افغانستان کې سېلابونه؛ د وژل شویو شمېر ۶۰ او د ټپیانو ۱۱۰ تنو ته لوړ شوی

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت وزارت ویلي د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو دریو ورځو سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت په وینا د ګڼ ورښت پایله کې دغو راوتلو سېلابونو ۱۱۰ کسان ټپي‌ کړي هم دي.‌

د طالبانو حکومت چارواکي وایي ځینو ځپل شویو ته لومړنۍ مرستې رسېدلي خو وايي کافي نه دي.

د دغه وزارت مرستیال شرف الدین مسلم بي بي سي پښتو ته وویل، په سیلابونو کې د مرګژوبلې تر څنګ خلکو ته په پراخه کچه مالي زیانونه هم اوښتي دي. نوموړی وايي:

"د پروان په سیاګرد او شینوارو ولسوالیو کې ۲۹ کسان شهیدان شوي، ۹۳ ټپیان دي او یو شمېر ورک دي. په کاپیسا کې بیا پنځه هېوادوال شهیدان شوي او اووه ټپیان دي. په ننګرهار کې څلور شهیدان شوي او ۱۱ ټپیان دي. په غزني کې هم پنځه کسان هغه بس کې شهیدان شوي چې سیلابونو کې ايسار شوی و."

ښاغلی مسلم وايي، دا لومړني مالومات دي او د نوموړي په ټکو ښايي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

د طالب چارواکو د مالومات له مخې، په تازه سیلابونو کې لسګونه کورونه وېجاړ شوي او ډېرې کروندې هم اوبو وړې دي.

له لویه سره مرګژوبله او زیانونه هغو کورونو کې اووښتي چې خوړونو ته نژدې لمنو کې پراته دي.

په جلال اباد ښار کې بیا د کمسارو سیلابونو له امله د ښار څو ناحیو ته اوبه رسېدلي دي.

له هوا اخیستل شویو ځینو وېډیوګانو کې لېدل کېږي چې د سیلابونو اوبه پر لویو سړکونو او کوڅو کې ډنډ ولاړې دي.

د جلا اباد ښار ترڅنګ په څو ولسوالیو کې سیلابونه د شپې مهال راوتلي وو او خلک له وېرې د خپلو کورونو چتونو ته ختلي وو.

د ښار د څلورمې ناحیې یو اوسېدونکی وايي:

"د شپې یوولس نیمې بجې سیلاب راغی او ډېرېده. موږ څوک چتونو ته پورته شو او څوک بهر ولاړو. د کورونو دېوالونه نړېدلي دي. دلته زموږ په سیمه کې نژدې ل۸۰-۹۰ سلنه کورونه وېجاړ شوي دي."

افغانستان که له یوې خوا وچکالۍ ځپلی، وروستیو سیلابونو په پراخه کچه مرګژوبله او مالي زیانونه هم ور اړولي دي.

یوازې تېره اوونې نژدې ۶۱ نور کسان سیلابونه مړه کړي وو او په راتلونکو څو ورځو کې په د افغانستان په ځینو برخو کې د نورو سیلابونو او تیز باران اټکل هم شوی دی.

ځینو ته بېړنۍ مرستې رسېدلي خو هومره نه دي چې د ځپل شویو درد پرې دوا شي.