افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له ځپل شویو سره مرسته او غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپل شویو وګړو سره د مرستو لپاره اعلانونه شوي او د طالبانو حکومت اعلان کړی چې بغلان کې د سېلاب ځپلو هېوادوالو د بېړنۍ ژغورنې لپاره یې عملیات او مرستې رسول پیل کړي دي.
د افغانستان په شمال بغلان، تخار، بدخشان او لوېدیځ هرات او غور ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژلي او سلګونه نور ټپیان دي.
ملي رادیو تلوېزیون پر خپل اېکس پاڼه د طالبانو د دفاع وزارت له قوله لیکلي، چې بغلان کې سېلاب ځپلو ته یې د مرستې په موخه د مزار شریف هوايي ډګر ته خوارکي توکي استولي دي.
له کندوز نه هم د بغلان سېلاب ځپلو ته یوه اندازه مرستې استول شوې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پېښو ته د رسېو عالي کمېسیون فوق العاده غونډه کړې چې سېلابځپلو ته د رسېدو په موخه ځانګړې کمېټې جوړې کړي.
طالبان وايي د طالبانو اړوندو "وزارتونو او سرې میاشتې په مشرۍ د نجات، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو ته د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې به په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته بېړني خدمتونه وړاندې کړي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په دې لړ کې بغلان کې -چې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي- افغان ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میروس عزیزي د دغه ولایت له سېلاب ځپلو سره د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د عاجلې بشري مرستې اعلان کړی.
میرویس عزیزي پر خپل اېکس (ټوېټر) لیکلي، په بغلان ولایت او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د سېلابونو له امله رامنځته شوي ځاني تلفات او پراخه ورانۍ د ډېرې خواشینۍ وړ دي. زه په داسې حال کې چې د دی طبیعي ناورین له امله متأثره شویو کورنیو ته د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوم، غواړم چې د عزیزي بنسټ لخوا له مستحقو هېوادوالو سره عاجلې بشري مرستې وشي. همداراز، د عاجلو مرستو د رسولو په خاطر مې پنځوس میلیونه افغانۍ تخصیص کړې او خپل ورور همایون عزیزي نه مې وظیفه سپارلې تر څو مرستندویه هیات ژرترژره بغلان ولایت ته واستوي."
د پېښور زلمي ټیم څښتن جاوید افریدي هم پر ټوېټر د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ۱۰ میلیون پاکستانیو روپیو د مرستې اعلان کړی.
نوموړي پر خپل ټوېټر یوه لنډ پیغام کې لیکلي: " د افغانستان د بغلان، بدخشان، غور او هرات له سېلاب ځپلو سیمو سره د ۱۰ میلیونو روپیو د مرستې اعلان."
په افغانستان کې ځینو خیریه رضاکاره ډلو هم له کابل او کندوز نه بغلان ته مرستو استولو اعلان کړی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په افغانستان کې د تېر جمهوریت پرمهال ولسمشر محمد اشرف غني پر اېکس لیکلي، د هېواد په شمالي، مرکزي او لوېدیځو برخو کې د وروستیو سېلابونو له کبله په رامنځ ته شویو زیانونو غمجن شوی دی.
نوموړي وړاندې لیکلي"دا پېښې زموږ د ملي پیوستون او انساني او اسلامي خواخوږۍ یو ازمېښت دی چې له غم ځپلو او دردېدلو سره یې په سملاسي مرستو ثبوت وړاندې کېدلی شي. له دې سره جوخت دا خبره هم باید په یاد ولرو چې اقلیمي بدلون نړۍ د سېلابونو او ډول ډول طبیعي آفتونو له پرله پسې او کلکې ننګونې سره مخامخ کړې چې د اوسني ناورین د غم خوړنې ترڅنګ یې، موږ ته له اوږدمهالو عواقبو سره چمتووالی هم ضروري دی."
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له نړیوالو مرستندویه ادارو او د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
د اروپايي اتحادیې د بېړنیو غبرګونونو همغږي کوونکي جانز لینارسیک ویلي دي چې چمتو دی په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
هغه په اېکس کې لیکلي: "موږ په افغانستان کې وضعیت له نژدې څارو. د زیانونو لومړنۍ ارزونې او خورا بېړنۍ اړتیاوې روانې دي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر رابرټ ډیکسن، چې د قطر له دوحې څخه کار کوي، د افغانستان په شمال کې د سېلابونو په اړه په اېکس (ټوېټر) کې لیکلي: "د بغلان په ګډون په افغانستان کې د سېلابونو په اړه خبر چې یو شمېر خلک یې وژلي دي، خواشینوونکی دی. د بغلان، غور، هرات او بدخشان په ګډون د افغانستان په ډېرو برخو کې د سختو سېلابونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده."
هغه زياته کړه، چې بریيتانيا له افغانستان سره د طبيعي پېښو په ګډون يو له سترو بشري مرستندویو څخه دى.
په مزار شریف کې د ایران کونسلګرۍ د سېلابونو په اړه غبرګون کې د وژل شویو خلکو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله چې په دغه هېواد کې یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، خواشیني څرګنده کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د خلکو په غم کې ځان شریک ګڼي او د دغو طبیعي پېښو د قربانیانو کورنیو، ټپیانو او زیانګالو ته د سملاسي روغتیا دعا کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په دې سخت وخت کې د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ ستوري راشد خان د سېلابونو له کبله په رامنځته شوې مرګژوبله خواشیني ښودلې او وايي له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ځانګړی پروګرام پيلوي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "راشد خان فونډېشن" د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره د بسپنې یوه ځانګړي پروګرام پیلولو لپاره چمتووالی نیسي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له نړیوالو مرستندویه ادارو او د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه په یوه پیغام کې پر دولتي بنسټونو غږ کړی چې ژر تر ژره د خلکو د ژغورلو او د مړو او ټپيانو د را ایستلو لپاره له خپل ټول توان څخه کار واخلي.
هغه له خلکو هم وغوښتل چې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
د طالبانو حکومت کې له پېښو سره د مبارزې د چارو وزارت ویاند بي بي سي ته وویل، چې مرستندویه ځواکونه د استوګنې ځایونه جوړوي او قربانیانو ته خوراکي توکي رسوي.











