افغانستان کې د سېلابونه له کبله د مرګژوبلې شمېر لوړ شوی؛ ملګري ملتونه وايي د مرستې لپاره د طالبانو له حکومت سره همغږي کوي

د ویډیو تشریح، په بغلان ولایت کې تازه سېلابونو سخت ویجاړی کړی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له کبله د مرګژوبلې شمېرو کې زياتوالی راغلی، ملګري ملتونه وايي له سېلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو لپاره د طالبانو له حکومت سره د همغږۍ په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش له اړخ په خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي په افغانستان کې د سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې له امله خواشیني څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په شمال بغلان، تخار، بدخشان او لوېديځ هرات او غور ولايتونو کې د سېلابونو له کبله له ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي او نژدې ۲۵۰ تنه نور ژوبل دي.

په ورته مهال بيا د خوړو نړیوال پروګرام د مړو شمېر ۳۰۰ تنه ياد کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلويزيون وايی لسګونه تنه لادرکه هم دي.

وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي‌بي‌سي ته وویل چې یوازې په بغلان کې ولایت ۱۳۱ کسان وژل شوي.‌ نوموړی زیاتوي چې په "تخار ولایت کې د شهیدانو شمېر ۲۰ ته رسېږي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي."

په قربانیانو کې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.

سېلابونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د مرکزي بغلان امنیه قومندان مولوي بریالي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې وویل، تېره ورځ یوازې د مرکزي بغلان ولسوالۍ شیخ جلال، ګاز کلی، لقیام او ګوډانو سلام خېلې سېلابونو سختې وځپلې چې د اټکل له مخې هلته د ښځو او ماشومانو په ګډونه ۶۰ ولسي وګړي مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د دغو کسانو مړي روغتون کې دې او ډېر شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو حکومت امنیه قومندان ملا جان محمد حمزه وايي، د دغه ولایت یوازې په یوه ولسوالۍ بورکه کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر له "۲۰۰" ډېر دی.

نوموړي وویل، ډېر کم لاندې شوي خلک رایستل شوي او د نورو رایستلو کار دوام لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

بله خوا، د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسؤلان وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په دې ولایت کې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي، سلګونه استوګنیز کورونه او سلګونه کرنیزې ځمکې تخریب شوې او د سیمې خلکو ته ډېر مالي او ځاني تلفات اوښتي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام بیا په بغلان کې د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ لوړ بللی او وايي له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

سرچینه وايي، دغو سېلابونو تر ډېره د تخار چال، اشکمش، نمک آب و فرخار کې ډېر زیانونه اړولي او ښايي د مرګژوبلې او مالي زیانونو کچه لوړه شي.

د سمنګانو مرکز ایبک او خرم ولسوالۍ کې هم د د سېلابونو له کبله د یوه تن د وژل کېدو او د ۳ زره جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې له ګڼ باران وروسته د خړو سېلابي اوبو زورورې څپې د کلیو او کروندو په منځ کې بهېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د حوادثو پر وړاندې د مبارزې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ځايي چارواکو ته امر شوی، چې د سېلاب ځپلو مرستې ته ورشي او ټول امکانات وکاروي.

نوموړي تېره شپه هرات، غور او فراه ولایتونو کې هم د سېلابونو له کبله د مرګ ژوبلې د رپوټونو په اړه لیکلي وو.

له دې مخکې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل، چې د لومړیو شمېرو له مخې یوازې د بغلان ولایت په یوازې یوه ولسوالۍ کې تر ۶۰ پورې کسان د سېلابونو له کبله مړه شوي او تر ۱۰۰ پورې نور کسان ټپیان شوي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عیني شاهدانو په خبره د بغلان لږ تر لږه څلور ولسوالۍ او پلخمري ښار د دې سېلابونو له کبله اغېزمن شوي دي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یکشنبې په ورځ بدخشان، بغلان، پنجشېر، لغمان، کورنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

له دې مخکې پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق هم بي بي سي ته ویلي وو، چې د مرستندویانو ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلې او د سیمو اوسېدونکو ته سرپناه او خواړه چمتو کوي.

له دې مخکې تېره میاشت د افغانستان په لوېدیځ کې له ګڼ باران وروسته سېلابونه راوتلي وو، چې له کبله لسګونه کسان مړه شول او زرګونه نور بشري مرستو اړ شول. د تېرې میاشتې په سېلابونو کې نژدې ۲۰۰۰ کورونو، درې جوماتونو او څلور ښوونځیو ته هم زیان اوښتی و.

د ویډیو تشریح، افغانستان کې سیلابونه

د یادونې ده، چې سېلابونه هغه مهال راوځي چې له ګڼ باران وروسته د اوبو وتلو عادي لارې نه توانېږي سېلابي څپې سمبال کړي.

د ماهرینو په وینا په مني او ژمي کې وچکالي د ځمکې لپاره سخته کړي، چې باراني اوبه وزغمي. په افغانستان کې هر کال د ګڼو بارانونو او سېلابونو له کبله په لېرې پرتو سیمو کې د خټینو او غیر معیاري کورونو او مېشت ځایونو اوسېدونکي ګڼ شمېر کسان ژوند له لاسه ورکوي.

ماهرین دا هم وايي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله له سختو خطرونو سره مخامخ دی. د سېلابونو راوتلو یو شمېر نور لاملونه هم شته، خو تر ډېره بریده د اقلیمي بدلون له کبله د هوا تودوخه د یوه ستر لامل په توګه یادېږي.

په نړۍ کې د صنعتي دور له پیل راهیسې د ځمکې تودوخه یو اعشاریه یو درجه زیاته شوې ده او تر څو چې حکومتونه د شین کوریزو ګازونو کمولو لپاره اقدامات و نه کړي، د تودوخې درجې زیاتېدل به دوام وکړي.