د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ۲۹ ولایتونو او سالنګونو کې د ګڼو بارانونو، چټکو بادونو او احتمالي سېلابونو اټکل کړی.
د طالبانو چارواکو او د خوړو نړیوال پروګرام ویلي په څو ولایتونو کې د سیلابونو له امله تر دمګړۍ تر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي.
د افغانستان د شمالي ولایتونو د تېرې اونۍ په ویجاړوونکو سېلابونو کې اغېزمن شوي لا هم د خپلو ورکو خپلوانو په پلټنه بوخت دي چې تازه د نورو سېلابونو اټکل هم شوی. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې تقریباْ په نهه ویشت ولایتونو کې د ګڼو بارانونو، چټکو بادونو او سېلابونو اټکل کړی. دغو خبرونو وار له مخه په خلکو کې وېره هم خپره کړې.
د سرپل ولایت اوسېدونکی قاري یعقوب وايي، خلک ډېر اندېښمن دي. ځینې خلک لوړو سیمو ته هم ختلي او پر ټولنیزو شبکو هم آوازو اندېښمن کړي.
د بغلان په بورکه سیمه کې چې د تېرې اونۍ سېلابونو تر نورو سیمو ډېره ځپلې لا هم خلک د خپلو خپلوانو په موندلو پسې سرګردانه دي. دغه قربانیان ډېری ماشومان او مېرمنې وې چې په کورونو کې وو او ناڅاپه سېلاب لاندې کړي.
د سېلاب ځپلو لاسنیوی لا هم تر ډېره ځایه نه دی شوی، سېلابونو سړکونه وران کړي او د اوبو ډېر والي د خلکو د ژغورلو او خلکو سره د مرستې چارې هم ټکنۍ کړې.
په بغلان کې د بي بي سي خبریال یما بارز وايي، پرون پنجشنبه د تېرو نورو ورځو پرتله د مرستې رسولو فعالیتونه نسبتا ډېر لیدل کېدل. د بي بي سي خبریال وايي، ماښام مهال په سیمه کې باران پیل شو او لومړنۍ اندېښنه دا وه، چې ښايي د باران له کبله د مرستې رسولو لړۍ هم پرې شي، خو له نیکه مرغه باران ډېر دوام و نه کړ او اوس ویل کېدای شي چې نن (جمعه) به هم د مرستو لړۍ روانه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت د سرې میاشتې مرستیال نور الدین ترابي وایي د بېلا بېلو هېوادونو مرستې ور رسېدلي دي چې اوس یې په وېشولو دوی بوخت دي.
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له نږدې ټولو مهمو ادارو، بېلابېلو نړیوالو مرستندویه سازمانونو او خصوصي سکتور سره کابل کې په ګډه ناسته کې د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
خو د بي بي سي یو شمېر اورېدونکي بیا ټینګار کوي چې د مرستو پر مدیریت او اړمنو ته يې پر سم ډول رسېدو هم باید پام ډېر شي.
طالب چارواکو تر اوسه په دغو سېلابونو کې د لږ تر لږه درې سوه کسانو مړینه ثبت کړې، خو د ملګرو ملتونو ادارو او د طالبانو چارواکو دواړو خبرداری ورکړی چې ښايي د دغو سېلابونو د مرګژوبلې کچه لوړه شي.
افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې ګڼل کېږي، چې د طبیعي پېښو د اقلیمي بدلون له اړخه د رامنځته کېدونکو زیانونو له ډېر خطر سره مخامخ دي.











