'افغانستان کې د اقلیمي ناورینونو وروستۍ څپې لږ تر لږه ۱۵۰۰ ماشومان بېکوره کړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ 'سېف دې چېلډرن' په یوه اعلامیه کې کښلي چې له پنځلس سوه ډېر ماشومان هم په افغانستان کې د اقليمي ناورینونو وروستۍ څپه کې بې کوره شوي او دا يې په دغه هېواد کې د وروستیو لسیزو سخت بشري ناورینونه یاد کړي.
د دغه بنسټ په وینا چې په ننګرهار، کونړ او لغمان کې په وروستي توپان کې په ځپل شوو سیمو کې شاوخوا ۱،۳۶ مېلیونه وګړي اوسېږي چې له اته نیم لکو ډېر یې ماشومان دي.
'سېف دې چېلډرن' دا هم ویلي چې وروستي توپان په تورخم کې د راستنېدونکو پنډغالي او مرکزونه هم زيانمن کړي او دغه راز يې د تیلېفوني شبکو او سړکونو په ګډون اړتیا وړ خدمات زیانمن کړي.
د ننګرهار په توپان او باران کې د وژل شویو شمېر له ۴۷ لوړ شوی؛ طالب چارواکو د مرستې غوښتنه کړې
د طالبانو د حکومت چارواکي او ډاکټران وايي، چې په ننګرهار کې د وړمې ورځې د باران او توپان له امله شوې ویجاړۍ کې د مړو-شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۴۷ ته پورته شوی دی.
په دې پېښو کې د ځپل شویو خلکو د لاسنیوي د پڅ بهیر په اړه هم نیوکې او شکایتونه ډېر شوي، خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، چې زیانمنو شویو کورنیو سره یې تازه د نغدي مرستو لړۍ پیل کړې ده.
بلپلو، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له درنو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي، چې له امله یې د پنځو کسانو د مړینې خبرونه راغلي دي.
د هوا پوهنې ادارې نن او سبا په اوولسو ولایتونو کې د نورو سختو ورښتونو او په ځینو سیمو کې یې له امله د سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی دی.
د جلال اباد ښار په شاوخوا سیمو کې سیلابونو او توپان پراخه وېجاړي هم اړولې ده. په ګڼو سیمو کې برېښنا پرې شوې او د سړکونو له غاړې ونې هم ماتې شوې دي.

د عکس سرچینه، SOCIAL
د ننګرهار ولایت د پېښو پروړاندې چمتووالي مشر مولوي سيف الله خالد په وینا؛ "د وروستۍ پېښې له امله په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د لومړنيو معلوماتو له مخې ۴۷ کسان شهيدان او ۳۵۰ نور ټپيان شوي دي. دغه راز ۴۰۰ کورونه، ۶۰ د برېښنا ستنې، ونې او کروندې زيانمنې شوي دي."
په ننګرهار کې طالب چارواکي وايي، سېلابونو په جلال اباد ښار، بټي کوټ، سره رود او د بهسودو ولسوالیو کې ډېر زیانونه اړولې دي.
د طالبانو ځايي چارواکو له بهرنيو مؤسسو غوښتنه کړې، چې د وروستۍ پېښې قربانيانو ته لازمه پاملرنه وکړي. د ښایسته ګل په نامه یوه ځايي اوسېدونکي بيبيسي پښتو پاڼې ته وویل "باران او توپان هومره تېز و چې موټرو حرکت نه شوای کولای، هېڅ لار نه ښکارېده، ږلۍ هم ورسره وه. داسې توپان مې بیخي نه و لیدلی."
په جلال اباد کې ځینو ځايي خبریالانو بيبيسي ته ویلي، په ګڼو سیمو کې لا هم برېښنا نشته او د موبایل شبکې هم په ځینو ځایونو کې کار نه کوي. په جلال اباد کې د ګرمۍ موسم دی او برېښنا نشتوالی د خلکو ستونزې لا ډېروي.
د ځايي رسنيو په وينا د سره رود ولسوالۍ د مستي خېلو په کلي کې د يوه کور د چت راپرېوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په اېکس د قربانیانو ته د رسېدنې او د خلکو د ژغورلو په تړاو د ګامونو اخیستو اعلان کړی او ویلي یې دي ځايي چارواکو ته امر شوی چې بې ځایه شویو کورنیو ته سرپناه، خوراکي توکي او درمل ورسوي او نظامي ارګانونه هم ویل شوي چې د خلکو ژغورلو کې له شته امکاناتو ګټه واخلي.

د عکس سرچینه، UGC
نورو ولایتونو کې سېلابونه
له افغانستانه رپوټونه وايي، ویجاړوونکو سېلابونو له ننګرهار پرته ، لغمان، کونړ، پنجشېر، کاپیسا او وردګو ولایتونه هم ځپلي دي. پر خواله رسنیو وېډیوګانو کې لیدل کېږي د سېلاب څپو کورونه ویجاړ کړي، کرنیزو ځمکو ته یې پراخ زیان اړولی او ولسي خلک سېلاب کې د ایسارو پاتې وګړو د ژغورلو هڅه کوي.
د طالبانو په حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې د وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، په اوو سرو ولایتونو کې سېلابونو ویجاړی رامنځ ته کړی، خو د مال او سر ډېر زیان په ننګرهار ولایت کې اوښتی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په اېکس د قربانیانو ته د رسېدنې او د خلکو د ژغورلو په تړاو د ګامونو اخیستو اعلان کړی او ویلي یې دي ځايي چارواکو ته امر شوی چې بې ځایه شویو کورنیو ته سرپنا، خوراکي توکي او درمل ورسوي او نظامي ارګانونه هم ویل شوي چې د خلکو ژغورلو کې له شته امکاناتو ګټه واخلي.

د عکس سرچینه، UGC

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو شاهد و. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې بغلان، بدخشان، فاریاب، غور او ګڼ نور ولایتونه هم سېلابونو سخت وځپل. یوازې بغلان کې د مړو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ته ورسېد.
په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن هم په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سیلۍ او سېلابونو راوتلو وړاندوېینه کړې ده.
دې ادارې ویلي، په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ میليمترو پورې وي. همدا شان په یو شمېر لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د توندو سیلیو د الوتلو وړاندوېینه شوې، چې چټکتیا یې ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوې.












