په ننګرهار کې څنګه یوه مور له خپلو شپږو ماشومانو سره یو ځای مړه شوه؟

د ویډیو تشریح، ننګرهار کې د کور نړېدو پېښه کې د یوې کورنۍ اووه کسان مړه شوي

په ننګرهار کې د یوه کور نړېدو پېښه کې د یوه کور اووه کسان مړه شوي دي. د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد په وینا پېښه د ننګرهار مرکز جلال اباد په اوومه حوزه سیمه کې تېره شپه نژدې ۱۲ بجې رامنځته شوې.

د ښاغلي حماد په خبره مرکزي غوچکو سیمه یو دوه‌ پوړیز کور، چې د نهر پر غاړه یې موقعیت درلود او تر دې وړاندې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و، ونړېد.

په دې پېښه کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي تر خاورو لاندې شوي وو، چې په پایله کې یې یوې مور او شپږو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پلار یې ټپي شوی دی.

د قرباني شوې کورنۍ یو غړی وايي، "د شپې لس بجې وې چې ناڅاپي یو درز شو او سملاسي مې ځان ور ورساوه،‌ هلته مې چې ولیدل زما د کاکا یو زوی ژوندی و،‌ نور ټول مړه شوي وو،‌ درې تنه مو عامې روغتیا روغتون ته یووړل او څلور فاطمة الزهراء روغتون ته.‌ له هغه ځایه مو چې د نورو حال اخیست، په حق رسېدلي وو.‌ وژل شویو کې د هغه درې زامن،‌ درې لوڼي او یوه مېرمنه ده."

په سیمه کې د ابراهیم په نامه یو قومي مشر وايي، د حوزې مامورانو د امبولانس او موټر برخه کې او کلیوالو هم ډېره همکاري وکړه.

په یوه وېډیو کلیپ کې یو کور نړېدلی ښکاري چې چت یې راپرېوتی دی او له خامو خښتو جوړ کور دی.‌

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي، له پېښې سره سم د اوومې امنیتي حوزې امنیتي پرسونل د پېښې ځای ته رسېدلي، د ژغورنې چارې پيل کړې او د قربانیانو مړي یې له خاورو رایستلي دي.

نړېدلی کور

نوموړی د ننګرهار عامې روغتیا مسوولینو له قوله زیاتوي، پېښه کې ټپي شوی سړی تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضیعت یې د ډاډ وړ دی.

په افغانستان کې له دې مخکې هم د اوبو لارو ته نژدې ودانیو نړېدو له کبله د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

د سختو ورښتونو په ترڅ کې د سېلابي اوبو څپې چې په لارو کې یې خنډونه جوړ شوي وي، معمولاً د خلکو استوګنې سیمو یا کروندو ته ننوځي، چې له کبله یې درانه زیانونه رسېږي.

ماهرین وايي، په افغانستان کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر لوړوالی د اوبو د زېرمو نشتوالي، د ښارونو چټکه پراختیا، غیر پلاني سیمو کې ودانۍ جوړول، د سېندونو د ساحو کوچني کول، د سېلاب په اړه د پوهاوي نشتوالی، د اټکل او خبرداري سیسټم نه شتون، پر وخت د سېلاب زیانمنو ته نه رسیدګي او حکومتي ادارو ضعف پورې اړه لري.