په ننګرهار کې د پخواني سرتېري د کورنۍ د شپږو غړو د قتل په تور یې خپلوان نیول شوي

د عکس سرچینه، Nangahar Media Office
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت چارواکو د پخوانيو افغان ځانګړو ځواکونو د یوه غړي اسفندیار تلوار د کورنۍ د شپږو غړو د قتل په تور درې تنه نیولي، چې ویل کېږي د کورنۍ نژدې غړي یې دي.
بيبيسي ته دوو سرچینو منلې، چې نیول شوي کسان د ښاغلي تلوار نږدې خپلوان دي.
دغه پېښه د روان کال د اګست میاشتې پر ۱۹مه (زمری ۲۸) نېټه د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور چینې په سیمه کې رامنځته شوې.
د وژل شویو د کورنۍ غړو بيبيسي ته ویلي، چې دغه کسان د شپې ناوخته د اسفندیار کور ته ننوتي او د هغه مېرمن، سپینږیری پلار او څلور ماشومان یې د چاکو او چړو په ګوزارونو وژلي دي.
د وژل شویو ماشومانو عمرونه له ۳ تر ۹ کلونو پورې وو، چې دوې نجونې او دوه هلکان دي.
د طالبانو د مرستیال والي ژمنه: د نیول شویو کسانو عدلي تعقیب

د عکس سرچینه، Nangarhar Media office
د اسفندیار د کورنۍ یو غړی وایي، دوی له پېښې څو ساعته وروسته خبر شول او د ورځې شاوخوا یولس بجې یې د وژل شویو کسانو جسدونه راویستل.
ننګرهار کې د طالبانو حکومت د والي مرستیال مولويعزیزالله وایي، د اسفندیار د کورنۍ د قتل په تور نیول شوي کسان به ډېر ژر عدلي بنسټونو ته وسپارل شي.




