د خپلواکۍ د ورځې مراسم؛ طالبان وايي، د هېچا په فرمایش له ملي ګټو نه تېرېږي

ملا یعقوب

د عکس سرچینه، RTA

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر وايي، داسې هېڅ "فرمایش او امر" به ونه مني چې د افغانستان ملي ګټې پکې خوندي نه وي.

ملا یعقوب وايي، له نړۍ سره تعامل او د هېواد پرمختګ غواړي خو د خپلواکۍ د له لاسه ورکولو په بیه نه.

هغه دا څرګندونې نن (جمعه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو ۱۰۳ کلیزې په نمانځغونډه کې وکړې چې په کابل کې د دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه.

ښاغلي یعقوب وویل، "موږ تعامل غواړو. د هېواد پرمختګ غواړو، موږ د اقتصاد قوت غواړو، سیاسي پرمختګ غواړو، په نظامي میدان کې د سیمې په سطحه یو قوي ځواک غواړو خو دا په دې قیمت نه غواړو چې خدای مه کړه، ازادي او استقلال مو تر سوال لاندې راشي."

ملا یعقوب همدا راز وویل چې دم ګړۍ د قوم، ژبې او سمت په نوم د افغانانو د وېشلو هڅې روانې دي خو په خبره یې، "افغانان باید له تېر عبرت واخلي او د دوښمن پر وړاندې له هوښیارۍ کار واخلي."

که څه هم ملا یعقوب د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړو خو ویې ویل چې د یو شمېر هېوادونو د فشار له کبله ښايي په راتلونکې کې افغانستان له لا ډېرو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ شي خو په خبره یې، دوی به په کلکه مبارزه کوي.

ښاغلی یعقوب وايي، "د ازادۍ ګټل او دازادۍ لپاره مبارزه ستونزې او مشکلات لري. اقتصادي مشکلات به هم راځي او سیاسي هم. هغه د دې لپاره چې خلک او ځینې هېوادونه موږ دې ته قانع کړي چې د دوی هغه غوښتنې ومنو چې زموږ ملي ګټې نه ایجابوي. موږ د خپلې عقیدې او ملي ګټو په خلاف د هېچا اوامر، فرمایشونه او غوښتنې نه شو منلی."

رسمي مراسم او پر خواله رسنیو یې لمانځنه

ویاړ

د عکس سرچینه، Ahmad Wyar

د عکس تشریح، دا په خوست کې د نن ورځې اخیستل شوی انځور دی

د طالبانو حکومت د دفاع وزایر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د یوه کال په تېرېدو سره له ګڼو نړېوالو فشارونو سره مخ دی.

پر دوی نېوکې کېږي چې د ښځو او په ټوله کې بشري حقونو ته ژمن نه دي، د نجونو منځني ښوونځي یې تړلي، حکومت کې یوازې د دوی اړوند کسان دي او نورو قومونه یې بې برخې کړي دي او دولتي ادارې یې هم د مسلکي کسانو پر ځای پخپلو کسانو ډکې کړې دي.

که څه هم طالبان یې نه مني خو په سیاسي لحاظ هم پر دوی تور پورې کېږي چې د پاکستان په لارښوونه خپلې فیصلې کوي.

په نننۍ غونډه کې ملا یعقوب، پرته له دې چې د پاکستان یا کوم بل هېواد نوم یاد کړي، وویل چې، "هر څوک د خپل استقلال ساتلو لپاره هڅه کوي چې په هېڅ لحاظ په یوه مورد کې هم د چا تر اثر لاندې رانه شي. الحمدالله سږ کال موږ تاسې استقلال او ازادي او ۱۰۳ کلیزه داسې حالت کې نمانځو چې افغانستان ازاد او خپلواک دی."

د یادولو ده چې له انګرېزانو د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو ورځ هر کال په افغانستان کې په ملکي او دولتي کچه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځل دود ده او سږ کال وېره وه چې ښايي طالبان دغه ورځ هېڅ ونه نمانځي او یا یې څوک نمانځلو ته پرې نږدي.

خو د کابل په ګډون په ځينو نورو ولایتونو کې هم طالبانو او ځينو عامو خلکو د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۳ کلیزه ونمانځله.

پر خواله رسنیو بېلا بېلې ویډیوګانې خپرې شوې دي چې خلک پکې د افغانستان له درې رنګه ملي بېرغ سره ښکاري او ګڼو کسانو د خپل فېسبوک پروفایل باندې د شاه غازي امان الله خان او یا هم د ملي بېرغ عکس لګولی دی.

د رسمي مراسمو په تراڅ کې د کابل د دفاع وزارت په انګړ کې ملا یعقوب د خپلواکۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښودله او هلته یو لړ پوځي مراسم هم تر سره شول.

"له تېر عبرت باید واخیستل شي"

په ویناوو کې که څه هم طالب چارواکو د ازادۍ د ګټونکي شاه غازي امان الله خان نوم یاد نه کړ خو د خپلواکۍ او په "حقیقي" ډول یې د نمانځنې یادونه په وار وار کوله.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون ځینو طالب چارواکو بیا خلکو ته پر خواله رسنیو د دې ورځې مبارک ویلې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

طالبانو تر دې غونډې وړاندې د دې ورځې په مناسبت د مبارکۍ یوه خبرپاڼه هم خپره کړې وه چې پکې راغلي، "د افغانستان مجاهد ملت په داسې حال کې د دې خپلواکۍ د یو بل کال پوره کېدل نمانځي چې په ګران هېواد کې مثالي امنيت تأمين، بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او کال وړاندې د یوه بل اشغال جرړې له بېخه ایستل شوې دي."

په اعلامیه کې همدا راز له نړۍ سره پر تعامل ټينګار شوی او په راتلونکي کې افغانستان ته ګواښ پېښوونکو ته ګوت څنډنه پکې شوې او ویل شوي، چې د طالبانو حکومت "له نړۍ سره د اسلام مبارک دین پر اساس ولاړو اړیکو غوښتونکی دی" او هیله یې ښودلې چې، "له تېر په عبرت اخیستو سره" به څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.