افغانستان کې سېلابونه

په افغانستان کې د سېلابونو تازه څپو کې سوېلي زابل او کندهار ولایتونو ډېر زیانمن شوي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي. سېلابونه د کندهار سپین بولدک کې کورونو او روغتون ته ورننوتلي او غولي او انګړ له اوبو ډک ښکاري.