د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژۍ ته د روسیې غبرګون

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
روسیې د امریکا د "ملي امنیت له ستراتیژۍ" چې درې ورځې وړاندې اعلان شوه، هرکلی کړی او دا یې د مسکو له ليدلوري سره "تر ډېرې کچې" برابره بللې ده.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ويلي، هیله لري چې د امریکا په پالیسۍ کې له بدلون به ډاډ ترلاسه کړي چې دواړه هېوادونه د اوکرایین د ستونزې حل کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
د بي بي سي خبريالې ډیني ایبرهارډ په وینا، نوې تګلاره روسیه نوره د امریکا لپاره ګواښ نه ګڼي او سند وايي چې "په اوکرایین کې د دښمنۍ د چټک ختمولو لپاره خبرې اترې" د واشنګټن له اساسي ګټو څخه دي.
په راپور کې د بهرنۍ اغېزې پر وړاندې مبارزه، د پراخې ګډوالۍ پايته رسول او د اروپايي ټولنې د "سانسور" په نامه يادې شوې تګلارې ردول د نورو لومړيتوبونو په توګه یاد شوي دي.
دغه ستراتېژي، دا خبرداری هم ورکوي چې اروپا د"تمدني محو کېدو" له ګواښ سره مخامخ ده.
د اروپايي ټولنې یو شمېر چارواکو او شنونکو پر دې ستراتيژۍ نیوکې کړې او ژبه یې روسيې ته ورته بللې ده. ځينو اروپايي سياستوالو پوښتنه کړې چې ايا امریکا اوس له متحد څخه پر دښمن اوښتې ده. په دوديز ډول د امریکا امنيتي ستراتيژۍ کې تمرکز پر روسيه، چين او له ترهګرۍ سره پر مبارزه وي چې اوس لاتينې امریکا او کرابين ته اوښتې ده.
دېميتري پېسکوف د يکشنبې په ورځ له ټاس دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، "هغه بدلونونه چې موږ یې وينو... زموږ له ليد سره تر ډېره برابر دي".
نوموړي وويل، "دا یو مثبت ګام بولو" او زياته یې کړه چې مسکو وړاندې له دې چې وروستۍ پايلې ته ورسېږي دا سند په سمه توګه ارزوي.
په دې ستراتيژۍ کې د روسيې پر وړاندې نرمه ژبه کارول شوې هغه څه چې د اروپايي ټولنې چارواکي یې اندېښمن کړي چې ښايي د مسکو پر وړاندې به د دوی دريځ په داسې حال کې چې د اوکرايين جګړې د پايته رسولو هڅې روانې دي کمزوری کړي.
په دغه سند کې اروپايي ټولنې ته ګوته نيول شوې چې ګواکې د جګړې د پايته رسولو لباره د امریکا د هڅو مخه نيسي او وايی امریکا بايد له روسيې سره "ستراتېژيک ثبات بيا ټينګ کړی" چې د "اروپايي اقتصادونو د ثبات لامل وګرځي."
دا نوی راپور همدارنګه د "لوېديځ پېژندګلوۍ" د بيا راژوندي کولو غوښتنه کوي او ادعا کوي چې اروپا به "په ۲۰ کلونو يا لږه موده کې د پېژندلو نه وي.
سند کې راغلي، "هېڅ نه ده روښانه چې ايا ځينې اروپايي هېوادونه به دومره قوي اقتصادونه او پوځونه ولري چې د باور وړ متحدين پاتې شي که نه".
د اوکرایین سولې لپاره ډېپلوماټیکې هڅې ګړندۍ شوې: زېلینسکي لندن ته ځي

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ پر وړاندې غبرګونونه دوام لري، د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلینسکي لندن ته روان دی ترڅو د اوکرایین جګړې د پایته رسولو لپاره د امریکا د سولې پلان په اړه له اروپایي مشرانو سره خبرې وکړي.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په شپه خبریالانو ته وویل چې په فلوریډا کې د اوکرایین د خبرو اترو ټیم د هغه د سولې پلان هرکلی کړی خو "ولودمير زېلینسکي لا تر اوسه نه دی لوستلی."
ښاغلی زېلینسکي به د دوشنبې په ورځ په لندن کې د بریتانیا له لومړي وزیر کېیر سټارمر، د فرانسې له ولسمشر اېمانویل مکرون او د جرمني له چانسلر فرېډرېچ مېرز سره وګوري.
بل پلو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر به د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره هم وګوري.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې لندن او واشنګټن به په اوکرایین کې سولې ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې تازه کړي. د وزارت په بیان کې ویل شوي چې لندن د دایمي او عادلانه سولې د ترلاسه کولو لپاره د ډونلډ ټرمپ د هڅو ملاتړ کوي.
ولودمير زېلینسکي د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه ویډیو پیغام کې وویل چې د امریکا له پلاوي سره خبرې سختې خو ګټورې وې.
د اوکرایین لپاره د امریکا استازي له اوکراييني پلاوي سره له دری ورځنیو خبرو اترو وروسته وويل چې د سولې پروسې لپاره یوه موافقه نژدې ده خو په ورته وخت کې یې د روسیې په همکارۍ هم ټینګار وکړ.
د ډونباس پر سیمه د روسیې کنټرول او د اوکرایین د پوځي ځواکونو کمول د سولې په خبرو اترو کې لا تر دې مهاله د ناحل شویو مسئلو څخه دي.








