه غواړي په ژوند کې تر سندرو ورها خوا ډېر څه وکړي."
هغه زیاتوي:
"زه پوهېږم چې اریجیت سینګ د فلمونو له جوړونې سره ژوره مینه لري. ان کله چې ما د 'برفي' فلم جوړاوه، اریجیت له ما غوښتنه کړې وه چې د هغه د مرستیال په توګه کار وکړم. هغه دا هیله هم لري چې یو ښوونځی پرانیزي او له ماشومانو سره ډېر وخت تېر کړي. د هغه نور ډېر پلانونه هم شته چې موږ ته به د هغه د شخصیت یو بل، یو بېل اړخ را وښيي."
فلم جوړولو ته لېوالتیا
بی بي سي ته د یوې باوري سرچینې لخوا معلومه شوې چې اریجیت سینګ د لومړي ځل لپاره د فلم د لارښود (ډایرکټر) په توګه د خپل لومړي هندي فلم پر جوړولو کار پیل کړی دی.
دا فلم چې کیسه یې په یوه ځنګله کې پر رامنځته شویو پېښو راڅرخي، ممثل نوازالدین صدیقي پکې مرکزي رول لوبوي او ویل کېږي، چې دا مهال د فلم ثبتولو چارې روانې دي.
د دې فلم کیسه اریجیت سینګ له خپلې مېرمن کوئل سینګ سره په ګډه لیکلی دی.
انوراګ باسو وایي:
"اریجیت د فلم جوړونې په اړه ژوره پوهه لري."
د خپل هنري ژوند په لومړیو کلونو کې، اریجیت سنګ د یو څه مودې لپاره د نامتو موسیقار پریتم سره د مرستیال په توګه کار وکړ او د موسیقۍ باریکۍ یې ترې زده کړې.
د پریتم د موسیقۍ تر لارښوونې لاندې اریجیت سینګ د برفي، یه جواني هې دیواني، جګا جاسوس، تماشا، اې دل هې مشکل او برهماستر فلمونو لپاره سندرې ویلې، چې دا ټولې سندرې ډېرې بریالۍ ثابتې شوې.
دا جوړه د بالیووډ له تر ټولو بریالیو موسیقۍ ټیمونو یوه ګڼل کېږي.
له پریتم پرته اریجیت سنګ د شنکر، احسان-لوی، ویشال-شېکهر، میتون او مونټي شرما په څېر نورو نامتو موسیقارانو سره هم د موسیقۍ د لارښود په توګه کار کړی دی.
انیلاوا چترجی، چې د اریجیت سینګ د کورنۍ نږدې ملګری او د مرشداباد (چېرې چې اریجیت سینګ ژوند کوي او د سندرو ثبتولو سټوډیو لري) اوسېدونکی دی، وایي:
"دا مهال اریجیت د یوه هندي او یوه بنګالي فلم پر جوړولو بوخت دی او د دواړو فلمونو ثبت د لوېدیځ بنګال په بېلابېلو سیمو کې روان دی."
انیلاوا چترجی زیاتوي چې اریجیت سینګ لکه څومره چې یو وتلی او مشهور سندرغاړی او موسیقار دی، هغومره یو سخي او بشر دوست انسان هم دی او هغه تل په سیمه ییزه کچه د اړمنو خلکو د مرستې لپاره مخکښ پاتې شوی دی.
اریجیت سینګ ته په بالیووډ کې لومړی مهم فرصت د ۲۰۱۱ کال فلم 'مرډر ۲' له سندرې 'پھر محبت' نه په لاس ورغی. په هغه فلم کې عمران هاشمي مرکزي رول لوبولی و او لارښود یې موهیت سوري و.
د هغې سندرې له بریالیتوب وروسته اریجیت سینګ ته فلمونو کې د سندرو ګڼ شمېر وړاندیزونه وشول.
وروسته د ۲۰۱۳ کال د فلم 'عاشقي ۲' مشهوره سندره 'تم هی هو' اریجیت سینګ د هند فلمي صنعت د مخکښو سندرغاړو په کتار کې ودراوه او د شهرت نوي پړاو ته یې ورساوه.