د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو اداره ایس(ICE) د ځواک په کارولو کې څومره واک لري؟

د امریکا د مینیاپولیس ښار په مینېسوټا سیمه کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې کارکوونکو ۳۷ کلنه ریني نیکول ګوډ په اجراتي عملیاتو کې ووژله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو ادارې (ICE) کارکوونکي د مینیاپولیس ښار د مینېسوټا سیمې هغه ځای کې ولاړ دي چې د یادې ادارې یوه کارکوونکي د جنورۍ پر ۷مه پر ۳۷ کلنې ریني نیکول ګوډ ‌ډزې وکړې او ویې وژله
    • Author, کېلا اېپسټین
    • دنده, بي‌ بي سي

په مینیاپولیس ښار کې پر ۳۷ کلنې ریني نیکول ګوډ د ډزو پېښې د لاریونونو یوه داسې لړۍ پیل کړه چې له امله یې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې فعالیتونه له لا زیاتې څارنې سره مخامخ شوي.

له هغه راهیسې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شوی یادې ادارې زرګونه کسان نیولي چې ګڼ شمېر یې په عامه ځایونو کې وو.

دغو کړنو په زیاتېدونکي ډول د دې ادارې کاروونکي د هېواد په بېلابېلو ټولنو کې تر پوښتنې لاندې راوستلي، چې له امله یې د ځینو ځایي اوسېدونکو له خوا چې د دوی د عملیاتو مخالفت کوي، مقاومت رامنځته شوی دی.

ایس اداره څه وخت رامنځته شوه؟

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو اداره یوه داسې فدرالي هغه ده چې د کډوالۍ د قانون د پلي کولو، ناقانونه کډوالۍ څېړنو او د کډوالو د اېستلو د چارو مشري کوي.

یوه داسې هڅه چې د ټرمپ اداره غواړي له مخې یې په لوی شمېر کډوال له امریکا وباسي.

دا د ټاکنو کمپاین پر وخت د ده له مهمو ژمنو یوه وه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو راهیسې د ایس ( ICE) ادارې په بودیجه او ماموریت کې په پراخه کچه زیاتوالی راوستلی.

دغه اداره د کډوالۍ قانون پلي کوي او پر بې اسناده کډوالو او غیر قانوني مهاجرت څېړنې کوي.

همداراز له امریکا د بې اسنادو کډوالو د اېستلو په بهیر کې هم ونډه لري.

د امریکا کډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو اداره د ۲۰۰۲ کال کې د کورني امنیت قانون په چوکاټ کې جوړه شوه، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې ترهګریز بریدونو ته رغنده ځواب ووایي او څېړنه وکړي.

دا قانون د کورني امنیت وزارت (DHS) رامنځته کړ چې ایس ( ICE) یا د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو اداره یې یوه برخه وګرځېده.

د ایس ادارې کارکوونکي‌ د خلکو د نیولو په برخه کې څومره واک لري؟

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو ادارې موخه د دواړو عامه او کورني امنیت تر پوښښ لاندې راوستل دي. خو د یادې ادارې د کارکوونکو واکونه د امریکا د یوې عادي سیمه‌ییزې ادارې له هغو سره توپیر لري.

د ایس کاروونکي دا صلاحیت/واک لري چې هغه کسان ودروي، توقیف کړي او ونیسي چې دوی پرې شک لري امریکا ته په ناقانونه توګه ننوتلي دي.

خو د پام وړ ټکی دا دی چې د امریکايي اتباعو د نیولو واک نه لري، پرته له ځینو محدودو شرایطو چې که یو کس د چا د نیول کېدو پر وخت په نیونه کې مداخله وکړي او یا هم د ادراې پر کارکوونکو برید وکړي.

سربېره پر دې، د پروپبلېکا (ProPublica) په نوم خبري ادارې د یو خبر له مخې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو نهو میاشتو کې څه باندې ۱۷۰ داسې پېښې ثبت شوې وې چې په کې فدرالي مامورینو امریکايي وګړي په زوره نیولي وو.

دغو پېښو کې هغه کسان هم شامل وو چې پرې شک وو بې اسناده کډوال دي.

