افغانستان کې سېلابونه؛ د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ اوښتی

د ویډیو تشریح، افغانستان کې سېلابونه

د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان په شمالي بغلان او بدخشان او لوېدیځ هرات او غور ولایتونو کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د افغانستان شمالي بغلان ولایت کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو کې د مرګ ژوبلې د ډېرېدو خبر ورکړی. د دغه ولایت د کډوالو چارو مشر محمد ابراهیم عمري تر ډېرو ډېرې سېلاب ځپلو سیمو برکه او مرکزي بغلان ته تللی او وايي هلته لږ تر لږه ۳۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶۳۰ نور ټپیان شوي او له ۲۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

نوموړی دا هم ولي چې ښايي د ځاني او مالي زیانونو کچه لوړه شي:

"په شیخ جلال او د مرکزي بغلان ولسوالۍ د سولې مېنه او برکه ولسوالئ په شرشر کلي کې سېلابونو ۳۱۵ کسان وژلي، ۱۶۳۰ کسان ټپیان شوي، ۲۶۶۵ کورونه بشپړ یا تر یوه حده ویجاړ شوي او ۱۰۰۰ څاروي له منځه تللي."

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، د سمنګان خرم او سارباغ ولسوالیو کې هم سېلابونو زیانونه اړولي، یو تن وژل شوی او یو ماشوم ورک دی، ۶۰ کورونه او ۳۰ هټۍ ویجاړې شوې او د اوبو لګولو ویالې، پلونه او د سیمې برېښنايي سیستم له منځه تللی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په بغلان کې د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ لوړ بللی او وايي له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

سرچینه وايي، دغو سېلابونو تر ډېره د تخار چال، اشکمش، نمک آب و فرخار کې ډېر زیانونه اړولي او ښايي د مرګژوبلې او مالي زیانونو کچه لوړه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د اړیکو مسؤلې رعنا دراز ویلي، سېلابونو له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي او نژدې ۲۸۰۰ کورونه زیانمن شوي دي. درې جوماتونه او څلور ښوونځي هم سېلابونو اغېزمن کړي دي.

ډبلیو‌اېف‌پي وايي، د افغانستان په بغلان کې ډېرو اغېزمنو سیمو ته لارۍ نه شي ورتللی.

ډبلیو‌اېف‌پي باید ژوندي پاتې شویو خلکو ته د خواړو ترلاسه کولو لپاره بدیله لاره برابره کړي.

د رپوټونو له مخې، د تخار بورکه ولسوالۍ کې سېلاب له امله له ۲۰۰ ډېر کسان کورونو کې بند پاتې.

وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي‌بي‌سي ته بغلان کې د ۱۵۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي وو.‌ د طالبانو اړوندو رسنیو د بغلان ګاونډ تخار کې هم د سېلابونو له کبله د ۲۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

په سېلابونو کې سلګونه ټپیان او ژوبلېدلي خلک چې ډېره برخه یې ماشومان او ښځې دي، روغتونونو ته وړل شوي او لسګونه کسان لا هم ورک دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

په کابل کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صنعت اونۍ د نندارتون په پرانیست‌غونډه کې له ملي سوداګرو او هېوادوالو غوښتي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زېانمنو شویو هېوادوالو په ځانګړي ډول د بغلان له خلکو سره تر خپلې وسې مرسته وکړي.

هم‌مهاله، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سېلاب‌ځپلو د وضعیت ارزونې لپاره بغلان ته تللی او د قربانیانو له کورنیو سره یې د بېړنیو مرستو او سرپنا چمتو کولو لارښوونې کړې دي.

د سېلاب ځپلو د مرستې لپاره د طالبانو دفاع وزارت د چورلکو پر مټ د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې ده، چې د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په وینا، بغلان کې یې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره له ۲۰ ډېرې الوتنې کړې دي.

د طالبانو حکومت وايي، سیمې ته د مرستې لپاره روغتیايي ډلې هم رسېدلې دي او د خلکو د لنډمهالې استوګنې د ځایونو جوړول او له هغوی سره د خوراکي توکو مرستې روانې دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې د یکشنبې پر ورځ ښايي له شدیدې تالندې سره بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار کې درانه بارانونه وشي.

ځینې بهرني غبرګونونه

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

وروستیو سېلابونو او ورسره مل مرګ ژوبلې ته په کور د ننه غبرګونونه ښودل شوي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر رابرټ ډیکسن، چې د قطر له دوحې څخه کار کوي، د افغانستان په شمال کې د سېلابونو په اړه په اېکس (ټوېټر) کې لیکلي: "د بغلان په ګډون په افغانستان کې د سېلابونو په اړه خبر چې یو شمېر خلک یې وژلي دي، خواشینوونکی دی. د بغلان، غور، هرات او بدخشان په ګډون د افغانستان په ډېرو برخو کې د سختو سېلابونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده."

هغه زياته کړه، چې بريتانيا له افغانستان سره د طبيعي پېښو په ګډون يو له سترو بشري مرستندویو څخه دى.

د اروپايي اتحادیې د بېړنیو غبرګونونو همغږي کوونکي جانز لینارسیک ویلي، چې چمتو دی په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

هغه په اېکس کې لیکلي: "موږ په افغانستان کې وضعیت له نژدې څارو. د زیانونو لومړنۍ ارزونې او خورا بېړنۍ اړتیاوې روانې دي."

په مزار شریف کې د ایران کونسلګرۍ د سېلابونو په اړه غبرګون کې د وژل شویو خلکو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله چې په دغه هېواد کې یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، خواشیني څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د خلکو په غم کې ځان شریک ګڼي او د دغو طبیعي پېښو د قربانیانو کورنیو، ټپیانو او زیانګالو ته د سملاسي روغتیا دعا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې سخت وخت کې د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي.