د ډونلډ ټرمپ په لارښوونه د امریکا د ګرین کارت پچه‌اچول ودرول شول

د کورني امنیت وزیره کریستي نووم

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مېرمن نووم په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې، په نیویارک ښار کې د یوې لارۍ د برید له امله د اتو کسانو تر وژل کېدو وروسته، د دې پروګرام د پای ته رسولو هڅه کړې وه.

د تېرې اونۍ په اوږدو کې د امریکا د براون پوهنتون په انګړ کې له مرګونو ډزو وروسته چې له امله یې دوه کسان ووژل شول، د ډونلډ ټرمپ په لارښوونه د امریکا د ګرین کارت لاټرۍ پروګرام سملاسي ځنډول شوی دی.

د کورني امنیت وزیرې کریستي نووم ویلي، د ولسمشر په امر یې د ګرین کارت لاتارۍ د ګټونکو لپاره د وېزو صادرول په موقتي ډول درولي دي چې "ډاډ ترلاسه شي نور امریکایان له دې ناورین‌راوړونکي پروګرامه زیانمن نه شي".

د تېرې اونۍ د براون پوهنتون د برید مشکوک چې د پنجشنبې په ورځ یې جسد وموندل شو، د پرتګال تبعه و. هغه په ۲۰۱۷ کال کې د لاټرۍ د کډوالۍ پروګرام (DV-1) له لارې امریکا ته تللی و او دایمي اقامت (ګرین کارت ) یې ترلاسه کړی و.

براون پوهنتون د امریکا له تر ټولو زړو پوهنتونونو دی او د شمال ختیځې سیمې د اتو خورا معتبرو خصوصي پوهنتونونو له ډلې شمېرل کېږي.

امریکايي چارواکي باور لري چې یاد مشکوک بریدګر ۴۸ کلن کلاودیو نوس والنته، د روانې اونۍ په پیل کې نونو لوریرو هم وژلی و چې د ماساچوسټ د ټکنالوژۍ په انسټیټیوټ کې پرتګالی استاد و.

د امریکا د ګرین کارت د لاټرۍ پروګرام هر کال د هغو هېوادونو د وګړو له منځه چې امریکا ته د کډوالۍ کچه یې ټیټه ده، د پچې اچولو له لارې ۵۰ زره وېزې برابروي.

مېرمن نووم په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې، په نیویارک ښار کې د یوې لارۍ د برید له امله د اتو کسانو تر وژل کېدو وروسته، د دې پروګرام د پای ته رسولو هڅه کړې وه.

د امریکا د کورني امنیت د وزیرې په وینا، سیف‌الله سایپوف چې د ازبکستان تبعه او د داعش پلوی و او د همدې برید له امله څو ځله د عمري بند سزا ورکړل شوې ده، هم د لاټرۍ د پروګرام له لارې امریکا ته راغلی و.

اداره مهاجرت آمریکا

د عکس سرچینه، Tribune News Service

د امریکا د کورني امنیت د وزیرې څرګندونې د لاټرۍ له لارې د امریکا د وېزو د پروګرام ځنډولو په اړه په داسې حال کې شوي چې پولیس وایي، د براون پوهنتون د ډزو د پېښې د مشکوک جسد یې له شپږ ورځني لټون وروسته چې په څو ایالتونو کې ترسره شوی و، د نیوهامپشایر ایالت د سیلم په ښار په یوه ګودام کې موندلی دی.

د براون پوهنتون په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

مشوک ۴۸ کلن کلاودیو نووس والنته چې د پرتګال تبعه دی، شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې د پراویدنس په ښار کې د براون پوهنتون محصل و.

سږ کال په امریکا کې د خونړیو ډزو ټول شمېر ۳۸۹ پېښې اعلان شوی دی.

دا شمېر د "د وسلو د تاوتریخوالي آرشیف" په نوم د یوه خپلواک تحلیلي وېب‌سایټ د معلوماتو پر بنسټ دی چې پکې ډله‌ییزې ډزې هغه پېښې بلل کېږي چې څلور یا تر هغه زیات کسان پکې وژل شوي یا ټپیان شوي وي پرته له دې چې بریدګر پکې حساب شي.

د راپور له مخې، سږ کال په متحده ایالاتو کې د ډزو په پېښو کې ۳۴۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.