افغانستان کې د غورځېدلې بې‌ پیلوټه الوتکې په اړه څومره پوهېږو؟

د غورځېدلې بې پیلوټه الوتکې پاتې شوني
د عکس تشریح، د میدان وردګو ولایتي مرکز میدان ښار ته نژدې پر یوې غونډۍ د غورځېدلې بې پیلوټه الوتکې انځورونه چې وسله وال کسان ترې چاپېره دي.
    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو بي‌بي‌سي ته منلې چې تېره اوونۍ پلازمېنې کابل ته په څو کیلومترۍ کې لوېدلې پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه (ډرون) MQ-9 وه. دا الوتکه امریکا جوړه کړې ده او د اوږد واټن الوتنې وړتیا لري.

دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې یوه بې‌ پیلوټه الوتکه د میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ او روزنیز مرکز ته نږدې سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.

د دغو سرچینو په وینا، د الوتکې د لوېدو پر مهال یوه بله بې‌ پیلوټه الوتکه هم په هوا کې لیدل کېده.

د دې بې‌ پیلوټې الوتکې له غورځېدو وروسته د طالبانو حکومت په رسمي ډول غبرګون ونه ښود، خو د دغه حکومت یوه لوړپوړي چارواکي چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي‌بي‌سي ته وویل:

"موږ سیمې ته یو تحقیقاتي پلاوی استولی، د الوتکې پاتې شونې کابل ته لېږدول شوي او داسې ښکاري چې دا به یوه امریکایي بې‌ پیلوټه الوتکه وي."

د طالبانو حکومت یوه بل چارواکي چې د دغې الوتکې بېلابېل انځورونه یې بي‌بي‌سي ته ښودلي، وویل: "دا امریکایي MQ-9 Reaper بې‌ پیلوټه الوتکه ده چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې کارول شوې ده."

څو کسان د الوتکې له پاتې شونو سره ولاړ دي،.
د عکس تشریح، دې سیمه کې د طالبانو حکومت د ځانګړو ځواکونو یو مهم مرکز هم شته.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د پوځي ډرون د غورځېدو په اړه د بي‌بي‌سي پوښتنې ته بیخي لنډ ځواب ورکړ او دا یې نه تایید او نه هم رد کړه.

پنټاګون ولیکل: "په دې اړه د ویلو لپاره څه نه لرو."

بي‌بي‌سي هم هغه انځورونه چې له لوېدلې الوتکې یې ترلاسه کړي وو، وارزول او معلومه شوه انځورونه واقعي دي، لاسوهنه په کې نه ده شوې او له MQ-9 الوتکې سره ډېر ورته والی لري.

د الوتکې انټنونه یو ډول دي او په هماغه بڼه یې پر بدنه لګول شوي دي.

په مخکینۍ خوا کې یې یو کاسه ډول انټن لیدل کېږي چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې د اړیکو لپاره کارول کېږي.

د انجڼ له بهرنۍ بڼې باید دا معلومه شي چې څلور پرې لري که نه؛ که څه هم په انځور کې ډېر روښانه نه ده، خو د ځانګړتیاوو له مخې باید څلور پرې ولري.

د الوتکې پاتې شوني

د الوتکې له لوېدو له وخته د څو ورځو په تېرېدو سره لا هم روښانه نه ده چې دا امریکایي بې‌ پیلوټه الوتکه د کوم هېواد اړوند ده او له کوم ځایه یې الوتنه کړې ده.

ایم کیو -۹ څه ډول بې‌ پیلوټه الوتکه ده؟

د امریکا د هوايي ځواک د رسمي معلوماتو له مخې، دا بې‌ پیلوټه الوتکه په لیرې واټنونو کې د الوتنې وړتیا او د کشف او برید ځواک لري.

په لومړي ګام کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو او په دویم پړاو کې د خوځنډه هدفونو پر وړاندې د عملیاتو لپاره کارول کېږي.

په هوا کې د ډېر وخت لپاره د پاتې کېدو وړتیا، پراخ سنسورونه، څو ډوله مخابراتي اډانې او کره نښه ویشتونکې وسلې دې الوتکې ته دا وړتیا ورکوي چې د کشف، همغږۍ او د مهمو، په تېښته یا پر مهالنیو موخو په خورا دقت سره بریدونه وکړي.

الوتکه

د عکس سرچینه، US AIR FORCE

د MQ-9 ځانګړې وړتیاوې دا الوتکه د دې جوګه کوي چې د پوځي قومندانانو د سټراتېژیکو موخو په ملاتړ، نا منظمې او خورې ورې جګړې په بریالیتوب سره روانې وساتي.

دا بې‌ پیلوټه الوتکې له امریکا سربېره، د ناټو د ځینو غړو هېوادونو لکه بریتانیا، فرانسې، اسپانیا او ایټالیا لخوا هم کارول کېږي. د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې، هند هم له امریکا د دغو الوتکو د پېرلو لپاره د څلور میلیاردو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

په ۲۰۱۱ کال کې د MQ-9 د یوې بشپړې ټولګې بیه شاوخوا ۵۶.۵ میلیونه ډالره اعلان شوې وه، چې څلور بې‌ پیلوټه الوتکې له سنسورونو، د ځمکني کنټرول سټېشن او د "پریډیټر" اصلي سپوږمکۍ لېنک پکې وو.