د ننګرهار توپان کې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو وژل کېدل؛ خوشالي څنګه په غم واوښته؟

ننګرهار

د عکس سرچینه، Social

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي

واجد چې شاوخوا ۳۰ کلن و، دوه لوڼې يې لرلې، یوه یې یوازې درې ورځې وړاندې زيږېدلې وه. دویمه یې نژدې دوه کلنه وه. د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د مبارکۍ لپاره یې خویندې او خپلوان کور ته ورغلي وو.

راغونډ شوي خپلوان او د کورنۍ غړي ټول يوه خونه کې وو چې د کوچنۍ ماشومې لپاره خوښي وکړي، خو داسې څه وشول چې ښايي هېچا یې فکر لا نه و کړی.

واجد چې ژوند یې په ورځنۍ مزدورۍ چلېده ، تازه له کاره کور ته ستړی ستون شوی و. په خونه کې ويده و چې ناڅاپه یې پر کور "باران او تېز توپان" ور برابر شو.

له خټو جوړو دواړو خونو د کمساري تېز باد او باران مخه ونه شوای نیولی، کوټې را پرېوتې او د واجد په ګډون په کوټو کې ټول تر خاورو لاندې او مړه شول.

د کوچنۍ ماشوم مور او د واجد مېرمن چې مېلمنو ته د چایو په برابرولو بوخته وه، د چت را پرېوتو پر مهال پخلنځي کې وه، له مرګ ژغورل شوې خو "ټپونه يې د اندېښنې وړ" بلل شوي دي.

بي‌بي‌سي ته په جلال اباد کې ځايي‌ خبریال نصیر احمد میاخیل ویلي، د دې کورنۍ په وژل شویو کې شپږ ماشومان، څلور ښځې او یو سړی شامل دي. د هغه په وینا، د دې کورنۍ درې نور غړي ټپیان هم دي او تر اوسه په روغتون کې بستر دي.

"ولوېږي، بې هوښه شي"

سېلابونه

د عکس سرچینه، AFP

حنیف الله چې د دې کورنۍ غړی دی، د پېښې پر مهال په وردګو ولایت کې و. نوموړي بي‌بي‌سي پښتو ته وويل، "د شپې ۱۲ بجې ټول مړي روغتون ته یوړل شول، ۱۱ جنازې مو یوځای کېښودې."

نوموړی وايي، کله چې خلک د دعا لپاره راشي، د کورنۍ نارینه غړي "له ډېره درد، ولوېږي، بې هوښه شي، بیا یې ډاکټر ته یوسو..."

حنیف الله چې خپله هم ویر په سر اخیستی، وايي د خوښۍ په پار د راټولې شوې کورنۍ ناسته په غم بدله شوه.

تازه مالومات ښيي، چې په ننګرهار کې د وړمې ورځې د باران او توپان له امله شوې ویجاړۍ کې د مړو-شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۴۷ ته پورته شوی دی. سلګونه کورونه وېجاړ شوي.

حنیف الله زیاتوي، چې د دوی د کورنۍ غړي هم له دې امله د نورو خپلوانو په کورونو کې اوسېږي چې خپل هغه یې د اوسېدو نه دي او نژدې وېجاړ شوي دي.

په دې پېښو کې د ځپل شویو خلکو د لاسنیوي د پڅ بهیر په اړه هم نیوکې او شکایتونه ډېر شوي، خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، چې زیانمنو شویو کورنیو سره یې تازه د نغدي مرستو لړۍ پیل کړې ده.