سېلابونو په غور او فاریاب کې لسګونه کسان وژلي؛ ځینو ولایتونو کې د نور باران اټکل شوی
سېلابونو دا ځل د افغانستان په غور او فاریاب ولایتونو کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
په غور کې د ۵۰ او فاریاب کې د ۱۸ کسانو مړینه تایید شوې او په څنګ کې یې د زرګونو کورونو، هټیو او نورو ودانیو د ویجاړېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د طالبانو حکومت د دغو نویو پېښو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او زیاتوي چې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي هڅې یې چټکې کړې دي.
بل خوا د افغانستان د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې یکشنبه ښایي د هېواد په نږدې شپاړسو ولایتونو کې نور درانه بارانونه وشي.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس هلته د ښځو او ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۵۰ کسانو مړینه تایید کړې او وايي ځينې بې درکه دي.
نوموړی زیاتوي چې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۴۰۰۰ نور کورونه او ۲۵۰۰ دوکانونه زیانمن شوي دي.
ښاغلی حماس همدا راز په دغو سېلابونو کې پر سلګونه هکتاره ځمکه د ولاړو فصلونو، میلیونونو ونو بوټو، او زرګونو څارویو د لمنځه تللو خبر هم ورکوي.
نوموړي زیاته کړې چې سېلابونو د غور – هرات ترمنځ لویه لار او همدا راز د غور د مرکز او ولسوالیو ترمنځ سړکونه هم په بشپړ ډول ویجاړ کړي او دمګړۍ د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

د عکس سرچینه، Taliban
د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي وایي سیلابونو د دغه ولایت په مرکز او یو شمېرو ولسوالیو کې هم درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
هلته د ۱۸ کسانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی دی.
دا هر څه داسې مهال دي، چې د افغانستان د هوا پېژندنې اداره یکشنبې په یو شمېر ولایتونو کې د نورو بارانونو او ورسره ملو سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
دغې ادارې ویلي، د بارانونو دا څپه پر بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کوڼر، کاپیسا، پروان، بامیان، فاریاب، جوزجان، سمنگان، غور، بادغیس، هرات و فراه ولایتونو را روانه ده.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر اېکس پاڼه ویلي چې غور کې سېلابونو د "ګڼو خلکو ژوند اخیستی" خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
طبیعي پېښو پرضد د مبارزې لپاره د طالبانو وزارت ویاند ملا جانان بيبيسي ته وویل، غور کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه مالومات راټولي، خو ښاغلی جانان وايي، ښايي د وژل شویو شمېر تر ۵۰ ونه رسېږي.
غوره کې د سېلابونو له امله د مرګژوبلې رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي، چې همدا تېره اونۍ په شمالي بغلان او تخار ولایتونو کې کمسارو سېلابونو له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل.
بغلان ته د بيبيسي استول شوی خبریال یما بارز وايي، له یوې اونۍ وروسته اوس ځايي خلک په ځینو ځایونو کې خپلو مېنو ته ورستنېږي چې له خټو یې پاکې کړې دي.
د مرستو بهیر او غوښتنه یې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA
د بغلان سېلابونو په ۱۱ ولسوالیو کې زرګونه کورنه ویجاړ کړي او ګڼې داسې کورنۍ شته چې د شپې تېرولو لپاره هېڅ نه دي ورپاتې.
زموږ خبریال زیاتوي، سره له دې چې له تېرې چارشنبې راهیسې مرستې یو څه چټکې شوې دي، خو د خلکو اړتیاوو ته په کتو مرستې بیا هم لږ دي.
د هغه په وینا، ځینې کورنۍ چې هر څه یې سېلابونو وړي دي، څو کمبلې او یوه خیمه یې بسنه نه کوي او د مرستو اړتیا یې ډېره ده.
د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر چې بغلان ته تللی، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو مرستندویه ادارو له مسوولانو سره کتنه کې له هغوی د مرستې غوښتنه کړې.
ښاغلي برادر ویلي وو، د دوی له حکومت سره په همغږۍ "له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو ترڅنګ په پراختیایي برخو کې هم خپلې مرستې زياتې او چټکې کړئ."

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي برادر بغلان کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو کچه پراخه بللې او ویلي یې دي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې یې د خلکو "استوګنيزو کورونو سربېره، ۱۹روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او همدا راز ۶۰ کيلومتره سړک" هم وړی چې د نوموړي په وینا "اساسي بيارغونې او پاککارۍ ته اړتيا لري."
اوس که د بغلان ځپل شوې کورنۍ خپلو ویجاړو مېنو ته ستنې هم شي، ښايي رغول او ژوند ته برابرول یې ډېر وخت وغواړي.
سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر له وړاندې پیکه ښکاري، خو که سېلابونه نور زیانونه واړوي، د دې شونتیا شته چې د مرستو رسولو کمزوری بهیر لا نور ځنډنی شي.