د موټر پر ښیښه یو داسې سوری لیدل کېږي چې په مرمۍ لګېدلی. هغه پېښه چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۷مه نېټه د مینیاپولیس ښار په مینېسوټا سیمه کې وشوه چې په کې د ICE یو کارکوونکي یوه ښځه خپل موټر کې په ډزو ووهله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې یوه کارکوونکي ریني ګوډ په خپل موټر کې په ‌ډزو ووهله

د امریکا کډوالۍ او ګمرکاتو اداره د ځواک کارولو لپاره کوم ډول واکونه لري؟

د ایس (ICE) اداره خپل ځواک د امریکا د اساسي قانون، د امریکا د قانونونو او د کورنیو چارو د وزارت د خپلې تګلارې د لارښوونو پر بنسټ تنظیموي او پلی کوي.

کرېس سلوبوډن چې د وانډربېلټ پوهنتون د حقوقو پوهنځي د جنايي عدالت پروګرام مشر دی وايي، د اساسي قانون له مخې، د قانون پلي کوونکي "یوازې هغه وخت وژونکی ځواک کارولی شي چې یو کس د دوی یا نورو لپاره جدي خطر جوړوي او یا یې کوم تاوتریخجن جرم ترسره کړی وي".

خو د امریکا ستره محکمه په تاریخي ډول د هغو افسرانو پر وړاندې په پراخ ډول نرمښت ښيي چې د پېښې پر وخت پرېکړې او عمل کوي، داسې پرېکړې چې له غوره پرته دي.

د ۲۰۲۳ کال د کورني امنیت وزارت د تګلارې د یو یادښت له مخې، فدرالي قانون پلي کوونکي "یوازې د اړتیا پر وخت وژونکی ځواک کارولی شي"، لکه دا چې افسر "باور ولري یو کس د دغه ډول ځواک په کارولو د ځان یا بل کس لپاره وژونکی او یا ټپي کېدونکی ګواښ جوړولی شي".

د امریکا کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو اداره چېرې فعالیت کوي؟

په عام ډول د متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکاتو اداره د امریکا دننه کار کوي، خو یو شمېر کارکوونکي یې له هېواده بهر هم فعالیت کوي.

د دې ادارې ملګرې اداره یا تړلې برخه د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او پولو ساتنې اداره ده په تخنیکي ډول د امریکا سرحدونه څاري.

خو دا دندې اوس په زیاتېدونکي ډول ګډې وډې شوې دي، ځکه د ټرمپ ادارې د فدرالي قانون پلي کوونکي له بېلابېلو ادارو راوستلي او ترې غوښتي چې د کډوالۍ پر وړاندې د قانون د پلي کولو په چارو کې برخه واخلي.

د پوله ساتنې افسران هم د امریکا دننه ډېر فعالیت کوي او د ICE له ادارې سره په ګډو عملیاتو کې برخه اخلي.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو او نورو ادارو د لاس انجلس، شيکاګو او اوس د مینیاپولیس په څېر ښارونو کې سلګونه افسران ګومارلي چې په ګډه له نورو فدرالي قانون پلي کوونکو ادارو سره کار وکړي.

د اسوشیېټېډ پرېس په نوم خبري اژانس راپور ورکړی چې د وروستي عملیاتي پلان په چوکاټ کې کېدی شي تر ۲ زرو فدرالي افسران مینیاپولیس ښار ته واستول شي.

هغو کسانو سره څه پېښېږي چې د امریکا د کډوالۍ ادارې نیولي؟

د ټرمپ په دوره کې له امریکا ډېر کډوال اېستل شوي‌ او دا چاره لا هم روانه ده.

د ټرمپ ادارې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۰مې د ډسمبر تر۱۰مې یې ۶۰۵زره کسان له امریکا اېستلي دي.

یادې ادارې دا هم ویلي چې ۱.۹ میلیونه کډوال په "خپله خوښه" له هېواد وتلي، ځکه یادو کسانو نه غوښتل ونیول شي.

دا هر څه د یو داسې توند کمپاین له پیله وروسته وشول چې خلک یې په خپله خوښه له هېواده اېستلو ته هڅول چې له نیول کېدو یې ډډه وشي.

کله چې یو کډوال د ICE له ادارې سره مخ شي له بېلابېلو پایلو سره مخامخ کېدی شي.

ځینې وختونه یو کس د کم وخت لپاره نیول کېږي او له پوښتنو وروسته بیا خوشی کېږي.

