امریکا په برون پوهنتون کې ډزې او مرګژوبله
په امریکا کې يوه وسله وال د دغه هېواد د شمال ختيځ ايالت روډ ايلنډ په برون پوهنتون کې پر محصلينو ډزې کړې چې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
ځايي ښاروال د وژل شويو شمېر دوه تنه ښودلی او وايي نهه تنه نور ټپيان او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د روډ روغتون د یوه ټپي حالت نازک ښودلی دی، دوی وايي، شپږ تنه سخت ټپيان دي خو له خطرناک حالت وتلي او اتم کس بيا لږ ټپی شوی دی.
د سيمې د پوليسو مرستيال ټېم اوهارا وايي، مشکوک بريدګر تورې جامې اغوستې وې او پلی د بريد له ځايه په تېښته بريالی شوی دی.
پوليسو هم په برید کې د څو تنو ټپي کېدل تائید کړي دي.
پولیس وايي، مشکوک بریدګر یو نارینه وو، چې تورې جامې یې اغوستې او د برید له ځایه پلی تښتېدلی دی.
په بېړنۍ خبرتيا کې له محصلينو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي ځايونو کې پټ کړي، دروازې بندې، موبايلونه بند کړي او تر بلې خبرتيا پورې دننه پاتې شي.
د برون پوهنتون هم په يوه اعلاميه کې د "څو تنو د مرګژوبلې" خبر ورکړی.
په اعلامیه کې راغلي، "موږ نشو کولی د دوی د حالت په اړه معلومات شریک کړو" او زیاته کړې یې ده چې ټپيان سيمه ييزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پوهنتون چارواکي هڅه کوي معلومه کړي چې د ډزو پر مهال څوک په سیمه کې موجود وو.
ويل کېږي دغه برید داسې مهال شوی چې د انجينرۍ په پوهنځي کې ازموينو ته تياری نيول کېده.
پولیسو د یوه مشکوک بریدګر ویډیو خپره کړه

د عکس سرچینه، Providence Police
د روډ ایلنډ مرکزي ښار پروویډنس پولیسو د هغه مشکوک بریدګر ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې فکر کېږي په برون پوهنتون کې یې په ډزو دوه محصلین ووژل او نهه کسان یې ټپيان کړل.
د امنیتي کمرې په ویډیو کې لیدل کېږي، چې مشکوک بریدګر له باروس اینډ هولي ودانۍ د شمال پر لور د هوپ واټ پر لور روان دی او بیا د ختیځ پر لور واټرمین واټ ته ګرځي.
دې مشکوک کس تور کالي اغوستي. په ویډیويي کلیپ کې یې څېره نه لیدل کېږي او نه یې هم په لاس کې وسله لیدل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ برون پوهنتون کې د ډزو مرګونې پېښه غندلې او ويلې یې دي، "اوسمهال موږ یوازې د قربانیانو لپاره دعا کولی شو."
ښاغلي ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو پر مهال خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا برید "وحشتناک" وباله او زياته یې کړه چې تازه معلومات به وروسته شریک کړي.
ډونلډ ټرمپ لومړی پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت اعلان وکړ چې مشکوک کس نيول شوی دی خو وروسته یې زياته کړه چې د "برون پوهنتون خپل پخوانی بيان بېرته اخيستی او مشکوک کس نه دی نيول شوی".
ښاغلي ټرمپ ويلي چې د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې کارکوونکي د پېښې په ځای کې دي.
د روډ ايلنډ والي، ډان مک ويلي، "موږ د برون پوهنتون کې د ډزوې پېښه څارو". نوموړي پر فېسبوک لیکلي، د ايالت پوليس، د بېړني مرستې اداره او سيمه ييزې قانون پلې کوونکې ادارې حالت له نژدې څاري.
نوموړی خلکو ته سپارښتنه کوي چې "د پېښې ځای ته دې نه ورځي او وروستي معلومات دې له رسمي چېنلونه تعقيب کړي."
برون پوهنتون د امریکا یو له پخوانیو پوهنتونونو څخه دی او د شمال ختیځ په اتو غوره خصوصي پوهنتونونو کې یو دی.
پوهنتون د بوسټن څخه شاوخوا ۵۰ میله (۸۰ کیلومتره) او د نیویارک ښار څخه شاوخوا ۱۲۰ میله (۲۰۰ کیلومتره) لرې پروت دی.









