تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار کې د کور نړېدو پېښه کې د یوې کورنۍ اووه کسان مړه شوي
په ننګرهار کې د یوه کور نړېدو پېښه کې د یوه کور اووه کسان مړه شوي دي. د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد په وینا پېښه د ننګرهار مرکز جلال اباد په اوومه حوزه سیمه کې تېره شپه نژدې ۱۲ بجې رامنځته شوې.
د ښاغلي حماد په خبره مرکزي غوچکو سیمه یو دوه پوړیز کور، چې د نهر پر غاړه یې موقعیت درلود او تر دې وړاندې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و، ونړېد.
په دې پېښه کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي تر خاورو لاندې شوي وو، چې په پایله کې یې یوې مور او شپږو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پلار یې ټپي شوی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي، له پېښې سره سم د اوومې امنیتي حوزې امنیتي پرسونل د پېښې ځای ته رسېدلي، د ژغورنې چارې پيل کړې او د قربانیانو مړي یې له خاورو رایستلي دي.
نوموړی د ننګرهار عامې روغتیا مسوولینو له قوله زیاتوي، پېښه کې ټپي شوی سړی تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضیعت یې د ډاډ وړ دی.
په افغانستان کې له دې مخکې هم د اوبو لارو ته نژدې ودانیو نړېدو له کبله د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
د سختو ورښتونو په ترڅ کې د سېلابي اوبو څپې چې په لارو کې یې خنډونه جوړ شوي وي، معمولاً د خلکو استوګنې سیمو یا کروندو ته ننوځي، چې له کبله یې درانه زیانونه رسېږي.
ماهرین وايي، په افغانستان کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر لوړوالی د اوبو د زېرمو نشتوالي، د ښارونو چټکه پراختیا، غیر پلاني سیمو کې ودانۍ جوړول، د سېندونو د ساحو کوچني کول، د سېلاب په اړه د پوهاوي نشتوالی، د اټکل او خبرداري سیسټم نه شتون، پر وخت د سېلاب زیانمنو ته نه رسیدګي او حکومتي ادارو ضعف پورې اړه لري.