افغانستان؛ بغلان ولایت کې تازه سېلابونو سخت ویجاړی کړی

د ویډیو تشریح، په بغلان ولایت کې تازه سېلابونو سخت ویجاړی کړی
افغانستان؛ بغلان ولایت کې تازه سېلابونو سخت ویجاړی کړی

د افغانستان په بغلان ولایت کې تازه سېلابونو په پراخه کچه ویجاړی کړی. له سیمې ځايي خلکو بي‌بي‌سي پښتو ته ویلي چې سېلابونو ګڼ کسان وړي خو کره شمېر یې لا هم نه دی په ډاګه شوی. دغه سېلابونه په مرکزي بغلان، مرغاب او شاوخوا ولسوالیو کې راوتلې دي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، د بغلان په څو ولسوالیو کې ډېرې کورنۍ په سېلابونو کې اېسارې پاتې دي.