تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د سېلابونه له کبله د مرګژوبلې شمېر لوړ شوی؛ ملګري ملتونه وايي د مرستې لپاره د طالبانو له حکومت سره همغږي کوي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له کبله د مرګژوبلې شمېرو کې زياتوالی راغلی، ملګري ملتونه وايي له سېلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو لپاره د طالبانو له حکومت سره د همغږۍ په حال کې دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش له اړخ په خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي په افغانستان کې د سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې له امله خواشیني څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په شمال بغلان، تخار، بدخشان او لوېديځ هرات او غور ولايتونو کې د سېلابونو له کبله له ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي او نژدې ۲۵۰ تنه نور ژوبل دي.
په ورته مهال بيا د خوړو نړیوال پروګرام د مړو شمېر ۳۰۰ تنه ياد کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلويزيون وايی لسګونه تنه لادرکه هم دي.
وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته وویل چې یوازې په بغلان کې ولایت ۱۳۱ کسان وژل شوي. نوموړی زیاتوي چې په "تخار ولایت کې د شهیدانو شمېر ۲۰ ته رسېږي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي."
په قربانیانو کې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.
د مرکزي بغلان امنیه قومندان مولوي بریالي له بيبيسي سره په مرکه کې وویل، تېره ورځ یوازې د مرکزي بغلان ولسوالۍ شیخ جلال، ګاز کلی، لقیام او ګوډانو سلام خېلې سېلابونو سختې وځپلې چې د اټکل له مخې هلته د ښځو او ماشومانو په ګډونه ۶۰ ولسي وګړي مړه شوي دي.
نوموړی وايي، د دغو کسانو مړي روغتون کې دې او ډېر شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.
په بغلان کې د طالبانو حکومت امنیه قومندان ملا جان محمد حمزه وايي، د دغه ولایت یوازې په یوه ولسوالۍ بورکه کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر له "۲۰۰" ډېر دی.
نوموړي وویل، ډېر کم لاندې شوي خلک رایستل شوي او د نورو رایستلو کار دوام لري.
بله خوا، د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسؤلان وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په دې ولایت کې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي، سلګونه استوګنیز کورونه او سلګونه کرنیزې ځمکې تخریب شوې او د سیمې خلکو ته ډېر مالي او ځاني تلفات اوښتي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام بیا په بغلان کې د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ لوړ بللی او وايي له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
سرچینه وايي، دغو سېلابونو تر ډېره د تخار چال، اشکمش، نمک آب و فرخار کې ډېر زیانونه اړولي او ښايي د مرګژوبلې او مالي زیانونو کچه لوړه شي.
د سمنګانو مرکز ایبک او خرم ولسوالۍ کې هم د د سېلابونو له کبله د یوه تن د وژل کېدو او د ۳ زره جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې له ګڼ باران وروسته د خړو سېلابي اوبو زورورې څپې د کلیو او کروندو په منځ کې بهېږي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د حوادثو پر وړاندې د مبارزې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ځايي چارواکو ته امر شوی، چې د سېلاب ځپلو مرستې ته ورشي او ټول امکانات وکاروي.
نوموړي تېره شپه هرات، غور او فراه ولایتونو کې هم د سېلابونو له کبله د مرګ ژوبلې د رپوټونو په اړه لیکلي وو.
له دې مخکې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل، چې د لومړیو شمېرو له مخې یوازې د بغلان ولایت په یوازې یوه ولسوالۍ کې تر ۶۰ پورې کسان د سېلابونو له کبله مړه شوي او تر ۱۰۰ پورې نور کسان ټپیان شوي دي.
د عیني شاهدانو په خبره د بغلان لږ تر لږه څلور ولسوالۍ او پلخمري ښار د دې سېلابونو له کبله اغېزمن شوي دي.
د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یکشنبې په ورځ بدخشان، بغلان، پنجشېر، لغمان، کورنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
له دې مخکې پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق هم بي بي سي ته ویلي وو، چې د مرستندویانو ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلې او د سیمو اوسېدونکو ته سرپناه او خواړه چمتو کوي.
له دې مخکې تېره میاشت د افغانستان په لوېدیځ کې له ګڼ باران وروسته سېلابونه راوتلي وو، چې له کبله لسګونه کسان مړه شول او زرګونه نور بشري مرستو اړ شول. د تېرې میاشتې په سېلابونو کې نژدې ۲۰۰۰ کورونو، درې جوماتونو او څلور ښوونځیو ته هم زیان اوښتی و.
د یادونې ده، چې سېلابونه هغه مهال راوځي چې له ګڼ باران وروسته د اوبو وتلو عادي لارې نه توانېږي سېلابي څپې سمبال کړي.
د ماهرینو په وینا په مني او ژمي کې وچکالي د ځمکې لپاره سخته کړي، چې باراني اوبه وزغمي. په افغانستان کې هر کال د ګڼو بارانونو او سېلابونو له کبله په لېرې پرتو سیمو کې د خټینو او غیر معیاري کورونو او مېشت ځایونو اوسېدونکي ګڼ شمېر کسان ژوند له لاسه ورکوي.
ماهرین دا هم وايي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله له سختو خطرونو سره مخامخ دی. د سېلابونو راوتلو یو شمېر نور لاملونه هم شته، خو تر ډېره بریده د اقلیمي بدلون له کبله د هوا تودوخه د یوه ستر لامل په توګه یادېږي.
په نړۍ کې د صنعتي دور له پیل راهیسې د ځمکې تودوخه یو اعشاریه یو درجه زیاته شوې ده او تر څو چې حکومتونه د شین کوریزو ګازونو کمولو لپاره اقدامات و نه کړي، د تودوخې درجې زیاتېدل به دوام وکړي.