د چاپېریال نړیواله ورځ؛ 'هغه سیمې چې انسانان پکې مېشت دي له جدي خطر سره مخامخ دي'

د عکس سرچینه، getty images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
ملګري ملتونه وايي په ټوله نړۍ کې ایکو سیستمونه له ګواښ سره مخامخ دي، ځنګلونه، وچې او کرنیزې ځمکې، جهیلونه او طبعي ځایونه چې انسانان په کې مېشت دي له جدي حالت سره مخامخ دي.
په داسې حال کې چې اقلیمي بدلونونه د ریکاډ کچې ته رسېدلي په پام کې ده چې نن د جون میاشتې پر پنمه نېټه د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اقلیم د وضعیت په اړه جدي حقایق او هغه بې ځایه خطرونه چې یو شمېر نړیوال مشران یې اخلي بیان کړي او ترڅنګ به یې دا هم ووايي چې کمپنۍ، هېوادونه په ځانګړې توګه اوه صنعتي، او شل صنعتي هېوادونه په راتلوونکو اتلسو میاشتو کې څه وکړي چې د انسانانو د ژوند وړ راتلوونکې لپاره چانسونه وژغوري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ځمکې ۴۰ سلنه برخه ویجاړه شوې چې د ټولنې نړۍ نیمايي نفوس اغېزمنوي. له ۲۰۰۰ کال راهیسې وچکالۍ ۲۹ سلنه ډېرې شوې او د پخوا پرتله یې مودې هم اوږدې شوې دي. ملګري ملتونه وايي که بېړني اقدامات ونه شي، نو تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ درې برخې نفوس د وچکالیو له امله اغیزمنېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایکو سیستم د بېرته رغولو لپاره له ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۳۰ کال پورې د ملګرو ملتونو په پلان کې د ویجاړې شوې ځمکې بېرته رغونه مهمه برخه ده او پر ټولو خلکو غږ شوی چې خپل رول په کې ولوبوي. له دې امله چې سږکال د چاپیریال پر نړیواله ورځ ډېر پام د ویجاړې شوې ځمکې پر بیارغونې ورټول دی، د دې ورځې سږنۍ ناره یې هم ''زموږ ځمکه زموږ راتلوونکی'' غوره شوې ده.
ملګري ملتونه وايي، ''موږ نه شو کولای چې وخت بېرته شاته وګرځو، خو کولای شو چې ونې کینوو، د اوبو سرچینې وژغورو او د کرکیلې لپاره خاوره پیاوړې کړو، ځکه موږ هغه نسل یو چې کولای شي له ځمکې سره سوله وکړي.''
ملګري ملتونو خبرداری ورکړی چې وخت له لاسه په وتو دی او د دې لپاره چې په روانې پیړۍ کې نړیواله تودوخه د سانتي ګراد په کچه له یوې نیمې درجې نه ټېټه وساتل شي باید تر ۲۰۳۰ کال پورې د شین کوریزه ګازونو کچه کمه کړای شي، که نه نو له هغه وروسته به په یوه لسیزه کې د هوا ککړتیا له هغې کچې نه چې انسان په کې ژوند کولای شي ۵۰ سلنه ډېره شي او دغه راز به په سمندرونو کې د پلاستيکي کثافاتو کچه هم درې برابره لوړه شي.







