د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د هوا خرابوالی په پراخه کچه د خوراکي توکو کمښت رامنځته کولای شي

د عکس سرچینه، WFP
د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې د هوا د خرابوالي د زیاتېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا وضعیت به د خوراکي توکو پر امنیت پراخ اغېز وکړي.
د بشري مرستو دغه سازمان د هېواد په شمال په تېره بيا بغلان کې دوه مياشتې مخکې راغلي سېلابونه د اقلیم د خرابېدو نښه بللي دي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان ښارونه او ولایتونه د بې سارو بارانونو او سېلابونو شاهدان دي چې درنه مرګ ژوبله او زیانونه یې اړولي دي.
په بغلان کې د سېلاب له امله له درې سوو څخه زيات کسان مړه او تر يو نيم زرو زيات ټپيان شول. دغو سېلابونو زرګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.
په هغه ویډیو کې چې د خوړو نړیوال پروګرام بيبيسي ته لېږلې، پکې ښکاري چې د دغه ناوړه سېلاب عواقب لا هم پر خپل ځای دي؛ کورنۍ په ازاده فضا کې شپې سبا کوي او بشري مرستو ته د اړمنو کتار لا هم اوږد دی.
ورېښمینه او کورنۍ يې چې په دې وروستيو کې له پاکستانه د افغانستان بغلان ته راستانه شوې، دغو سېلابونو یې کورنۍ ځپلې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دا وايي، "ګاونډیانو چیغې کړې چې سېلاب راغی، موږ راووتو او یوازې خپل ځانونه مو را وویستل، کور هر څه سېلاب یوړل. اوه اته میاشتې مخکې له پاکستانه افغانستان ته راکډه شوو او اوس چې سېلاب راغی، بیا یې کډه کړو."
د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وايي، وروستیو سېلابونو هغه سیمې وځپلې چې اوسېدونکو یې وار له مخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوله.
د مالي مرستې اړتیا
کارپوهان وايي، که څه هم افغانستان د اقلیم په نړیوال کړکېچ کې رول نه لري خو په دې برخه کې یو له ډېرو زیانمنو شویو هېوادونو دی.

د عکس سرچینه، WFP
دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د هوا د خرابوالي ډېرېدل عادي شوي خو خبرداری یې ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې د دې احتمال شته، چې د خوراکي توکو پر خوندیتوب پراخې اغېزې وکړي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر ټیم انډرسن یې په اړه وايي، "دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې سخت سېلابونه راغلل چې سلګونه کسان یې ووژل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل. د خوړو نړیوال پروګرام له پیله سېلاب ځپلو سره مرسته وکړه. اوس اصلي مسئله دا ده چې له دې اړمنو خلکو سره باید نورې مرستې وشي، خو موږ د روان کال د پاتې مودې لپاره کافي بودیجه نه لرو."
د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وايي، یوازې په بغلان، فاریاب، غور، لغمان او ننګرهار کې له هغو ۱۲۵ زره عاجلو اړمنو کسانو سره بشري مرستې کوي چې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.
زیاته کړې يې ده چې عادي حالت ته د یادو زیانمنو بېرته ستنولو لپاره ډېرې مالي مرستې ته اړتیا ده.
دغه مرستندویه سازمان وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.











