تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې سېلابونه: ملګري ملتونو يې لامل اقليمي بدلون بولي
د مونسون بارانونو په پاکستان کې ویجاړونکي سېلابونه رامنځته کړي، په میلیونونو خلک یې بې کوره کړي، ودانۍ، پلونه او سړکونه یې ویجاړ کړي او د هېواد لویه برخه یې تر اوبو لاندې کړې ده.
د اباسين او کابل سیندونو په اوږدو کې د سېلابونو او ځمکې ښویدنې له امله تر زرو ډېر کسان مړه شوي او څه باندې ۱۶ سوه ټپيان دي.
د بلوچستان او سند سویلي صوبې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي خو د خیبر پښتونخوا غرنۍ سیمې هم زیان لیدلی دی.