ملا برادر: مرستندویه ادارې دې سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو ترڅنګ پراختیايي برخو کې هم مرسته وکړي

طالبان

د عکس سرچینه، FDPM

د طالبانو په حکومت کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان د شمال بغلان ولایت ته تللی چې هلته د وروستیو سېلابونو زیانونه و ارزوي او سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو چارې له نږدې وګوري.

هغه نن جمعه (د غوايي/ثور ۲۸مه) د بغلان ولایت په مقام کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو مرستندویه اراو له مسوولانو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي چې د دوی له حکومت سره په همغږۍ "له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو ترڅنګ په پراختیایي برخو کې هم خپلې مرستې زياتې او چټکې کړي".

ښاغلي برادر بغلان کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو کچه پراخه بللې او ویلي یې دي،‌ چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې یې د خلکو "هستوګنيزو کورونو سربېره، ۱۹روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او همدا راز ۶۰ کيلومتره سړک" هم وړی چې د نوموړي په وینا "اساسي بيارغونې او پاک کارۍ ته اړتيا لري".

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اېکس/ټویټر په یوه پیغام کې وايي چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو چارواکو هم ښاغلي برادر ته "پر بشري مرستو سربېره په پراختیایي برخو کې د مرستو او همکارۍ ډاډ" ورکړی دی.

طالبان

د عکس سرچینه، FDPM

د یادونې ده چې په افغانستان کې د تېرې اوونۍ مرګونو سېلابونو کې زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو رسولو چارې لا روانې دي‌ او د طالبانو حکومت او مرستندویه سازمانونو پکې بوختې دي.

په دغو سېلابونو کې تر ټولو ډېر زيان د بغلان بورکې ولسوالۍ کې اوښتی دی.

د سېلابونو قربانيان هم تر ډېره ښځې او ماشومان بلل شوي دي. ځینې کورنۍ د یوې اوونۍ له تېرېدو وروسته هم د خپلو ورکو شویو خپلوانو په مړو پسې ګرځي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ويلي، د افغانستان شمال ختيځو سيمو سېلابونه يوه داسې يادګېرنه ده چې ښيي افغانان لوی ملاتړ او يووالي ته اړتيا ده،

Afghanistan

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د بي بي سي خبریاله کرولاين ډېوېس چې بغلان ته تللې وايي ډېرو خلکو سره چې یې خبرې کړې، هغوی ورته ويلي چې په ژوند کې يې هېڅکله داسې سېلابونه نه وو ليدلي.

نوموړې زیاتوي، اوس لويه پوښتنه دا ده چې افغانستان به راتلونکې کې څومره د اقلیمي بدلون داسې پېښو پر وړاندې چمتو وي.

د یادونې ده چې افغانستان د هغه لیست د سر په هېوادونو کې دی چې د اقلیم د بدلون له اړخه د پېښو او زیانونو له ډېر خطر سره مخامخ دي.

همدا نن او سبا ډېرو ولایتونو کې د نورو اورښتونو وړاندوينه هم شوې، چې خلک ورته اندېښمن دي.