ډونلډ ټرمپ د پنځو نورو هېوادونو وګړي هم امریکا ته له ورتګه منع کړل: دغه هېوادونه کوم دي؟

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو پرمهال ښکاري چې شنه درېشي یې اغوستې او تر شا یې بیرغونه او یو عکس برېښي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ چې په تېره جنورۍ میاشت کې سپينې ماڼۍ ته ورستون او د واک پر ګدۍ ناست دی، امریکا ته یې د کډوالو پر ورتګ محدودیتونه او بندیزونه ډېر کړي دي.
    • Author, رېچل هېګن

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ د هغو هېوادونو نوملړ غځولی او پنځه نور هېوادونه یې ورزیات کړي دي چې وګړي یې دغه هېواد ته د سفر اجازه نه لري. د دغه تازه ګام په ترڅ کې پر هغو کسانو هم امریکا ته پر ورتګ بندیز لګول شوی چې د فلسطيني ادارې له لوري له ورکړل شوو اسنادو یا پاسپورټ سره سفر کوي.

سپينې ماڼۍ ویلي دي چې دا بندیزونه یې "د متحده ایالتونو د امنیتي خوندیتوب" لپاره لګولي دي چې د نوي ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به پلي یا نافذ شي.

بورکینا فاسو، مالي، نایجر، جنوبي سودان او سوریه هغه پنځه نوي هېوادونه دي چې تازه د بندیز دغه نوملړ ته ور زیات شوي دي.

د ټرمپ ادارې د لاووس او سیرالیون هېوادونه هم د بشپړ بندیز په دغه لېست کې شامل کړي دي چې پخوا پرې دا محدودیت جزوي و. همداراز یې د نایجیریا، تنزانیا او زېمبابوې په ګډون په ۱۵ نورو هېوادونو باندې جزوي محدودیت لګولی دی.

ډونلډ ټرمپ چې په تېره جنورۍ میاشت کې سپينې ماڼۍ ته ورستون او د واک پر ګدۍ ناست دی، امریکا ته یې د کډوالو پر ورتګ محدودیتونه او بندیزونه ډېر کړي دي.

ښاغلي ټرمپ ‌ویلي چې له امریکا بهر د کډوالو د څارلو او پلټلو بهیر له ناکامۍ سره مخ دی او په خبره یې، داسې پراخ بندیزونه اړین وو.

دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې یو افغان د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو په ډزو کولو تورن شو او وروسته ونیول شو. سپينې ماڼۍ دا پېښه د راپورته شوو امنیتي‌ اندېښنو لامل بللې ده.

د امریکا د وېزې عکس

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، دا درېیم ځل دی چې ډونلډ ټرمپ امریکا ته د بېلابېلو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګوي.

دا درېیم ځل دی چې ډونلډ ټرمپ امریکا ته د بېلابېلو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګوي.

په ۲۰۱۷ کې یې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال هم ورته امر کړی و چې په کور دننه او بهر یې پراخ لاریونونه وپارول،‌ له قانوني ننګونو سره مخامخ شو او بلاخره د امریکا سترې محکمې یې امر تایید کړ.

سپينې ماڼۍ ویلي، دا بندیزونه به تر هغه وخته په خپل ځای همداسې پاتې وي او پلي کېږي به چې اغېزمن شوي هېوادونه د خپلو وګړو د پېژندګلوۍ یا هویت سم مدیرت ونه کړي، د هغوی ‌په اړه د معلوماتو په شریکولو کې له امریکا او د اړوندو کډوالو چارو ادارو سره د همکارۍ په برخه کې "د باور وړ پرمختګ" ثابت نه کړي.

خو له دې بندیزونو ځينې خلک مبرا دي او د امریکا حکومت ورته په استثنا قایل دی چې په هغوی کې ډېپلوماتان، لوبغاړي او یا ځينې دایمي اسناد لرونکي کسان شامل دي. چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره هم ځينې کسان استثنا ګڼل کېدای شي.

list

ځانګړې قضیه

  • ترکمنستان (د دغه هېواد پر کډوالو محدودیتونه لګول شوي خو پر غیرمهاجرتي وېزو بندیز لغوه شوی دی."

هبه النواتي، چې ۱۷ کلنه فلسطینۍ محصله ده، وايي د امریکا هغه وېزه چې د ۲۰۲۳ کال جولای میاشت کې ورکړل شوې وه او تر ۲۰۲۸ کال پورې اعتبار یې درلود، پرون د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پرېکړې وروسته په ناڅاپي ډول لغوه شوه.

هبه بي‌بي‌سي نيوز عربي ته وايي: "پرون ناڅاپه زما وېزه لغوه شوه او زه نه پوهېږم ولې! ټاکل شوې وه چې په امریکا کې خپلې زدکړې د بورسونو له لارې بشپړې کړم. اوس نه شم کولای چې په امریکا کې د عمومي طب د زدکړې لپاره هېڅ بورس ته غوښتنه وکړم".

هغې دا خبر "دردناک او بوږنوونکی" وباله او ويې ويل: "مسله ډېره سخته وه، پر ما یې منفي اغېز وکړ او درد مې احساس کړ، ځکه ما د وېزې د لغوه کېدو تمه نه لرله. ما فکر کاوه چې یوازې نوو غوښتونکو ته به وېزې نه ورکول کېږي."

هبه په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د "ناسا" ادارې ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې تللې وه.

دا سفر د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د یوې تعلیمي ادارې له خوا تنظیم شوی و او دوه اونۍ یې دوام کړی و. هغې له هماغه وروسته پلان درلود چې په امریکا کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.