د رحمانالله لکڼوال دوسیه د لا نورو څېړنو لپاره فدرالي محکمې ته وسپارل شوه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو افسرانو په ډزو د تورن ۲۹ کلن افغان لکڼوال دوسیه د لا نورو او دقیقو او جدي څېړنو لپاره د واشنګټن له عالي محکمې نه د کولمبیا سیمې فدرالي محکمې ته سپارل شوې ده.
پر ښاغلي لکڼوال د نومبر په ۲۶مه د امریکا د ملي ګارد د یوې افسرې سارا بکسټروم د ډزو او قصدي وژنې تور لګېدلی دی. دویم افسر اندرو ولف په دې ډزو کې سخت ټپي شوی دی.
د واشنګتن ډيسي د کولمبیا ناحیې د ښارمرکز د څارنوالۍ دفتر د رحمانالله لکڼوال د دوسیې د سپارلو خبر ورکړی او ویلي یې دي: "دا دوسیه له عالي محکمې نه فدرالي محکمې ته ځکه لېږدول شوې چې په جدي او دقیق ډول د اعدام د سزا د تطبیق امکان یې وڅېړل شي".
څارنوالۍ باور لري چې د ښاغلي لکڼوال په دوسیه کې نوې تورونه هم ورزیات شوي چې باید فدرالي محکمه یې وڅېړي.
په هغه اعلامیه کې چې د کولمبیا د څارنوالۍ پر وېبسایټ خپره شوې راغلي چې د سارا بکسټروم کورنۍ رخصتۍ پرته له خپلې لور تېروي او اندرو ولف د خدای په فضل ژوندی پاتې شوی خو د رغېدو لپاره اوږده لاره په مخکې لري.
رحمانالله لکڼوال چې د افغانستان یو کډوال او د امریکا د واشنګتن ایالت اوسېدونکی دی د وسلې په وسیله د قصدي وژنې تر څنګ د وژنې په نیت د وسلې په مټ د برید د جرم ترسره کولو لپاره د وسلې قصدي لېږد چې تر یو کال زیات د بند سزا لري د ایالتي لارې اوږدو کې د غلا شوې وسلې لېږد او د تاوتریخوالي د جرم پر مهال د وسلې د وړلو په دوو مواردو کې هم تورن شوی دی.
د کولمبیا د ناحیې د څارنوالۍ په اعلامیه کې راغلي چې د محکمې د اسنادو له مخې ښاغلي لکڼوال د ټویوټا پریوس موټر په وسیله له بلېنګهم څخه واشنګتن ډيسي ته سفر کړی و او له ځان سره یې غلا شوې وسله لرله. هغه پرته له کوم مخکیني تحریک څخه د مېټرو سټېشن ته نژدې پر دوو د ملي ګارد افسرانو برید وکړ.
د کولمبیا څارنوالۍ زیاتوي چې دا دوسیه د واشنګتن د افبيای د ساحوي دفتر او د مېټروپولېټن پولیسو لهخوا تر څېړنې لاندې ده او د کولمبیا ناحیې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو څارنوالۍ یې تعقیبوي.
امریکا ته د افغانانو د سفر بندیز

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي ګارد د افسرې سارا بکسټروم تر مړینې وروسته چې د ډزو له ټپونو یې ژوند له لاسه ورکړ اعلان وکړ له هغو هېوادونو چې هغه یې "درېیمه نړۍ" بولي د افغانستان په ګډون ټولې کډوالۍ به د تل لپاره ودرول شي.
هغه د نومبر پر ۲۸مه پر ټولنیزو شبکو په یوه اوږده پیغام کې ولیکل چې د بایډن د حکومت پر مهال هغه څه چې "میلیونونه ناقانونه منل" یې بللي لغوه به کړي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې د فدرالي حکومت ټول امتیازات به له هغو کسانو پرې کړي چې د امریکا تابعیت نه لري او همدارنګه یې د هغو کډوالو د تابعیت د سلب خبر ورکړ چې د امریکا کورنی ثبات کمزوری کوي.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې هم له دې پېښې وروسته اعلان وکړ چې دا پرېکړه د "امنیتي پروتوکولونو او د شالید د ارزونې" د بیاکتنې لپاره شوې ده او تر هغې چې دا بهیر بشپړېږي د افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه به ودرول شي.
متحده ایالاتو همدارنګه اعلان کړی چې امریکا ته به د افغانستان پاسپورټ لرونکو ټولو کسانو سفر منع شي. دې هېواد په ټوله نړۍ کې د وېزو د خدماتو ټولو ادارو ته امر کړی چې د افغانستان اتباعو ته وېزې ورنه کړي.
د امریکا استخباراتي اداره سيایای وايي هغه افغان کس چې په واشنګتن کې د ملي ګارد پر افسرانو د ډزو په تور مشکوک دی پخوا په افغانستان کې له دې ادارې سره همکاري کړې وه. د سيایای د مشر جان راتکلیف په وینا د جو بایډن حکومت د دې مشکوک پخوانۍ همکارۍ امریکا ته د هغه د ننوتلو زمینه برابره کړې وه.
ویل کېږي چې رحمانالله لکڼوال د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې له افغانستان څخه امریکا ته تللی و.
بيبيسي موندلې چې رحمانالله لکڼوال امریکا ته له لېږدېدو مخکې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو غړی و چې د "کندهار د ضربتي واحد" په نامه یې فعالیت کاوه.
سرچینو بيبيسي ته تایید کړې چې ښاغلی لکڼوال د دې واحد د ۰۳ برخې پورې تړاو درلود چې په کندهار کې د "لړم" ځواکونو په نوم پېژندل کېدل.
د سرچینو په وینا ښاغلی لکڼوال د تعقیب او موندنې یا (GPS) متخصص و.











