امریکا ولې ځینې افغان کډوال د کریسمس 'نوي کال' په ورځ احضار کړي؟

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

په امریکا کې چارواکو یو شمېر افغان پناغوښتونکي او کډوال د کریسمس او نوي کال په رسمي رخصتیو کې د خپلو اسنادو د وړاندې کولو او څېړنې لپاره احضار کړي دي.

د 'بلومبرګ' د راپور له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د لیکونو له لارې دا افغان پنا غوښتونکي احضار کړي دي.

دغه اقدام د پناغوښتونکو د حقونو د مدافعو ادارو توند غبرګونونه راپارولي دي.

د 'بلومبرګ' ورځپاڼې د راپور له مخې، یو شمېر افغانانو ته د لېږل شویو لیکونو کاپي ښيي چې په ځینو احضاریو کې د مراجعې کولو نېټه د کریسمس ورځ او په ځینو کې د نوي کال ورځ ټاکل شوې.

همدا راز یو شمېر کسانو ته د ډسمبر پر ۲۷مه او ۳۰مه نېټه د ورتګ وخت ورکړل شوی دی.

کریسمس او نوي کال د امریکا په فدرال رخصتیو کې راځي او په دغو ورځو کې ډېری دولتي ادارې، محکمې او حقوقي دفترونه تړلي یا له محدود ظرفیت سره فعال وي.

دغه اقدام د پنا غوښتونکو د حقونو د دفاع ځینو ادارو سخت غبرګونونه راپورته کړي دي.

د نا انتفاعي ادارې "افغان ایوک" یا "د افغانانو تخلیه" بنسټګر شان ونډایور په یوه اعلامیه کې ویلي: "د امریکا کډوالۍ اداره له فدرالي او مذهبي رخصتیو د پنا غوښتونکو نیولو لپاره ګټه اخلي، په داسې حال کې چې د وکیلانو، محکمې او حقوقي مشاورانو لاسرسی لږترلږه کچې راکم شوی دی."

خو ښاغلي ونډایور پنجشنبه چې له کریسمس سره برابره وه، پر ټولنیزو شبکو په یوه خپره کړې ویډیو کې وویل چې یو شمېر افغانانو د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې ته مراجعه کړې، خو تر اوسه د هغو افغان پنا غوښتونکو د نیولو کوم راپور نه دی ورکړ شوی، چې دې ادارې ته احضار شوي .

نوموړی زیاته کړې، چې دی وضعیت په دقت څاري.

مخکې، د بلومبرګ د راپور له مخې، د امریکا کډوالۍ اداره په ځینو مواردو کې هغه کډوال نیولي، چې د رسمي غوښتنو په ځواب کې یې د دې ادارې دفترونو ته مراجعه کړې وه؛ له دې جملې هغه د ګرین کارت یا دایمي استوګنې کارت لرونکي کسان هم اړوندو مرکو ته حاضر شوي وو.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

دا پېښې د امریکا د کډوالۍ سیاست کې د پراخو بدلونونو په دوام شوې.

دغه بدلونونه په تېره نومبر میاشت کې د ملي ګارډ پر دوو غړو له ډزو وروسته سخت شوي دي.

د دې پېښې مشکوک، ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال دی، چې امریکا ته تللو وړاندې په ۲۰۲۱ کې یې له امریکایي ځواکونو او 'سی‌ای‌اې' سره په افغانستان کې همکاري کړې وه.

د هغه دوسیه دقیقې څېړنې لپاره د واشنګټن ایالت له عالي محکمې د کولمبیا ناحیې (ډي‌سي) فدرال محکمې ته لېږل شوې ده.

د ټرمپ حکومت د ډزو له دې پېښې وروسته د پناه اخیستو ټولې غوښتنې ودرولې او د افغان پنا غوښتونکو د وضعیت د بیاکتنې امر یې وکړ.

په ورته وخت کې، 'نیویارک ټایمز' راپور ورکړی چې تر دې پېښې وروسته یو شمېر جمهوريپالو استازو، چې مخکې د افغان پناغوښتونکو قوي ملاتړي وو، د ډونلډ ټرمپ د دې طرحې ملاتړ کړی چې د افغان پنا غوښتونکو دوسیې بیا ارزوي او د وېزو ورکړه ځنډوي.

د امریکا استازو جرګه کې د ټکزاس ایالت استازي مایکل مکال ویلي، د امریکا د پخوانیو همکارانو د منلو هڅې د ملي ګارډ پر غړو د لکڼوال له برید وروسته ډېرې اغېزمنې شوې، چې دا ډېره د خواشینۍ خبره ده.

د امریکا حکومت وايي، پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدا راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۹۰ زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي.