د طالبانو دفاع وزیر: د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځي

مولوي محمد یعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، @modafghanistan2

د عکس تشریح، مولوي محمد یعقوب مجاهد: "زموږ معلومات ښيي چې دوی [د امریکا ډرون الوتکې] د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي او د پاکستان له فضايي حریم استفاده کوي، موږ له پاکستان غواړو چې خپله فضا زموږ پر خلاف استعمال نه کړي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالي مولوي محمد یعقوب ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې، د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستان نه افغانستان ته راننوځي، "موږ له پاکستان غواړو چې خپله خاوره زموږ پرضد ونه کاروي".

ښاغلي مجاهد -چې د طالبانو د تحریک د بنسټګر او لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد زوی دی – کابل کې د حساب ورکولو غونډې ته خبرو کې وویل، د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل پر افغانستان تېری دی چې په وینا یې، دا اندېښنه یې څو ځله له امریکايي چارواکو سره شریکه کړې ده.

" امریکایانو د وتلو په وخت کې زموږ رادار سیستم خراب کړی او له منځه وړی دی، خو زموږ معلومات ښيي چې دوی [د امریکا ډرون الوتکې] د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي او د پاکستان له فضايي حریم استفاده کوي، موږ له پاکستان غواړو چې خپله فضا زموږ پر خلاف استعمال نه کړي".

مجاهد وویل، "پاکستان یا نورو هېوادونو ته ښايي ځینو ملي خاینانو د افغانستان پوځي وسایط هغه وخت سپارلي وي چې لومړی نه تېره اداره پاتې وه او نه موږ منظم وو، چې دا په هې‍څ صورت د توجیه وړ نه دی".

دی وايي، کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، هېڅ داسې ثبوت نه شته چې ګنې پاکستان یا کوم بل هېواد ته دې کوم پوځي شی تللی یا وړل شوی وي.

د ویډیو تشریح، ملا یعقوب مجاهد: د امریکا ډرون د "پاکستان له فضا" افغانستان ته راځي

نوموړی وايي، له ازبکستان سره څو ځله خبره شوې چې د افغانستان پوځي وسایط راوسپاري، خو "دوی وايي امریکایان موږ ته اجازه نه راکوي چې دا الوتکې بېرته افغانستان ته ولېږدوو. موږ له امریکایانو سره هم خبره کړې چې دا د ملت شتمني ده، د افغانستان حق دی، باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي او موږ له دې غوښتنې هېڅ وخت نه تېرېږو. او تر هغو مو چې له افغانستانه ایستل شوې چورلکې نه وي راوړې، کرار به نه کېنو".

څو ورځې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم یوې خبري ناستې ته وویل، چې امریکایۍ الوتکې لاهم د افغانستان پر فضا ګرځي چې دا تېری باید بند شي.

نوموړي تېره پنجشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې تړاو یې نیوکې له امریکایانو سره شریکې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره مخامخ طالبانو سره خبرې وکړي.

د ښاغلي مجاهد په ټکو: "د بې پيلوټه الوتکو ګرځېدل چې کله کله کېږي دقیقا دا امریکايۍ الوتکې دي، لا هم زموږ پر فضا ګرځي، دا موضوعاتو امریکایانو سره په لوړه کچه تر بحث لاندې دي، موږ دا تېری بولو چې لا هم زموږ پر فضا تېري ته دوام ورکوي."

ذبيح الله مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

د یادولو ده چې د امریکا حکومت له افغانستان د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته ویلي وو چې د هوا له لارې به د افغانستان د خاورې څارنه کوي اجازه به نه ورکوي چې څوک له افغانستانه پر امریکا یا متحدینو یې برید وکړي.

امریکا تینګار کوي چې دا موضوع د دوحې په تړون کې هم یاده شوې او طالبانو ورسره منلې، خو طالبان وایي د دوحې تړون کې داسې هېڅ ماده نشته چې امریکایي الوتکې دې د افغانستان هوایي حریم ته داخلې شي.

د افغانستان پر هوايي حریم د امریکايي الوتکو خبره وروسته تر هغه لانجمنه شوه، چې تېره میاشت امریکا وویل، په کابل کې یې ډرون الوتکو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پر استوګنځي برید کړی او وژلی یې دی.

خو تېره اونۍ د طالبانو ویاند وویل، د دوی د څېړنو له مخې لاهم د ایمن الظواهري مړی نه دی موندل شوی، خو په اړه یې پلټنې لا هم دوام لري.

"ګاونډي هېوادونو دې د افغانستان چورلکې راستنې کړي"

چورلکه

د عکس سرچینه، AFP

د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزیر وویل، د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې زموږ هغه چورلکې بېرته راستنې کړي چې د تېر حکومت له سقوط سره هلته بېول شوې دي.

ده وویل، "دا د افغانانو حق دی او د راستنولو هڅې یې روانې دي او موږ به له دې چورلکو تېر نه شو".

ده زیاته کړه، چې د طالبانو اردو د هېواد د دفاع توان لري او د مسلکيتوب او ښه سمبالښت لپاره یې ګامونه چټک شوي دي.

د هغه په وینا، په تېر یوه کال کې تر ۶۰ ډېرې چورلکې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

د دفاع چارسمبالي وزیر وویل، اوس د دوی د ملي اردو شمېر ۱۵۰،۰۰۰ ته رسېدلی او هڅه یې دا ده چې دا شمېر نور هم لوړ شي او د اردو په مټ یې د تېرو سېلابونو له اغېزمنو شویو سیمو په ۲۴۶ الوتنو کې تر ۳۰۰۰ ډېر ایسار کسان وژغورل.

ملا یعقوب مجاهد وايي، اته سرحدي لواګانې لري چې په هره یوه کې یې شاوخوا درې زره کسان ځای پرځای شوي دي.

ده د خبرو پای کې دا هم وویل، چې له قطر سره په دفاعي برخه کې د هوکړې پر سر خبرې روانې دي. څه موده مخکې ښاغلی مجاهد قطر ته تللی و او له قطر سره یې د طالبانو د دفاعي هوکړې پر سر خبرې کړې وې.

د ویډیو تشریح، طالبان وايي د پوځ شمېر یې ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی