تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان او پاکستان کې سېلابونو نژدې ۸۵ کسان وژلي
له افغانستان او پاکستانه رپوټونه وايي، چې وروستیو سېلابونو دغو دواړو هېوادونو کې ۸۵ کسان وژلي او لسګون نور ټپیان دي.
د مرګژوبلې تر څنګ پراخو سیندونو په لویه کچه مالي زیانونه هم اړولي او سلګونه څاروي یې وړې دي.
د طالبانو حکومت کې طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د سېلابونو له کبله ۵۰ تنه مړه شوي او ۳۶ تنه نور ټپيان دي.
ويل کېږي دغو سېلابونو په کندهار، فراه، زابل، هرات او زابل ولايتونو کې ډېر زيان اړولی دي. د دغو ولايتونو تر څنګ په بادغیس، روزګان، ، تخار، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکنډي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، لوګر او لغمان کې هم زيانونه اوښتي دي.
د یاد وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، د ځاني زيان تر څنګ ۶۰۶ کورونه ويجاړ شوي، ۱۹۵۵ جريبو څخه زياته کرنيزه ځمکه له منځه تللې او ۲۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.
د ښاغلي سایق په وینا خلکو ته ډېره مرګژوبله د کورونو د چتونو د لوېدو له امله اوښتې ده.
نوموړی وايي، د وري میاشتې له پیل راهیسې نژدي ۲۳ زره سېلاب ځپلو کورنیو او اړ خلکو سره د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ لومړنۍ بېړنۍ مرستې کړي دي.
پاکستان کې حالت څنګه دی؟
د تازه رپوټونو له مخې، د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې نژدې ۳۵ کسان سېلابونو وژلي چې ماشومان هم په کې شته.
په اسلام اباد کې د بيبيسي خبریال افتخار خان وايي، تر دې مهاله په پښتونخوا کې اته، پنجاب کې ۲۱ او بلوچستان کې د شپږ کسانو د وژل کېدو رپوټونه تائيد شوي دي.
د بلوچستان په ځینو ضلعو کې چې باران ډېرې ځپلې دي، بېړنی حالت اعلان شوی دی. د پښتونخوا په دیر، سوات، منډه ډېم او نورو سیندونو کې د اوبو کچه "ډېره لوړه" بلل شوې.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې له ننه تر راتلونکې چهارشنبې پورې د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له امله د سېلابونو د وتلو احتمال شته.
دې وزارت ویلي چې د تېزو بارانونو او واورې له امله د ناڅاپي سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو سينديزو حوزو کې شوی دی.
د طالبانو حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزارت د سیندونو پر غاړو له استوګنو خلکو غوښتنه کړې چې د سېلابونو د وتلو په صورت کې نور خلک هم خبر کړي او له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي چې د انساني او مالي زیانونو مخنیوي وشي. ښاغلي سایق بیا په دې لړ کې له خلکو غوښتنه وکړه چې خوندي سیمو ته لاړ شي.
پر خواله رسنیو په تېرو څو ورځو کې په بېلا بېلو ولایتونو کې د وتلو سېلاب ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شوي دي.
طالب چارواکي وايي په ځینو سیمو کې په سېلابونو کې بند پاتې کسان د چورلکو په مرسته خوندي سیمو ته لېږدول شوي.
په افغانستان کې سېلابونو خلکو ته په داسې حال کې د سر او مال تاوانونه اړولی چې د هوا پېژندنې ادارې دوشنبه (۱۵ اپرېل) هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو او سالنګونو کې د سختو واورو، تېزو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د وتلو اټکل کړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د باران کچه به له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې او د واورې کچه به له ۱۵ تر ۴۰ سانتې مترو پورې وي. له ځینو ولایتونو وار دمخه د سیلابونو د وتلو له امله د لارو د بندیدو او ځینو د بېرته پرانستل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.