په افغانستان کې سېلابونو ولې درانه زیانونه واړول؟

سېلاب ځپلې سیمه
    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو سټلایټ تصویرونه پر دې لا رڼا اچوي چې ولې او څنګه يې د زیانونو کچه لوړه وه.

دا تصویرونه ښيي چې دغو سېلابونو چې د مې میاشتې له لومړیو د مې میاشتې تر پایه راووتل، په بېلو سیمو کې د استوګنې او کرکیلې سیمې له ځان سره وړې.

تصویرونه ښيي چې سېلابونه په وچو ځمکو په چټکۍ تللي او د ویجاړیو لامل شوي. دغه راز ښئي چې په ځینو سیمو کې اوبو له ځان سره ډبرې او توکي لېږدولي او اوبه د استوګنې او کرکیلې پر سیمو لا هم ډنډ دي.

دغو سېلابونو د سېندونو غاړې هم ډېرې زیانمنې کړې او دا چې د سېندونو خوا او شا معمولا کرنیزې ځمکې وي نو دغو ځمکو ته اړولی زیان يې ډېر کم‌ساری دی.

بي بي سي په وروستیو سېلابونو کې د ډېرو ځپل شوو څو سیمو سټلایټ تصویرونه کتلي چې پکې د پلخمري او مرکزي بغلان، د همدغه ولایت بورکې ولسوالۍ، د تخار اشکمش، د غور مرغاب او شهرک، د فاریاب کوهستانات او د هرات یو شمېر ډېرې ځپل شوې سیمې د بېلګې په توګه کتل شوې.

دغه تصویرونه ښيي چې د بېلګې په توګه:

د بغلان خنجان، دوشي او پلخمري سیمو کې سیلابونه په څو برخو کې د کلیو او استوګن سیمو د بشپړ له منځه تګ لامل شوي.

د تخار په اشکمش کې یې پراخې کرنیزې سیمې وېجاړې کړې او د استوګنې سیمې يې هم له ځان سره وړې.

د غور د مرغاب تصویرونه ښئي چې هلته نه یوازې ګڼې د استوګنې او کرکیلې سیمې يې له ځان سره وړې بلکه د سېلاب ډېرې اوبه هلته د مې میاشتې تر پایه ډنډ دي او یو ستر ډب یې تشکیل کړی.

د زیانونو د ډېروالي لاملونه

سېلاب ځپلې سیمه

په افغانستان کې ډېری آبادي د سیندونو په څنډو ده. د استوګنې او کرکېلې لپاره د داسې پلانونو د نشتوالي له امله چې پکې ممکنه خطرونه په پام کې نیول شوي، دا آبادۍ د سېلابونو له لوړ ګواښ سره مخ وي.

د سټلایټ تصویرونه ښيي چې په بېلو سیمو کې سېلابونو هغه کورونه او استوګن سیمې وړې چې د سېل د اوبو په مسیر کې پرتې دي.

خلک چې ناڅاپه د سېلاب له ګواښ سره مخ شوي او د ځان بچولو لپاره يې لږ فرصت درلود او د لوړو انساني تلفاتو لامل شوي.

له مخکې د خبراوي سیستم (اېرلي وارننګ سیستم) نشتوالی: چې د سېلاب راوتلو په اړه له وړاندې خبر ورکړي. د بېلګې په توګه د هوا حالات او ناڅاپي سېلابونو راوتلو په اړه د خلکو خبرول یا دا چې کله په یوه سیمه کې سېلاب راشي د جوماتونو د لاوډسپیکرونو او نورو وسایلو او یا هم د یوه چا د استولو له لارې د ښکته پرتو ولسونو د خبرولو د سیستم نشتوالی.

په معیار برابرې ودانۍ: ځینې ځایونه هغه ودانۍ چې په پاخه ډول رغېدلې روغې پاتې خو شاوخوا د خټو کورونه یې ټول نړېدلي او اوبو له ځان سره وړي. دا د دې ښودنه کوي چې په معیار برابرې او محکمې ودانۍ نشتوالی هم د تلفاتو د ډېروالي لامل شوې.

د ویډیو تشریح، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ولې درانه زیانونه واړول؟

د اوبو او چاپېریال ساتنې متخصص داکتر نجیب الله سدید وايي، د دغو سېلابونو د وېجاړۍ د لوړې وړتیا اصلي عامل د اقلیم بدلون دی چې د هوا تودېدل د درنو ورېځو او ناڅاپي درنو ورښتنو لامل کېږي.

