افغانستان کې سیلابونه

د ویډیو تشریح، افغانستان کې سیلابونه؛ یوازې بغلان او تخار کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي
افغانستان کې سیلابونه

د افغانستان په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې د سختو سېلابونو له کبله د سر او مال دروند زیان اوښتی دی.

د مرکزي بغلان امنیه قومندان مولوي بریالي بي‌بي‌سي پښتو ډیجیټل ته وویل، تېره ورځ د مرکزي بغلان شیخ جلال، ګاز کلی، لقیام او ګوډانو سلام خېلې سېلابونو سختې وځپلې چې د اټکل له مخې هلته د ښځو او ماشومانو په ګډونه ۶۰ ولسي وګړي مړه شوي دي.

نوموړی وايي، ددغو کسانو مړي روغتون کې دې او ډېر شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.

بله خوا، د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسؤلان وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په دې ولایت کې له ۲۰ ډېر کسان مړه شوي، سلګونه استوګنیز کورونه او سلګونه کرنیزې ځمکې تخریب شوې او د سیمې خلکو ته ډېر مالي او ځاني تلفات اوښتي.