په نورو حالتونو کې یې بیا یاده اداره نیسي د توقیف لوی مرکز ته یې لېږدوي.

د امریکا په په بېلابېلو برخو کې غه ډول لوی مرکزونه شته.

که څه هم ګڼ شمېر کډوال د توقیف پر مهال د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي خو که بریالي نه شي بالاخره له هېواده اېستل کېږي.

د سایراکیوس پوهنتون د معلوماتي ریکارډونو د لاسرسي مرکز د کډوالۍ پروژې له معلوماتو سره سم د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۳۰مې شاوخوا ۶۵زره کسان د ایس په توقیف کې وو.

د کډوالۍ وکیلانو بي بي سی ته ویلي کله چې د امریکا کډوالۍ او ګمرکاتو اداره یو کس نیسي، کله نا کله څو ورځې وخت نیسي چې د نیول شوي کس کورنۍ یا وکیلان پوه شي دا کس چېرې دی.

خلک د امریکا کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې پر ضد مظاهرې کوي په داسې حال کې چې د وژل شوې ښځې په یاد ډیوې بلوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلک د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو د ادارې پر ضد مظاهرې کوي

د امریکا کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې پر ضد کومې نیوکې دي او د کارکوونکو پر وړاندې یې کوم ډول مخالفتونه شوي؟

کله چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو اداره او د ګزمې ادارې په څېر نورې برخې عملیات ترسره کوي ګڼ شمېر ټولنې له پامه غورځول کېږي.

دا اوس د اوسېدونکو لپاره عادي خبره ده چې کله دغه اداره کوم کس نیسي او دوی یې ويډیو جوړوي.

خو ځینې وخت چې دوی د یادې ادارې له کارکوونکو سره مخ کېږي نو تاوتریخوالی کېږي.

د شيکاګو په اېلېنای سیمه کې د ایس ادارې د عملیاتو پر مهال، یو شمېر رسنیزو ادارو د ګزمې ادارې پر ضد دعوه کړې وه.

دوی د دې ادارې کاروونکي له خبریالانو، مذهبي مشرانو او اعتراض کوونکو سره په ناسم ځواک کارولو تورن کړي وو.

یو فدرالي قاضي بیا د مدعیانو په ملاتړ پرېکړه وکړه، خو وروسته د استېناف محکمې دا امر لغوه کړ.

دا لومړی ځل نه دی چې په مینیاپولیس ښار کې یو کس د کډوالۍ د قانون پلي کولو عملیاتو کې په ډزو ټپي او یا وژل کېږي.

په تېر اکتوبر کې لاس انجلس ښار کې هم دوه داسې پېښې شوې وې چې د یادې ادارې کاروونکو پر موټر چلوونکو ډزې کړې وې.

د کورني امنیت وزارت بیا ویلي و، په دواړو پېښو کې موټر چلوونکو د دوی کارکوونکي پر خپلو موټرو ګواښلي وو.

همداراز د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو پر ادارې او نورو کارکوونکو دا نیوکې هم شوي چې د عملیاتو پر وخت مخونه پر ماسکونو پوښي.

د کورني امنیت وزارت چارواکو د دغې کړنې دفاع کړې او ویلي یې دي دا کار کارکوونکي د شخصي معلوماتو له خپرېدو او ځورونې ساتي.

امریکایان د ایس ادارې او د کډوالو د اېستلو په اړه څه نظر لري؟

د نظرپوښتنو له مخې، امریکایان د ټرمپ د کډوالۍ پر وړاندې د پلانونو د پلي کولو په اړه پېچلي نظرونه لري.

د پیو څېړنیز مرکز (Pew Research Center) چې یوه بې پرې اداره ده وايي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې څېړنه ښيي چې د امریکا څه باندې ۵۰ سلنه وګړي باور لري چې د کډوالو د اېستلو یو څه کچه اړینه ده او دا شمېر په تېر مارچ کې هم همدا ډول وه.

خو هماغه نظرپوښتنه ښيي چې امریکایان د ټرمپ د میتودونو په اړه اندېښمن دي.

د څېړنې له مخې، د پاخه عمر لرونکو امریکایانو ۵۳ سلنه فکر کوي د ټرمپ اداره د ناقانونه کډوالو د اېستلو لپاره ډېر څه کوي، او شاوخوا ۳۶ سلنه کسانو یې د چلند ملاتړ کړی دی.