د افغانستان جغرافيوي ځانګړنه چې ډېر بوټي او ځنګلونه نه لري چې په هر مهال کې یې سېلابونه وېجاړوونکې پایلې لرلی شي. د سټلایټ تصویرونه هم ښئي چې دا سېلابونه په وچو ځمکو په چټکۍ تللي او د ویجاړیو لامل شوي.

ښاغلی سدید د مرګ‌ژوبلې د ډېروالي بل لامل د خلکو ناپوهي او د پېښو د خطرونو راکمولو کې د دوی پې پامي یا یې اطلاعاتو ته د لاسرسي کموالی دی. دوی پر وخت د اورښتونو له اټکلونو، د سېلابونو له احتمال او داسې نورو پر وخت نه خبرېږي یا پام نه ورته کوي.

بل لامل یې په لوی لاس خپله د خلکو لخوا ځان د زیان خولې ته تړل دي چې په داسې ځایونو کې ودان شوي چې د سېلابونو په مسیر کې پراته دي.

په مرغاب ولسوالۍ کې اوبو ټوټې او نور توکي له ځان سره وړي او هلته ډېرې اوبه ډب شوې او دې نه یوازې مرګ‌ژوبله اړولې چې هلته يې ژوند لا ډېر سخت کړی.

وروستۍ شمېرې:

د طالبانو حکومت د طبيعي پېښو د چمتووالي اداره وايي چې نږدې درې نیم سوه کسان په دغو سېلابونو کې مړه شوي.

ملګري ملتونه وايي، د مې د شلمې او اتلسې تر منځ دغو سېلابونو یوازې په بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو کې له ۶۰ زرو ډېر وګړي اغېزمن کړي، ۷۸۰۰ کورونه يې نړولي او له پنځو زرو ډېرې کورنۍ يې بې‌ځایه کړې.

۳۴۷ کسان يې مړه کړي او له ۱۶۵۰ ډېر یې ټپيان کړي.

د سېلاب پر مهال خلک څه وکړي؟

سېلاب ځپلې سیمه

د ملګرو ملتونو پر پاڼو د سېلاب لپاره داسې لارښونې شوې:

له سېلاب وړاندې:

  • لوښي له پاکو اوبو ډک کړئ
  • قېمتي څیزونه لوړو ځایونو ته ولېږدوئ چې اوبه ور ونه رسېږي.
  • د وتلو لارې او هغې لارې ځان ته معلومې کړئ چې د اړتیا پر مهال پرې ووځئ
  • د بيړنۍ اړتیا د مهال توکي (لکه طبي څیزونه يا د ټپ د تړلو او ورته نور څیزونه) له ځان سره ولرئ
  • خواړه، اوبه او جامې په امن ځای کې وساتئ.
  • مهم اسناد په پلاستيکي کڅوړه کې واچوئ.
  • قوي لاسي بتۍ یا څراغ ولرئ
  • له بیړنیو حالاتو د خبرېدو لپاره له رادیو ولرئ او
  • که شرایط برابر وي او چارواکو امر کړی وي برېښنا، اوبه او ګاز قطع کړئ.

د سېل پر مهال:

  • که اړتیا وي یا هم که چارواکو درنه غوښتي وي سملاسي له سیمې ووځئ
  • په رادیو او تلویزیون کې اعلانېدونکې لارښوونې تعقیب کړئ
  • د برېښنا مزو او ستنو ته مه نږدې کېږئ
  • د ښوونځي یا جومات په څېر امن ځایونه پیدا کړئ
  • که ځای ته اړتیا لرئ نو یوازې اړتیا وړ لوازم درسره واخلئ
  • هغه ځای ته مه ورنږدې کېږئ چې اوبه پکې دي ځکه د اوبو کچه په چټکۍ لوړېدی شي.
  • هڅه مه کوئ چې له کوم سیند څخه تېر شئ؛ په تېره بیا دا چې په اوبو کې داسې خطرناک څیزونه شته چې تاسو سخت ټپي کولی شي.
سېلاب ځپلې سیمه

او له سېل وروسته:

تر هغې چې چارواکو نه وي درته وېلي بېرته خپلو کورونو ته مه ورستنېږئ

ودانیو ته مه ورنږدې کېږئ ځکه ښايي راونړېږي

خطرناک مواد لکه تېل یا هم درمل او نور پاک کړئ

د برېښنا پر مزو له ګرځېدو یا هم ستنو ته له ورنږدې کېدو ډډه وکړئ

هغه خواړه چې د سېل اوبو لانده کړي وي مه خورئ

ټپیان له ځایه مه ښوروئ؛ ښه ده چې متخصص کسان له هغوی سره مرسته وکړي

د بېړنیو حالاتو په اړه رادیو ته د احتمالي لارښوونو په خاطر غوږ ږدئ.