کابل کې د عالمانو لویه غونډه

د ویډیو تشریح، کابل کې د عالمانو لویه غونډه

کابل کې د عالمانو لویه درې ورځنۍ غونډه پیل شوې ده، چې له ټول افغانستانه شاوخوا ۳۵۰۰ کسان وربلل شوي. د غونډې پر لومړۍ ورځ ځینو ویناوالو د نجونو د منځنیو ښوونځیو بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه. تر اوسه د غونډې اصلي اجنډا نه ده مالومه شوې. د غونډې پر لومړۍ ورځ نن د لویې جرګې خېمې ته نژدې د ډزو ضد او نقیض خبرونه ورکړل شوي خو طالبان وايي، پر یوه مشکوک ځای د دوی کسانو برید کړی دی.