تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې سېلابونه؛ میدان وردګو ولایت کې ۳۰ تنه مړه شوي
په افغانستان کې د هوا له تودېدو سره هم مهاله ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي او درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي وروستیو سېلابونو تر ټولو درنه مرګ ژوبله او زیان د میدان وردګو په ولایت کې رسولی دی.
دغه وزارت نن دوشنبه یوه اعلامیه کې ویلي چې "په میدان، جلریز، نرخ، جغتو، چک او سید اباد ولسوالیو کې ۳۰ تنه شهیدان، ۱۵ ټپیان شوي او له ۴۰۰ ډېرو کورونو ته" زیانونه اوښتي دي.
د یادونې ده چې د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي 'یکشنبه' بي بي سي پښتو ته ویلي و، د تېرې شپې د سېلابونو له کبله په میدان وردګو ولایت کې " ۲۶ تنه مړه، ۴۴ ټپیان او ۳۶ نور کسان نادرکه دي."
د ده په وینا دا وروستۍ شمېرې نه دي او په ډېر احتمال چې د زیانمنو شمېر زیات وي.
هغه پغمان ولسوالۍ کې هم د ورښتونو له کبله د زیان اوښتو خبره کړې ده.
کابل کې چارواکو ویلي د پغمان ولسوالي په ارغندي سیمه کې د سېلابونو له امله ۸ کسانو خپل ژوند بایللی، ۲۰ تنه ټپيان شوي.
د رپوټونو له مخې دغو سېلابونو د هستوګنې ګڼ شمېر کورنه هم ویجاړ کړي او ډيری کرنیزې ځمکې یې هم له منځه وړي دي.
له دې وړاندې د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه بیان کې ټینګار کړی و چې د سېلابونو له کبله تر ټولو ډېر زیان د وردګو جلرېز ولسوالۍ اوسېدونکو ته اوښتی دی.
نوموړي د 'یکشنبې' سهار وختي پخپله ټوېټر پاڼه لیکلي و "د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ په مربوطات کې د سېلابونو له امله زموږ ۱۲ تنه هېوادوال شهیدان او تر ۴۰ پورې نور نادرکه شوي دي."
د ورځې په جریان کې بیا دا شمېرې ډېرې اعلان شوې.
ذبیح الله مجاهد لیکلي، د دې سېلابونو له کبله د سر زیان ور ها خوا خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د طالبانو حکومت په اړونده ادارو او مرستندویو موسسو د مرستو غږ کړی او ویلي یې دي خلکو ته د رسېدو په موخه دې له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.
په ورته مهال، ځايي چارواکو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزیون ته ویلي چې سېلابونه تېره شپه د وردګو ولایت مرکز میدان ښار، جلرېز، نرخ، سید اباد، جغتو او چک ولسوالیو کې راوتلي.
ملي تلویزیون د خلکو په حواله لیکلي " د تېرې شپې سېلابونو له امله ۲۲ کسانو خپل ژوند بایللی، لسګونه کسان نادرکه او د استوګنې سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي."
په ورته وخت کې، د وردګو ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې ویلي، د تېرې شپې د سېلابونو له کبله میدان ښار، جلرېز، چک، نرخ، سید اباد او جغتو ولسوالیو کې تر اوسه "۲۲ تنه مړه شوي او لسګونه نور ورک" دي.
خو د مړو شویو د شمېر په تړاو د نوموړي څرګندونې تر اوسه کومې بلې سرچینې نه دي تایید کړې.
د طالبانو حکومت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیعالله رحیمي ویلي، چې تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعي پېښو کې ۲۱۴ کسان وژل شوي ۳۲۰ ټپیان شوي ۳۱۱۵ کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
د رپوټونو له مخې دغو سختو سېلابونو له کبله د مرکز میدان ښار او جلرېز ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د کابل- بامیان لویه لار هم زیانمنه او تړل شوې ده."
وردګ ولایت کې د طالبانو حکومتي مسولین وايي، جغتو ولسوالۍ کې سلګونه جريبه کرنیزه ځمکه سېلابونو لاندې کړې او شاوخوا ۱۰۰۰ جرېبه کروندې او باغونه یې خراب کړي وو.
د وردګو ور ها خوا په کونړ او پکتیا ولایتونو کې هم د سېلابونو راوتلو ویل شوي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وار له مخه په ځينو ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی وو او خلکو ته یې د چمتووالي سپارښتنه کړې وه.